لوی فریدریک
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم فریدریک (په جرمني کې: دویم فریدریش ۲۴ جنوري ۱۷۱۲- ۱۷ اګست ۱۷۸۶ زکال) له ۱۷۴۰ زکال څخه تر ۱۷۷۲ زکال پورې په پروس کې پاچا او له ۱۷۷۲ زکال څخه تر خپلې مړینې پورې د پروس پاچا و. د هغه په مهمو لاسته راوړنو کې په سلیسیان جګړو کې بریا، د پروسي پوځ بېرته منظم کول، د پولنډ لومړنی وېش او له هنر او روڼ آندۍ څخه د هغه ملاتړ شاملېږي. فریدریک د هوهنزولرن کورنۍ وروستی واکمن و چې د ځان لپاره یې د پاچا لقب وکاراوه او وروسته له هغه چې په ۱۷۷۲ زکال کې یې له مشترک المنافع لیتواني - پولنډ څخه پروسي پولنډ ځانته الحاق کړ، ځان یې د پروس پاچا اعلان کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال پروس په زیاته کچه خپل قلمرو پراخ کړ او په اروپا کې په پیاوړي پوځي ځواک واوښت. هغه په لوی فریدریک (جرمني کې: Friedrich der Große) پېژندل کېده او همدارنګه یې مستعار نوم «زوړ/مشر فریتز» (په جرمني کې: "Der Alte Fritz") و.
لوی فریدریک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۴ جنوري ۱۷۱۲[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14] برلين [15] |
مړینه | 17 اگسټ 1786 (74 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14] |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | جرمني [16] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پاچا |
کاروونکي ژبه(ي) | آلماني ژبه [17] فرانسوي |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | اووه کلنه جګړه |
لاسليک | |
سمول |
فریدریک په ځوانۍ کې د جګړې د هنر پر ځای له موسیقي او فلسفې سره لېوالتیا لرله، همغه و چې له امله یې د هغه او د هغه د مستبد پلار د پروس د پاچا لومړي فریدریک ویلیام ترمنځ جنجال شتون درلود، خو له دې سره واک ته له رسېدو وروسته یې په ۱۷۴۲ زکال کې د اطریش په بډایه سیمه سلیسیا برید وکړ او هغه یې ځان ته الحاق کړه، چې له امله یې هم ځان او هم پروس ته پوځي ویاړ ور په برخه کړ. وروسته له هغه نوموړی په یو بانفوذه پوځي نظریه ورکوونکي واوښت، چې تحلیلونو یې د جګړې په ډګر کې د هغه له شخصي ګډون نه سرچینه اخیسته او د ستراتیژي، تخنیک، تحرک او لوژستیک موضوعات به یې په کې رانغاړل.
فریدریک د روڼ آندې دیکتاتورۍ پلوی و او څرګندوله یې چې واکمن باید د دولت تر ټولو مخکښ خدمت کوونکی وي. هغه د پروس بیروکراسي او مدني خدمتونه معاصر ډول ته واړول او په ټول هېواد کې یې له نرم چلن ترجلا والي پورې د مذهبي پالیسیو لار تعقیب کړه. هغه قضايي سیسټم اصلاح کړ او دا شونتیا یې رامنځته کړه چې د ټیټې پوړۍ نارینه وکولای شي، قاضي او یا هم مخکښ بیروکرات واوسي. فریدریک همدارنګه بېلابېلو ملتونو او عقیدو ته اړوند کډوال وهڅول، څو پروس ته راشي، په داسې حال کې چې هغه په سلیسیا او پروسي پولنډ کې د کاتولیکانو پر ضد یو شمېر ظالمانه چارې هم ترسره کړې. هغه د خپلې علاقې وړ هنرونو او فیلسوفانو څخه ملاتړ وکړ او د مطبوعاتو او ادبیاتو د آزادۍ اجازه یې ورکړه. فریدریک تر ډیره همجنس پلوی و او د هغه جنسیت د ګڼ شمېر څېړنو موضوع جوړوله. هغه د پوتسدام په سانسوچي کې په خپلې خوښې وړ استوګنځای کې خښ کړای شو. له دې امله چې هغه بچیان نه لرل، د هغه وراره دویم فریدریک ویلیلم د هغه ځای ناستی شو.
د ۱۹ مې پېړۍ نږدې ټولو تاریخ پوهانو فریدریک د یو رومانتیک کس په توګه ویاړلی، جنګیالی یې بللی او د هغه رهبري، مدیریتي اغېز، دندې ته ژمنتیا او په اروپا کې یې په پیاوړي ځواک باندې د پروس بدلول ستایلي. فریدریک په لومړۍ نړیواله جګړه کې جرمني سترواکۍ ته په ماتې ورکولو سره په یوه ستایل کېدونې تاریخي څېره واوښت او نازیانو هغه له اډولف هیټلر وړاندې چې نوموړي خپله هم د ځان ایډیال کړی و، ستایه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په آلمان کې د نوموړي شهرت راکم شو، هغه هم له دې امله چې نازیانو له هغه څخه د خپل سمبول په توګه کار اخیست. له دې سره د یووېشتمې پېړۍ تاریخ پوهان لېوالتیا لرله چې فریدریک د یو پرمختللی پوځي رهبر او وړ پاچا په توګه معرفي کړي، ځکه د روڼ آندۍ کلتور او اداري اصلاحاتو ته د هغه ژمنتیا د پروس پاچهۍ ته دا زمینه برابره کړه، څو د جرمني په ایالتونو باندې د واکمنۍ پر سر له اطریشي هابسبورګ لړۍ سره سیالي وکړي.