فرېډریک ډاګلاس
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرېډریک ډاګلاس (د ۱۸۱۷ یا ۱۸۱۸ ز کال فبروري – د ۱۸۹۵ز کال د فبرورۍ ۲۰مه) یو افریقاييالاصله امریکایی ټولنیز اصلاحغوښتونکی، د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوی، ویناوال، لیکوال او سیاستوال و. کله چې په مریلنډ کې له غلامۍ نه وتښتېد، په ماساچوسټ او نیویارک کې د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو د غورځنګ رهبر شو او د غلامۍ ضد ویناوو او لیکنو په خاطر مشهور شو. دی د غلامۍ ضد غورځنګ د پلویانو لهخوا د هغو غلام لرونکو کسانو د استدلالونو په مقابل کې د ژوندۍ بېلګې په توګه وړاندې شو، چې ویل یې: غلامان د خپلواکو امریکايي وګړو په توګه د کار لپاره فکري وړتیا نهلري. په همدې توګه، شمالي امریکايانو په اسانۍ سره دا نه شوای منلای، چې یو دومره ښه ویناوال یو وخت غلام و.[5][6][7]
فرېډریک ډاګلاس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
نسل | |
ګوند | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [2][3] |
د کړنې څانګه | |
تحریک | د رای حق ، د غلامۍ پای [4] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ډاګلاس خپل درې ژوندلیکونه ولیکل او د یوه غلام په توګه یې خپلې تجربې په ۱۸۴۵ز کال کې په یوه کتاب کې راټولې کړې، چې نوم یې «د یوه امریکايي غلام فرېډریک ډاګلاس د ژوند کیسه» (Narrative of the Life of Frederick Douglass, an American Slave) دی. دغه کتاب پر ډېر پلورل کېدونکي کتاب بدل شو او د غلامۍ په لغوه کېدو کې یې مهم رول درلود. ډاګلاس تر کورنۍ جګړې وروسته، د ازادو شویو غلامانو د حقونو یو فعال مبارز شو او خپل وروستی ژوندلیک یې «د فرېډریک ډاګلاس ژوند او وختونه» (Life and Times of Frederick Douglass) په نامه ولیکه، لومړی ځل په ۱۸۸۱ ز کال کې خپور شو او په ۱۸۹۲ ز کال کې یې بیاکتنه وشوه، دغه کتاب د ډاګلاس تر مرګ درې کاله وړاندې د کورنۍ جګړې او تر کورنۍ جګړې وروسته پېښې رانغاړي. ډاګلاس د ښځو د رایې ورکولو د حق کلکه دفاع وکړه او په ګڼو دولتي ادارو کې یې کار وکړ. دی لومړنی افریقاييالاصله امریکایی و چې د متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر پوست ته د ویکټوریا ووډهول په ټاکنیز ټکټ کې نوماند شو.[8][9][10]