نارا
From Wikipedia, the free encyclopedia
نارا (په جاپاني: 奈良時代) د ۷۱۰ کال څخه تر ۷۹۴ کال پورې د جاپاني تاريخ یوه برخه وه چې د یاماتو تر وخت وروسته پېل شوه. ددې دورې په پیل کې مملکه گمهای د امپراتوري مقر د فوجيواراد ښار څخه د هی جوکیو ښار (په اوس وخت کې نارا) ته نقل کړه. په دې وخت کې بوديزم رسمي دین شو او د امپراتور شومو د حکومت په وخت کې ددې دین لویه پراختيا پېل شوه. سره له دې چې جاپانيانو بوديزم ومنلو خو لرغوني مذهب (شینټو) یې هم تر پاللو. تر ۷۵۲ کال پورې د جاپان په هر ولايت کې د نارینو او ښځينو صومعې جوړې شوې وی. په ۷۵۲ کال کې د تودایجی په صومعې کې د بودا لویه مجسمه جوړه شوه چې په اوس وخت کې د جاپان تر ټولو لویه مجسمه ده. [1]