From Wikipedia, the free encyclopedia
ډاکټر محمد اقبال دهند د نیمې وچې نامتو شاعر، فېلسوف، متفکر او د ختیځ نابغه بلل کېږي . دغه شاعر ته د علامه لقب په پاکستان او هند کې ورپه برخه شوی دی . علامه اقبال به په اوردو او فارسي ژبه کې شاعري کوله او همدا ددوي د مشهورتيا له ټولو لوی سبب وو.علامه محمد اقبال په کال 1877ء کې د سيالکوټ په ښار کې وزېږېد.
محمد اقبال | |
---|---|
د محمد اقبال انځور | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | سيالکوټ |
مړینه | لاهور |
هديره | لاهور کلا |
استوګنځای | لاهور (۱۹۰۸–۲۱ اپرېل ۱۹۳۸)
سيالکوټ (۹ نومبر ۱۸۷۷–۱۸۹۷) |
تابعیت | برېتانوي هند (۹ نومبر ۱۸۷۷–۲۱ اپرېل ۱۹۳۸) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون (۶ نومبر ۱۹۰۵–۱۳ جون ۱۹۰۷) |
تعلیمی اسناد | Bachelor of Arts زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | شعر [1]، فلسفه [1]، سياست [1] |
مؤثر | لېو نيكولايوويچ تولستوى ، ګوېټه ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ، ارستو ، هنري برګسون ، محمد ، مولانا جلال الدين محمد بلخي ، مجدد الف ثاني ، ابو الاعلى مودودي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
علامه ډاکټر محمد اقبال د سیالکوټ په ښار کې د شېخ نورمحمد په کور کې زېږېدلی دی. له آره افغان دی چې د غزني ولایت پورې تړاؤ لري او بیا د کشمیر په لور کډه شوي. پلار یې په سوداگریزه لړۍ سیالکوټ ته راغلی او هملته مېشت شوی. د پاکستان پنجاپیان دی د کشمیر گڼي او د پښت يې هندو پنډتان گڼي ، خو دا مالومات ناسم دي.
علامه اقبال غزنوي لاهوري د وخت د دود لمخې کورنۍ او مدرسې زده کړې ترسره کړې بیا يې هند کې په کال ۱۸۹۳م زېږدي کې منځينۍ زده کړې تر ۱۰مه بشپړې کړي دي.
د اسلامی فلسفې او پوهې دا روښانه ستورې د اپرېل په ۲۱مه کال ۱۹۳۸ز سهر وختي له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې، او له خپل رېښتیني څښتن ته ورغې. زیارت یې د لاهور شاهي جومات عمومي دروازې سره(ختیځ لور ته) جوړ دی، چې د پوځ لخوا یې شپه او ورځ پیره کېږي.
ناله یتیمد علامه اقبال لومړنې اثر ؤ، چې په ۱۸۹۹ کال پ هغه غونډه کې چې د حمایت الاسلام ټولنې لخوا به جوړېده، واوروله. د علامه اقبال لیکنې په ټولییزه توگه عبارت دی له:
[2]:
سرچینې
له مرگه وروسته ژوند يا د اروا د تلپانې كېدنې مسئله يوه داسې مسئله ده، چې د ډېوېډ هيوم په څېر ستر فېلسوف هم دا خبره منلې، چې د اروا مسئله د عقل او پوهې باندې نه بلكه د عقيدې او ايمان پر بنسټ هوارېداى شي. د علامه اقبال هم پدې گروهه دى، چې د اخرت د ژوند ايقان له فلسفي اندواند (نظرياتو) څخه نه رازېږېېږي، بلكه ددې آر او سرچينه ايمان دى.
(زما جذباتي ژوند په داسې پېښه كې راگرې دى، چې د انساني شعور د تل تر تله پاېښت كې له كلك ايمان څخه پرته د يوې شېبې ند هم نشم تېرولاى. دا ايمان ماته د اسلام له پېغمبر صلى الله عليه وسلم څخه د چا د سپېڅلي ذات لپاره چې زما زړه ټوپونه وهي، رابښل شوې دى.
علامه اقبال په يو بل ځاى كې داسې ليكي:
(پدې اړه ډېرې چارې له انساني عقل څخه بهر دي، چې دا امور او چارې د ايمان، بصيرت او سرچينو څخه پيدا كېږي.
ددې سرچينو اړيكه له فلسفې سره نده.)
له سره، سره علامه ددې خبرې مخالفت (بډوالې) نه كوي، چې په عقلي او نظرياتي كچه ددې مسئلې سره تعرض وشي.
د عقل او وجدان په اړه د علامه اقبال يو ځانگړې نظر درلوډ. هغه د عامو وجدان خوښو په څېر عقل له يوه څېر مې نه ردولو. بلكه دا يو گټور او اړين څېړز گڼي لكه تر يوه بريده:
عقل د هغو حقايقو كوم چې وجدان پيدا كړې دي، څخه ليدنه كوي، او دهغو وجداني حقايقو يا يووالو (وحدتونو) ترمنځ اړيكې جوړوي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.