فريدجوف نانسين
From Wikipedia, the free encyclopedia
فريدجوف ويډيل-جارلسبيرګ نانسين (زوکړه: ۱۸۶۱ د اکتوبر ۱۰، مړينه: ۱۹۳۰ د می ۱۳) د ناروې هېواد د ګڼو علومو پوه [جوامع الکمالات؟] او د نوبل د سولې جايزې ګټونکی و. نوموړي د سپړونکي، ساينسپوه، دېپلومات او انسان دوست شخص په توګه د خپل ژوند بېلابېلو برخو کې نامتووالی تر لاسه کړ. نوموړي د هغې لوبډلې مشري وکړه، چې په ۱۸۸۸ ز کال په لومړي ځل د ګرينلېنډ له کورنيو بريدونو څخه تېره شوه او د هېواد د تقاطع ټکي دړدنګ (سکي) کې يې له ټاپو څخه دوره ووهله. نوموړي ۱۸۹۳-۱۸۹۶ زکالونو کې د “Fram expedition” په نوم سفر پر مهال د شمالي عرض البلد ۸۶ درجو او ۱۴ دقيقو ريکارډ ته له رسېدلو څخه وروسته نړيوال نامتوالی تر لاسه کړ. که څه هم ناروې ته له راستنېدلو څخه وروسته يې له سپړنې څخه لاس واخېست، مګر د قطبي سفر په اړه د نوموړي لارې چارې او د توکو او پوښاک برخو کې د نوموړي نوښتونو د وروستي ارکټيک او انترکتيک سفرونو يو نسل تر خپې اغېزې لاندې راوړ.
فريدجوف نانسين | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | ناروې |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
تعلیمی اسناد | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سمندر پوهنه |
کار ورکوونکی | د اوسلو پوهنتون |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نانسين د کرېسټيانيا په فريدريک شاهي پوهنتون “Royal Frederick University” کې ژوپوهنه يا زولوژي ولوستله او وروسته يې د بيرګين پوهنتون موزيم کې د متصدي په توګه کار وکړ، چې د مرکزي عصبي سيستم د ښکتنيو اوبلنو [سمندري] جوړښتونو په اړه د دې ځای څېړنې يې د دوکتورا سند ورپه برخه کړ او د نيورون اصولو په رامنځته کولو کې يې ورسره مرسته وکړه. وروسته عصب پوه سانټياګو رامون وای کاجال “Snatiago Ramon y Cajal” په ۱۹۰۶ زکال د طبابت برخه کې د ورته موضوع په اړه څېړنې له امله د نوبل جايره وګټله؛ نوموړي د خپلې څېړنې په موده کې زيات پوهنيز سفرونه وکړل، چې ډېری يې شمالي اتلانتيک ته وو او د سمندر د نقشه کښنې د معاصرو توکو په جوړولو کې يې مرسته وکړه. [1]
نانسن په ۱۹۰۵زکال کې د هېواد د يو مخکښ وګړي په توګه له سويډن سره د ناروې اتحاد د پای ته رسولو په اړه ښکاره خبرې وکړې او د ډنمارک د شهزاده کارل “Prince Carl of Denmark” په هڅولو کې يې مهمه ونډه درلوده، چې پر هغه باندې د نوي خپلواک ناروې تخت ومني. د ۱۹۰۶ او ۱۹۰۸ز کالونو تر منځ يې لندن کې د ناروې د استازي په توګه خدمت وکړ، چې په دې ځای کې يې د بشپړتيا تړون په اړه د خبرو اترو برخه کې مرسته وکړه، د ناروې خپلواک دريځ يې ډاډمن [تضمين] کړ.
نوموړي د خپل ژوند په وروستۍ لسيزه کې، وروسته له هغې په بنسټيز ډول ځان د ملتونو ټولنې ته ځانګړی يا وقف کړ، چې په ۱۹۲۱ زکال کې د ټولنې د کډوالو د عالي کمېشنر په توګه وګومارل شو.نوموړي ته په ۱۹۲۲ ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې او اړوند نښتو د بې ځايه شويو زيانمنو [قربانيانو] په استازولۍ د کار کولو له امله، د سولې نړيوال انعام يا “Noble Peace Prize” ورکړل شوه. د نوموړي له لورې د وړاندې شويو نوښتونو له ډلې يو هم د بې کوره اشخاصو لپاره «د نانسين پاسپورټ» و، چې دا په اصل کې يو تاييد ليک يا سند و، چې له ۵۰ څخه د زياتو هېوادونو له لورې په رسميت پېژندل کېده. نوموړي په ۱۹۳۰ ز کال کې د خپلې ناڅاپي مړينې تر وخته، د کډوالو په استازولۍ خدمت وکړ، چې له مړينې څخه وروسته يې ټولنې د دې ډاډمنولو په موخه «کډوالو لپاره د نانسين نړيواله اداره:Nansen International Office for Refugees» رامنځته کړه، چې د نوموړي کارونو دوام درلود. دې ادارې په ۱۹۳۸ز کال کې د سولې نړيوال انعام تر لاسه کړ. د نوموړي نوم په ګڼو جغرافيوي بڼو، په ځانګړي ډول قطبي سيمو کې د يادګار په توګه يادېږي.