![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/c6/William_Lloyd_Garrison%252C_abolitionist%252C_journalist%252C_and_editor_of_The_Liberator_LCCN2017660623_%2528cropped%2529.jpg/640px-William_Lloyd_Garrison%252C_abolitionist%252C_journalist%252C_and_editor_of_The_Liberator_LCCN2017660623_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
ویلیم لویډ ګریسون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیم لویډ ګریسون (د ۱۸۰۵ ز کال د ډسمبر ۱۰مه – د ۱۸۷۹ ز کال د مې ۲۴مه) یو نامتو امریکایی مسیحي، د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی، ژورنالیست، د رایې د حق مدافع او ټولنیز اصلاحغوښتونکی و. دی تر ډېره د خپلې ورځپاڼې «لېبرېټر» (The Liberator) په خاطر مشهور دی، چې په ۱۸۳۱ ز کال کې یې بنسټ کېښود او په بوسټون کې یې خپره کړه. دا ورځپاڼه تر هغه مهاله خپرېده، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې د متحدو ایالتونو اساسي قانون اصلاح شو او غلامي له منځه لاړه. ګریسون «عدالتپالنه» بنسټیزه کړه او د امریکا د دولت ذاتي اعتبار یې په دې خاطر رد کړ، چې په جګړه، امپریالېزم او غلامۍ کې ښکېلتیا دولت ظالم او فاسداوه. ګریسون په لومړیو کې د یوه اصل په توګه له تاوتریخوالي سره مخالفت وکړ. د کورنۍ جګړې په پیلېدو سره یې خپل پخواني اصول پرېښودل او وسلهوالې مبارزې او د لېنکلن دولت یې ومنل. دی د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې له بنسټګرانو نه و او په متحدو ایالتونو کې یې د غلامانو آزادۍ ته بېدرېغه تبلیغ وکړ.
ویلیم لویډ ګریسون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | د غلامۍ پای [1]، خبريالي [1]، د ښځو حقونه [1] ![]() |
تحریک | د غلامۍ پای ![]() |
لاسليک | |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
ګریسون حروفچین یا د توریو اوډونکی و او په خپله یې یوه چاپخونه چلولی شوای. ده په «لېبرېټر» ورځپاڼه کې خپلې سرمقالې په ټایپ بڼه خپرولې او اړتیا نه وه چې لومړی یې پر کاغذ ولیکي. دغه کار د «لېبرېټر» ورځپاڼې له دوام یا ژوندي پاتې کېدو سره مرسته وکړه او دا دقیقاً هغه څه وو، چې ګریسون غوښتل، ځکه دی مجبور نه و چې د خپلو مقالو لپاره له خپل همکار «ایزاک نپ» پرته له نورو باندنیو اشخاصو سره معامله وکړي.
ګریسون د ښځو د حقونو په برخه کې هم د یوه کلک مدافع په توګه را څرګند شو او په غلامۍ ضد ټولنه کې د یوه څرګند بدلون د رامنځته کېدو لامل شو. ګریسون په ۱۸۷۰یمه ز لسیزه کې د ښځو د رایې د حق غورځنګ پر رسا غږ بدل شو.[2]:164, 166