هېلن کېلر
From Wikipedia, the free encyclopedia
هېلن ادامس کېلر (په انګلیسي: Helen Adams Keller ) (د ۱۸۸۰ ز کال د جون ۲۷مې نېټې څخه د ۱۹۶۸ز کال د جون تر لومړۍ نېټې پورې) یوه امریکایۍ لیکواله، د معلولینو د حقونو مدافع وکیله، سیاسي فعاله او د پوهنتون ښوونکې وه. نوموړې د الاباما ایالت په لوېدیځه تسکومبیا کې زیږېدلې وه. دې خپل لید او اورېدل د خپل عمر په ۱۹ میاشتنۍ کې د یوې ناروغۍ له تېرولو څخه وروسته له لاسه ورکړي وو. هغې وروسته یواځې تر اووه کلنۍ پورې تر هغې چې له خپلې لومړنۍ ښوونکې او د ټول ژوند له ملګرې ان سولیوان (Anne Sullivan) سره مخ شوه یواځې اشاروي ژبه کاروله. دغې ځوانې ښځې کېلر د لوستلو او لیکلو په ګډون د ژبې زده کړه ورکړه. په ځانګړو او عمومي ښوونځیو کې له یو لړ زده کړو وروسته، کېلر د هاروارډ پوهنتون راډکلیف کالج ته ولاړه او لومړۍ د کوڼ والي او ړوندوالي معلولیت لرونکې وه چې په هنرونو څانګه کې یې د لیسانس درجه تر لاسه کړه.
هېلن کېلر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | |
ګوند | د امریکا سوسیالېست ګوند |
رکنیت | د نړۍ صنعتي کارکوونکي |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
کېلر د ړندو لپاره په امریکايي خیریه بنسټ (AFB) کې له ۱۹۲۴ز کال څخه تر ۱۹۶۸ز کال پورې کار وکړ. په دغه کاري دوره کې دا په متحده ایالاتو کې وګرځېده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د لید د نه درلودونکو لپاره د مدافع وکیلې په توګه ۳۵ هېوادونو ته سفرونه وکړل.[1]
نوموړې یوه خلاقه لیکواله هم وه، چې له حیواناتو نه نیولې تر مهاتما ګاندي پورې اړوندو مطالبو باندې یې ۱۴ کتابونه او په سلګونه مقالې لیکلې دي. کېلر معلولیت لرونکو کسانو ته، د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق ته، د کارګرانو حقونو او نړیوالې سولې ته کمپاین کاوه. په ۱۹۰۹ز کال کې دا د امریکا د سوسیالېست ګوند غړې شوه. نوموړې د امريکا د مدني ازاديو د اتحادیې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه وه.
د کېلر د ۱۹۰۳ز کال د ځان ژوندلیک زما د ژوند کیسې له سولیوان سره د نوموړې زده کړو ته شهرت وروباښه. له یاد ژوند لیک څخه د ویلیم ګیبسون له خوا د معجزه یی کارکوونکې په نامه یوه تمثیلي ډرامه او همدارنګه تر عین نامه لاندې یو فلم جوړ شوی دی. د هغې د زېږېدو ځای د یوې ملي تاریخي نښانې (څلي) په توګه ټاکل شوی او ساتل شوی دی. له ۱۹۵۴ز کال نه را په دې خوا یاد ځای د یو کورني موزیم په توګه کارول کېږي او هر کال یو ځل د "هېلن کېلر د ورځې" تر نامه لاندې برنامې کوربه توب کوي.[2]
د کېلر نوم په ۱۹۷۱ز کال کې د الاباما د مشاهیرو ښځو په تالار کې اضافه کړای شو. نوموړې یوه له هغو لومړنیو دولسو مشاهیرو ښځو څخه وه چې د ۲۰۱۵ز کال د جون په اتمه نېټه د الاباما د لیکوالانو په نوي تاسیس شوي تالار کې شامله شوه. [3]