From Wikipedia, the free encyclopedia
مارګورزاتا جمروسي ( پولینډي تلفظ: [mawɡɔˈʐata jamˈrɔʐɨ] ; د 1991 مېلادي کال د جون په 30مه زېږېدلې په مسلکی توګه د مارګرېټ په نوم پېژندل شوې، یو پولنډۍ سندرغاړې ده. هغه په 2013 کې په خپل هېواد کې شهرت ترلاسه کړ او په ځینو اروپایی سیمو کې یې د خپلو سندرو " تينک يو وېري مچ (ډېره مننه) " (2013) او " کول مي ډاون " (2016) سندرې سره خپل شهرت او بریا ترلاسه کړه. په 2016 کې د وارنر میوزیک سره د نړیوال ریکارډ تړون لاسلیک کولو وروسته ، هغه په ځانګړې توګه په سویډن کې بریا وموندله.
مارګرېټ | |
---|---|
د مارګرېټ انځور | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | 1991 مېلادي کال، د جون 30مه نېټه
اسټارډ ګارډ، پولستان |
هيواد غړيتوب | پولينډ |
پلار | ريزارډ |
مور | البېتا جامروزي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سندرغاړې، لباس ماډلېنګ |
کاروونکي ژبه(ي) | پولنډي |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو[1] | |
سمول |
مارګورزاده جامروزي د ۱۹۹۱ کال د جون په ۳۰مه نېټه په سټارګارډ کې زېږېدلې ده. د هغه پلار او مور ښوونکي وو. د پلار نوم يې ريزارډ او د مور نوم البېتا جامروزي وو. [2] [3] هغه د توماس په نوم یو مشر ورور لري، یو کیمیا پوه دی چې څلور تر دې مشر دی، مارګرېټ له هغه سره په اینسکو کې لويه شوې. [4] [5] جامروزي په ماشومتوب کې د کاتوليک مذهب پيرو وه. [6]
د ماشوموالي پرمهال، مارګرېټ په ډېری سندريزو سیالیو کې برخه اخیستې وه. [7] په ۱۸ کلنۍ کې مارګرېټ وارسا ته لاړه. [8] هغه د وارسا د ټولنیزو علومو او بشري علومو په پوهنتون کې د انګلیسي زده کړې پیل کړې مګر له دریوو سمسترونو وروسته یې پرېښود. [9] [10] مارګورزاده جامروزي په ۲۰۱۵م کال کې په وارسا کې د لباس او فېشن ډیزاین له نړیوال ښوونځي څخه د فیشن ډیزاین په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. [11]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.