مېګناد ساها
From Wikipedia, the free encyclopedia
مېګناد ساها (زېږون:۶ اکتوبر ۱۸۹۳مړينه:۱۶ فبروري ۱۹۵۶) یو هندي [1] [2] ستورو فزیک پوه و چې د ساها آیونایزیشن معادلې د پراختیا له کبله مشهور و. د دې معادلې په کارولو سره، هغه د ستورو کیمیاوي او فزیکي حالتونه بیان کړل. مېګناد ساها لومړنی ساینس پوه و، چې د ستورو طیف(spectrum) یې د دوی د تودوخې(temperature) سره تړاو وموند او د حرارتي آیونایزېشن معادلې یې رامینځته کړې چې د ستورو فزیک او ستورو کېمیا په برخو کې ګټور ثابت شوي. [3] هغه څو ځله د فزیک په برخه کې د نوبل جایزې لپاره نومول شوی و، خو له بده مرغه ناکام شو. ساها په سیاست کې هم فعاله وه او په ۱۹۵۲ کال کې د هند پارلمان ته وټاکل شوه. [3]
چټک مالومات مېګناد ساها, د شخص معلومات ...
مېګناد ساها | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | 6 اکتوبر 1893 ډاکه، بنګله دېش |
مړینه | 16 فبروري 1956 نوی ډيلی |
د مړینې لامل | د زړه حمله |
استوګنځای | اله باد، ډاکه ، کلکته |
تابعیت | برېتانوي هند، مشترکه هند، هند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | د پوهنتون استاد، فزيک پوه، ساينسپوه، ستوری پېژندونکی |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | پنځپوهنه ، ستورپوهنه |
لاسليک | |
سمول |
تړل