From Wikipedia, the free encyclopedia
قبرس ( په انګلیسي:cyprus, ترکي:Kıbrıs, یوناني:Κύπρος, په رسمي توګه: (د قبرس جمهوريت) په ختيځه مديترانه کې يو ټاپو ډوله هيواد دی. ددی هېواد پلازمينه د نیکوزیا ښار دی.قبرس چې د مدیترانې سمندرګی کې پروت یو ټاپو ییز هیواد دی ۱۶۶’۱۴۱’۱ وګړې لري. ددی هیواد شمال ته ترکیه ختیځ ته سوریه او لبنان پراته دي. دا هیواد هیڅ بل هیواد سره په وچه کې نه دی تړلی.قبرس په ټوله کې د سمندر په منځ کې پروت یو ټاپو دی. رسمې ژبي یې يوناني ژبه او ترکي ژبه دي.
قبرس | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 35°شمال 33°ختيځ [1] |
ټيټه سيمه | مدیترانې سمندرګی (0 متر ) |
پراخوالی | |
پلازمېنه | نیکوزیا |
رسمي ژبې | تورکي ژبه [2]، يوناني ژبه |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۶ اگسټ ۱۹۶۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 16 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نور مالومات | |
پیسې | ېورو |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
|
تګلوری | کيڼ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | CY |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +357 |
قبرس (په انګلیسي کې Cyprus : / ˈsaɪprəs/) چې په رسمي توګه د قبرس جمهوریت ګڼل کېږي، د مدیترانې په سمندرکۍ یوه ټاپووزمه هېواد دی. په مدیترانه کې دا ټاپو درېیمه تر ټولو لویه او درېیمه تر ټولو نفوس لرونکی ټاپو ده چې د ترکیې په سویل کې، د سوریې په لوېدیځ کې او د غزې، اسرائیلو او لبنان په شمال ختیځ کې، د مصر په شمال او د یونان په سوېل ختیځ کې ځای لري. [5][6]
په دې ټاپو کې، د انسانانو لومړی ثبت شوی فعالیت له میلاد نه د مخه نږدې په ۱۰۰۰۰ پورې اړه لري. له دې دورې نه په پاتې لرغونو آثارو کې نیولیتیک دورې نه د خیروکتیا کلی دی او قبرس په نړۍ کې د اوبو د ځینو پخوانیو څاه ګانو ټاټوبی دی. له میلاد نه مخکې په دویمه زریزه کې، په قبرس کې د میسینی یونانیانو دوه طایفې مېشت شوې دي. په ختیځ مدیترانې کې د یوه ستراتیژیک موقعیت په توګه، وروسته دا هېواد د ډېرو لویو ځواکونو له خوا، لکه: اسوریانو، مصریانو او پارسیانو، چې له دې ډلې په ۳۳۳ کال مخکې له میلاد نه دا ټاپو د لوی سکندر له خوا ونیول شو. وروسته د د بطلیموسي مصر، د کلاسیک او ختیځ روم سترواکۍ، د لنډې مودې لپاره د عربو خلافت، د فرانسوي لوزینان کورنۍ او د وینتیانو، چې ورپسې د ۱۵۷۱ نه تر ۱۸۷۸ پورې د درېیو پېړیو لپاره د عثماني سترواکۍ (مجازاً تر ۱۹۱۴ ز کار پورې ) تر واک لاندې و. [7][8]
د ۱۸۷۸ ز کال د قبرس کنوانسیون پر بنسټ، قبرس د انګلستان تر ادارې لاندې راغی او په ۱۹۱۴ ز کال کې په رسمي توګه د انګلستان له خاروې سره ضمیمه شو. د دې هېواد راتلونکی د دوه قومي ټولنو له خوا، یوناني قبرسیانو چې په ۱۹۶۰ ز کال کې د نفوسو ۷۷ سلنه یې جوړوله او د ترکي قبرسیانو چې د نفوسو ۱۸ سلنه یې جوړوله، د یوې اختلافي ستونزي په توګه راپورته شو. د ۱۹ مې پېړۍ راهیسې، د قبرس یوناني نفوس له یونان سره د یووالي (enosis) تګلاره چې په ۱۹۵۰ز لسیزه کې د یونان ولسي سیاست شو، تعقیب کړه. په لومړيو کې د قبرس ترکي اوسېدونکو د بریتانوي واکمنۍ له دوام نه ملاتړ کاوه، خو وروسته يې له ترکيې سره د نوموړې ټاپو د یوځای کېدو غوښتنه کوله او له ترکيې سره يې په ګډه سره په ۱۹۵۰ ز لسيزه کې د وېش سیاست غوره کړ، چې پر بنسټ یې قبرس تجزیه او په شمالي برخه کې ترکي سیاست پلی کړي. د ۱۹۵۰ ز کلونو په ترڅ کې د ولسي تاوتریخوالی نه وروسته، قبرس ته په ۱۹۶۰ کال کې خپلواکي ورکړل شوه. د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۴ کلونو تر منځ د دواړو ټولنو تر منځ نور ټولنیز تاوتریخوالی را پورته شو، چې د ۲۵۰۰۰ نه ډېر قبرسي ترکان یې په کلابندۍ کې بې ځایه کړل او په جمهوریت کې یې د ترکیې قبرسانو ګډون پای ته ورساوه. د ۱۹۷۴ ز کال د جولای په ۱۵ مه نېټه د یوناني قبرسي ملتپالو او د یونان د پوځي ډلي د غړو له خوا د کودتا هڅه په لاره واچول شوه. دې کار د جولای په ۲۰ مه نېټه په قبرس باندې د ترکیې یرغل ته لاره هواره کړه چې د شمالي قبرس د نیولو لامل شو او په پایله کې ۱۵۰۰۰ یوناني قبرسیان او ۵۰۰۰۰ ترکي قبرسیان بې ځایه شول. په ۱۹۸۳ ز کال کې د یوې یواړخیزې اعلامیې پر بنسټ، په شمال کې د ترکي قبرسیانو یو جلا دولت را منځ ته شو. د نړیوالې ټولنې له خوا دا ګام په پراخه کچه وغندل شو او یوازې ترکیې نوموړی نوی دولت په رسمیت وپېژاند. دا پېښې او په پایله کې یې سیاسي کړکېچ، د پرله پسې شخړو موضوعات ګڼل کېږي. [9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21]
د قبرس جمهوریت د اکروتیري او دیکیلیا له سیمو پرته چې د لندن او زوریخ د تړونونو له مخې د انګلستان تر واک لاندې پاتې دي، د خپلې خاورې په اوبو او د ځانګړي اقتصادي زون په ګډون په ټول ټاپو کې قانوني واکمني لري، خو په حقیقت کې د قبرس جمهوریت په دوو لویو برخو وېشل شوی دی: د جمهوریت تر واک لاندې سیمه، چې په سویل او لویدیځ کې موقعیت لري او د ټاپو نږدې ۵۹ سلنه مساحت تر پوښښ لاندې راولي. بله د شمال سیمه، چې د شمالي قبرس د ترکي وګړو د ځان اعلان شوی جمهوریت له خوا اداره کېږي او د ټاپو نږدې ۳۶ سلنه مساحت تر پوښښ لاندې راولي. د ټاپو نږدې ۴ سلنه نوره برخه د ملګرو ملتونو د خوندي سیمې په توګه ګڼل کېږي. نړیواله ټولنه د ټاپو شمالي برخه د قبرس جمهوریت خاوره ګڼي، چې د ترکي ځواکونو له خوا تر پښو لاندې شوې ده. د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، دا نیواک غیرقانوني ګڼل کېږي او له هغه وخت نه چې قبرس د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ، د اروپایي اتحادیې د خاورې غیرقانوني اشغال په سترګه لیدل کېږي.[22][23]
د مدیترانې سمندرګي کې، قبرس د سیلانیانو یوه لویه موخه ګڼل کېږي. د پرمختللي، لوړ عاید لرونکي اقتصاد او د بشري پراختیا د لوړ شاخص په درلودلو سره، د قبرس جمهوریت له ۱۹۶۱ ز کال راهیسې د ټولګټو هېوادونو غړی دی او د ۲۰۰۴ ز کال د مې په لومړۍ نېټه، د اروپا تر غړیتوب پورې، د ناپېیلي غورځنګ بنسټ ایښودونکی غړی و. د ۲۰۰۸ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د قبرس جمهوریت له یورو زون سره یوځای شو. [24][25][26][27][28][29][30][31]
قبرس ته تر ټولو پخوانی منسبوب شوی نوم، په ۱۵مه پېړۍ کې له میلاد نه مخکې د میسیني یونایانو له دورې سره سمون لري. ku-pi-ri-jo چې د Cypriot (یوناني: Κύπριος) په منعنی دی، د ب خط په هجایي بڼه کې لیکل شوی دی. د دې نوم کلاسیک لاتیني بڼه Kýpros ده. [32][33]
د دې نوم رېښه نا څرګنده ده، خو وړاندیزونه په لاندې توګه دي:
د بهرنۍ سوداګرۍ له لارې، دې ټاپو د مسو له عبارت نه خپل نوم کلاسیکې لاتیني ژبې ته ورکړی، یعني aes Cyprium (metal of Cyprus یا د قبرس اوسپنه) چې وروسته Cuprum ته لنډ شوی دی. [35][36]
د قبرس یا د هغو خلکو یا کلتور لپاره اړوند معیاري عبارت Cypriot (قبرسي) دی. د Cypriote او Cyprian اصطلاحات (چې وروسته د شخص نوم شوی) هم کارول کېږي، خو ډېرلږ.
د دې هېواد رسمي نوم، په تحت الفظي توګه له یوناني نه انګلیسي ته ژباړل شوی دی(Cypriot Republic)، خو دا ژباړه په رسمي توګه نه کارول کېږي، پر ځای يې د (Republic of Cyprus) یا د قبرس جمهوریت کارول کېږي.
د قبرس هیواد آیالاتونه (د قبرس هیواد ولایتونه) د اداري وېش لومړۍ درجه ولایتونه۔قبرس ټول 6 ولایتونه لري:
د قبرس هیواد تاریخي نقشه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.