امریکایي ټیکنالوژیکی کمپنۍ From Wikipedia, the free encyclopedia
مېتا پلټفارمز شرکت (Meta Platforms) چې د مېتا (Meta)تر نوم لاندې کار کوي او پخوا د فېسبوک شرکت په نوم پېژندل کېده، یوه څو-ملیتي یا څو-هېوادیزه ټکنالوژيکي ډله ده چې د کلفورنيا په مېنلو پارک کې مېشته ده. دغه شرکت د نورو فرعي شرکتونو ترڅنګ د فېسبوک، انسټاګرام او واټساپ اصلي یا مور سازمان دی. مېتا د نړۍ له خورا ارزښتناکو شرکتونو څخه دی او د امازون، ګوګل، اپل او مایکروسافټ تر څنګ د متحده ايالاتو د معلوماتي ټکنالوژۍ یو له سترو ټکنالوژیکي شرکتونو څخه شمېرل کېږي. دا شرکت د بازار موندونکو لپاره د اعلانونو ځای پر ځای کولو له پلور څخه د خپلو عایداتو لویه برخه لاسته راوړي.[1][2][3][4][5][6][7]
مېتا شرکت د فېسبوک، مېسېنجر، فېسبوک واچ، او فېسبوک پورټل په شمول نور محصولات او خدمتونه هم وړاندې کوي. دغه شرکت همدا راز اکولس (Oculus)، ګېفې (Giphy)، او مپېلري (Mapillary) هم اخيستي او په جيو پلټفارمز (Jio Platforms) کې هم ۹.۹۹ سلنه ونډه لري.[8]
د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر کې رسنیو راپور ورکړ چې د فېسبوک اصلي یا مور شرکت پلان لري چې خپل نوم بدل کړي ترڅو "پر میټاورس (metaverse) جوړولو خپل تمرکز منعکس کړي." د همدې میاشتې په وروستیو کې د اکتوبر په ۲۸مه يې نوم مېتا ته واوښت. "میتا" (meta) کلمه د یوناني ژبې ریښه لري او معنا یې "هاخوا" ده چې د راتلونکي انګېزه له ځان سره لري.[9][10][11][12]
فېسبوک د ۲۰۱۲م کال د جنوري په لومړۍ نېټه د لومړني عامه وړاندیز یا عرضې (IPO) لپاره نوملیکنه وکړه. په لومړنۍ اعلانپاڼه کې ویل شوي وو چې دغه شرکت د ۵ میلیارده ډالرو د راټولولو هڅه کړې، ۸۴۵ مېلیونه میاشتني فعال کاروونکي او یوه داسې وېبپاڼه لري، چې هره ورځ ۲.۷ میلیارده لایکونه او تبصرې ترلاسه کوي. له دغې IPO وروسته به زوکربرګ په فېسبوک کې د ۲۲ سلنه ملکیت او ۵۷ سلنه رایې ورکولو ونډه ولري.[13][14][15]
بیمه کوونکو (underwriters) د هرې ونډې ارزښت ۳۸ ډالر وښود او د شرکت ارزښت يې ۱۰۴ میلیارد ډالره وښود چې د یوه نوي عامه شرکت لپاره تر هغه وخته ترټولو لوی ارزښت ګڼل کېده. د مې پر ۱۶مه، له دغې IPO څخه یوه ورځ وړاندې، فېسبوک اعلان وکړ چې د لوړې غوښتنې له کبله به د لومړي پلان په پرتله ۲۵ سلنه زیاتې ونډې وپلوري. دغېIPO ۱۶ میلیارده ډالر ورته راټول کړل او په دې توګه یې د متحده ایالاتو په تاریخ کې درېیم ځای خپل کړ (له AT&A Wireless شرکت څخه یو څه مخکې او یوازې له جنرال موټرز او ویزا څخه شاته و). د دغو ونډو بیې د متحده ایالاتو له یو څو شرکتونو پرته دغه شرکت د ټولو په پرتله د لوړې بازار پانګونې شرکت په توګه ثبت کړ او له سترو شرکتونو لکه امازون، مکډونالډز، ډیزني، او کرفټ فوډز څخه مخکې شو او د زوکربرګ شتمني يې ۱۹ ميليارده ډالرو ته ورسوله. نيویارک ټایمز وویل چې دغه وړاندیز یا عرضه د اعلاناتو په راجلبولو کې د فېسبوک د ستونزو په اړه پوښتنې لرې کړې ترڅو دغه شرکت په "لازمي ونډو" لرونکي (Must-own-stock) بدل کړي. د جې پي مورګن چېس شرکت (JPMorgan Chase) اړوند جېمي لي (Jimmy Lee)دا شرکت د "راتلونکې لویې مرغوبې ونډې" (the next great blue-chip) په توګه یاد کړ. له بلې خوا د ټېک کرنچ (TechCrunch) لیکوالانو شک څرګند کړ او ویې ویل: "دا د عملي اړخ له پلوه څو برابره لوی دی، او فېسبوک ښایي دغه ستر ارزښت د توجیه کولو لپاره د عوایدو نوي ستر جریانونه اضافه کړي".[16][17][18][19][20]
د مېتا د ادارې کلیدي کسان په لاندې ډول دي: [21]
د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر پورې، مېتا ۵۸۶۰۴ کارمندان لرل، چې د هر کال په پرتله د ۳۰.۴ سلنه زیاتوالي ښودنه کوي.
د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر پورې، د مېتا په مدیره هیئت کې لاندې مدیران شامل وو:
فېسبوک د عوايدو له پلوه د متحده ایالاتو د سترو شرکتونو د ۲۰۲۰ کال په فارچون ۵۰۰ (Fortune 500) نوملړ کې ۳۴ ځای او شاوخوا ۸۶ میلیارده ډالره عايد یې درلود، چې ډېره برخه یې د اعلاناتو له درکه وه. د ۲۰۱۷ د معلوماتو یوه تحلیل روښانه کړې چې دغه شرکت له اعلاناتو څخه د هر کاروونکي په سر ۲۰.۲۱ ډالره ترلاسه کړي. [22][23][24][25]
د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې فېسبوک اعلان وکړ چې دوه مېليونه فعال اعلان ورکوونکي لري او ډېره ګټه یې له کوچنیو سوداګريو یا کاروبارونو څخه راځي. هر فعال اعلان ورکوونکی هغه څوک و چې په تېرو ۲۸ ورځو کې یې د فېسبوک پر پلټفارم (platform) اعلان خپور کړی و. د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې فېسبوک اعلان وکړ چې ۳ مېلیونه فعال اعلان ورکوونکي لري او ۷۰ سلنه يې له متحده ایالاتو بهر دي. د اعلانونو نرخونه د اعلان-ځایونو د لیلامولو پر بنسټ د یوه بدلېدونکي نرخ ماډل له مخې او پخپله له اعلان سره د احتمالي ښکېلتیا د کچې له مخې ټاکل کېږي. د نورو آنلاین اعلاناتو د جوړښتونو لکه ګوګل او ټویټر په څېر، د اعلانونو هدف ګرځول د دودیزو رسنیو په پرتله د ډیجیټل اعلانونو یوه له مهمو وړتیاوو څخه ده. په مېتا کې بازارموندنه د دوو مېتودونو له لارې د کتلو د عادتونو پر بنسټ کېږي، چې خوښل او شريکول او د لیدونکو د موادو اخیستل پکې راځي چې یو یې هدف ګرځول شوي لیدونکي دي او بل هم "سره ورته" لیدونکي دي.[26][27][28]
له متحده ایالاتو او کاناډا بهر کارونکي د مېتا د آیرلنډ له فرعي شرکت، فېسبوک آیرلنډ لمتد شرکت، سره تړون کوي او دغه کار مېتا شرکت په اروپا، اسیا، اسټرالیا، افریقا او سویلي امریکا کې د ټولو کاروونکو لپاره د متحده ایالاتو له مالیاتو بچ کړی دی. مېتا له ډبل آیرش ترتیباتو یا دوهګوني آیرلنډي قرارداد (Double Irish arrangement) څخه کار اخلي چې له مخې یې دا شرکت پر ټولو نړیوالو عایداتو باندې ۲-۳ سلنه کارپوریشن مالیه ورکوي. په ۲۰۱۰ کال کې، فېسبوک خپل څلورم دفتر د هند په حیدراباد کې پرانست، چې د آنلاین اعلاناتو او پراختیا اړوند ملاتړي ټیمونه لري او کاروونکو او اعلان ورکونکو ته ملاتړ چمتو کوي. په هند کې، مېتا د فېسبوک انډیا آنلاین سرویسز پرایویټ لمیټډ (Facebook India Online Services Pvt Ltd) تر نوم لاندې راجستر دی. دا شرکت همدا راز په چټاګنګ (Chittagong)، ډوبلین (Dublin)، کالیفورنیا (California)، ایرلینډ (Ireland)، آسټین (Austin)، او ټیکساس (Texas) کې هم د ملاتړ دفترونه لري.[29][30][31][32][33]
فېسبوک د لندن مرکزي دفتر هم په ۲۰۱۷ کال کې د مرکزي لندن په فیتزرویا کې پرانیست. فېسبوک په ۲۰۱۸ کال کې د کیمبرج په میساچوسټس کې یو دفتر پرانیست. دا دفترونه په پیل کې د "د اتصال لابراتوار" (Connectivity Lab) ځایونه وو، چې هغو کسانو ته یې د انټرنټ پر لاسرسي چمتو کولو تمرکز درلود چې انټرنیټ ته لاسرسی نه لري.[34]
تر ۲۰۱۹ کال پورې فېسبوک د معلوماتو ۱۶ مرکزونه فعال کړل او دا ژمنه یې کړې چې د ۱۰۰ سلنه نوې کیدونکې انرژۍ پېرودونه به کوي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به د شینکوړک ګازونو کچه ۷۵ سلنه راکمه کړي. د معلوماتو د مرکز په ټیکنالوژیو کې فیبریک اګریګېټر (Fabric Aggregator) هم راځي، چې یو خپور شوی شبکهاي سیستم دی او لویې سیمې او د تګ راتګ بېلابېل ماډلونه (Varied traffic patterns) ځای پر ځای کوي.[35][36][37]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.