From Wikipedia, the free encyclopedia
ټوماس سوېل (/soʊl/؛ د ۱۹۳۰ کال د جون په ۳۰مه زېږېدلی) یو امریکایی لیکوال، اقتصادپوه، سیاستوال، مبصر، ټولنیز متفکر/د نظر خاوند او د سټېن فورډ پوهنتون د هوور انسټيټيوټ/مؤسسې تجربه کار غړی و.[4]
ټوماس سووېل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳۰ جون ۱۹۳۰[1] |
استوګنځای | هارلم |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | امریکی افریقی [2] |
ګوند | ديموکراتيک ګوند (–۱۹۷۲)
خپلواک کاندید (۱۹۷۲–)[3] |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون
کولمبيا پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | وټپوهنه ، سوکالۍ اقتصاد ، اقتصادي پراختیا ، ټولنپوهنه ، زده کړه ، پېښليک ، فکري تاریخ ، تبعیض |
کار ورکوونکی | د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس ، Amherst پوهنتون |
مؤثر | ادم سمېت ، مېلټون فرايډمېن ، فريدريک هايک |
پوځي خدمت | |
وفاداري | د امریکا متحده ایالات |
جګړه/جګړې | د کوريا جګړه |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
سووېل د شمالي کارولینا په ګسټونیا کې په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی. وروسته یې کورنۍ شمال ته کډه شوه او هغه د نیویارک په هارلېم کې لوی شو. هغه د اقتصادي ستونزو او د کورني شرایطو د بدتر کېدو له امله د سټویوسانټ ښوونځی پرېښود او د کوریا د جګړې په بهیر کې يې په سمندري ځواک کې خدمت وکړ. متحده ایالاتو ته له راستنېدو سره سم سووېل مخکې له دې چې په هارواډ پوهنتون کې شامل شي د هاوارډ په شپنیو ټولګيو کې يې نوم لیکنه وکړه او په ۱۹۵۸ کال کې فارغ شو. هغه په بل کال کې له کولمبیا پوهنتون څخه خپله ماستري ترلاسه کړه او په ۱۹۶۸ کال کې يې له شیکاګو پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې خپله دوکتورا درجه ترلاسه کړه.[5]
سووېل د څو پوهنتونو لکه کورنېل پوهنتون، امهرسټ کالج، د کالفورينیا پوهنتون او اوس مهال د سټنفورډ پوهنتون په پوهنځیو کې خدمت کړی. هغه همدارنګه د ښاري مؤسسې په څېر فکري خونو کې هم کار کړی. هغه له ۱۹۷۷ کال راهیسې د سټېنفورد پوهنتون په هوور مؤسسه کې کار کوي چېرته چې په عامه پالیسۍ کې د روز او مېلټون فرېډمن تجربه کار غړی دی.
سووېل په ټوله کې يو محافظه کار بلل کېږي. (سووېل په خپله ویلي ښایي په ډېره ښه توګه پر هغه د یو ازادي غوښتونکي/لېبرال ټاپه ووهل شي حال دا چې د ازادي غوښتونکو له ځینې مسایلو سره مخالف دی.) هغه د رونالډ رېګان په دور کې د نوي محافظه کار غورځنګ لپاره مهم کس و چې پر همکار اقتصادپوه والټر وېلیم او د متحده ایالاتو د سترې محکمې پر قاضي کلارېنس ټوماس یې اغېز وکړ. په ۱۹۷۶ کال کې د نېوکسون ادارې له خوا سووېل ته د ولسمشرۍ او د فورډ ادارې له خوا ورته د فېدرال سوداګرۍ د کمېشنر په توګه د دندې وړاندیز وشو خو هغه دواړه وړاندیزونه رد کړل په ورته ډول د ریګان د واکمنۍ پر مهال ورته وړاندیز وشو چې د متحده ایالاتو د پوهنې وزارت پر غاړه واخلي خو هغه دا هم ونه مانه. هغه په ۲۰۰۲ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خوا د انسان دوستۍ/ بشرپالنې ملي مډال ترلاسه کړ.[6][7][8][9][10][11][12]
سووېل له ۴۵ څخه زیاتو کتابونو لیکونکی دی او ۱۵۰ څخه زیاتو ورځپاڼو کې [1]سنډېک ستون لیکونکی و. [13][14]
سووېل د شمالي کارولینا په تجرید شوې سیمه ګاسټونیا کې په یوه بې وزله کورنۍ کې نړۍ ته راغی. پلار یې د هغه تر زېږون څه موده مخکې ومړ او د سوويل مور چې له مخکې يې څلور ماشومان لرل او یوه کورنۍ خدمتکاره وه یوازې پرېښوده. د هغه یوې مشرې ترور او د هغې دوه لوڼو سووېل په زوی ولۍ ونیوه او لوی یې کړ. مور څو کاله وروسته د بل ماشوم د زېږولو پرمهال د ځینې اختلاطاتو/ ګډویو له امله ومړه. سووېل د "شخصي اودېسي" په نوم په خپل ژوندلیک کې ولیکل چې په ماشومتوب کې يې له سپین پوستو سره تعامل دومره محدود و چې روښانه طلایي رنګه ویښتان هم شته. هغه داسې یادونه کوي چې د ژوند لومړۍ خاطرې یې د شمالي کارولینا په شارلوت کې یو کوچنی د لرګيو کور و چې په وینا یې د تورپوستو د سیمې یوه بېلګه وه. کور یې په خامه کوڅو کې و اوبه او برېښنا یې نه لرله. کله چې سووېل ۹ کلن و هغه او د هغه لویه کورنۍ د لویو فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره د شمالي کارولینا له شارلوت څخه د نیویارک هارلم ته کډه شوه او د امریکا له سویل څخه شمال ته د افریقایي - امریکایانو د مهاجرت له لړۍ سره یو ځای شول. د هغه او د ترور تر منځ کورنۍ شخړو هغه د نورو خلکو په اپارتمان کې اتاق نیولو ته اړ کړ.[15][16]
هغه په نیویارک ښار کې د سټویسانټ په نوم یو معتبر علمي ښوونځي ته د لارې موندنې په شرایطو برابر و. هغه د خپلې کورنۍ لومړی کس و چې تر ۶م ټولګي يې پورته زده کړې وکړې. که څه هم هغه په ۱۷ کلنۍ کې د اقتصادي ستونزو او کورنیو شخړو له امله د زده کړو پرېښودلو ته اړ شو. هغه یو شمېر عجیبې دندې تر سره کړې چې د اوږدو ساعتونو لپاره د ماشینونو په پلورنځي کې کار او د وېسټرن یونین لپاره د تحویلدار په توګه کار کول په کې شامل و. هغه همدارنګه په ۱۹۴۸ کال کې د بروکلین دادجرز (په متحده ایالاتو کې د بېسبال غوره لیګ، ژباړن) لپاره هم هڅه وکړه. سووېل په ۱۹۵۱ کال کې د کوریا د جګړې په بهیر کې وسله وال پوځ ته راوبلل شو او د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې منصوب شو. سووېل که څه هم له جګړې سره مخالف و او نژادي توپیریز چلند/ تبعیض یې تجربه کړ خو په دې وتوانېد چې یو بریالی انځورګر واوسي چې پای کې د هغه د خوښې په مشغولتیا بدله شوه. هغه په ۱۹۵۲ کال کې په ویاړلي ډول له خپلو دندو څخه ګوښه شو.[17]
له وسله وال پوځ څخه د سووېل تر وړیاړلي رخصت وروسته یې په واشنګټن ډي سي کې د ملکي خدمتونو یوه دنده پرمخ وړه او په هاروارډ پوهنتون کې يې د تور پوستو په تاریخي کالج کې په شپني ټولګيو کې ګډون وکړ. د کالج پلاوي په ازموینه کې د لوړو نمرو او د هغه د دوو استادانو له خوا د هغه وړاندیز کېدلو له نوموړي سره مرسته وکړه تر څو بیاځلي په هاروارډ پوهنتون کې داخله ترلاسه کړي او په ۱۹۵۸ کال کې د یاد پوهنتون له اقتصاد پوهنځۍ څخه د لیسانس په کچه فارغ شو، په ورپسې کال یې له کولمبیا پوهنتون څخه د ماسترۍ درجه ترلاسه کړه. سووېل په لومړیو کې د جورج سټېګلر په لارښونه چې وروسته یې د اقتصاد د نوبل جایزه ترلاسه کړه د کولمبیا پوهنتون د زده کړو لپاره ټاکلی و خو وروسته له دې چې هغه په دې پوه شو چې سټېګلر شیکاګو پوهنتون ته تللی هغه یې وڅاره او کله چې د ۱۹۵۹ کال په مني کې هلته دننه شو د فلسفې په برخه کې يې د سټېګلر او مېلټون فرېډمن تر نظر لاندې خپلې د دوکتورا کچې زده کړې بشپړې کړې.[18]
سووېل ویلي چې "زه په خپله شل کلنۍ کې یو مارکیست وم" په دې توګه د هغه له خپرو شویو لومړنیو مسلکي لیکنو څخه یوه د مارکیسیستي _ لیننستي عملکرد پر وړاندې د هغه د زړه سواندې مارکیسیستي نظریې ارزونه وه. هغه څه چې له ازاد بازار څخه د ملاتړ په اړه د هغه د نظر د بدلون لامل شول د متحده ایالاتو د کار ادارې د کار زده کوونکي په توګه په پورتوریکو کې د بورې صنعت د کاریګرانو پر بیکارۍ د لږ تر لږه ورځنۍ مزدورۍ د احتمالي اغېز څېړنه وه. هغه وویل په یاده اداره کې شته کارکوونکي د هغه له پوښتنو څخه حیران شول او نوموړی دې پایلې ته ورسېد چې " په یقیني توګه دوی هېڅکله د کومې قانوني څارنې لاندې نه وو.
سووېل خپله وروستۍ د ډوکتورا درجه (PHD) په ۱۹۶۸ کال کې له شیکاګو پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې ترلاسه کړه. د پایلیکنې/تېزس سرلیک یې سېس لا انډ جنرال ګالټ کنټرووېرسی (د بازار قانون او په لوی اقتصاد کې د تقاضا په پرتله د عرضې عمومي زیاتوالی/پرېماني) و.
سووېل له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۹ کال پورې د کورنېل پوهنتون په اقتصاد پوهنځۍ کې مرستندوی استاد و. سووېل ۳۰ کاله وروسته په کورنل کې د تور پوستو زدهکړيالانو لهخوا وېلارډ سټرېټ د ولکه کولو په اړه ليکل وکړل او پر زدهکړیالانو يې له جدي اکادیمکې ستونزې سره د ولګرانو/لچکانو په توګه چې له ټيټو اکادمیکو ستندردونو سره منل شوي وو نيوکه وکړه او څرګندونه يې وکړه چې: «دا هغه مهال پېښېدل چې پراخ نژادي توپيريز چلند شته و او تور پوستي زدهکړيالان په هر ځای کې ورسره مخ کېدل» د څلورو کلونو په بهیر کې مې چې کورنېل کې تدریس کاوه او په اېتاکا کې مېشت وم دا ماته څرګنده نه وه.
سووېل د هاوارډ، راټګرز، کورنېل، برانډېس پوهنتون، امهرست کالج او په لاسانجلس ښار کې د کلفورنیا پوهنتونونو په اقتصاد څانګه کې تدریس کړی. سووېل په هاوارډ کې ولیکل، هغه ته د اقتصاد پوهنځۍ د ریاست پوست وړاندیز شو خو هغه رد کړ. له ۱۹۸۰ کال راهیسې هغه په سټېنفورډ پوهنتون کې د هوور مؤسسې تجربهلرونکی غړی و، چېرته چې هغه د خپل لارښوونکي مېلټون فرېډمن تر نظر وروسته د روز په نوم د زدهکړو بورس ترلاسه کړ. پر دې سربېره هغه څو ځله د وېليم اېف. باکلي جونیر د اور کرښې په نوم تلویزوني خپرونه کې راڅرګند شو، چې په ترڅ کې يې د نژاد د اقتصاد او خصوصي کولو په اړه بحث وکړ. سووېل لیکي په ورو ورو يې پر اکادميک سیستم خپل باور بایلود پر ټيټو علمي سټندردونو د تکيې او په پوهنتون کې د معکوسې بوروکراسۍ له امله هغه پرېکړه وکړه چې د لاسانجلس په کالفورینا پوهنتون کې تر تدریس وروسته درس ورکول پرېږدي. د شخصي اودېسه په نوم کتاب کې لیکي چې: «په اصل کې زه امهرست ته د تدریس د دوام د دلایلو د موندلو لپاره راغلی وم. په بدل کې مې هغه څه وموندل چې د یوې علمي دندې د پرېښودلو ډېر دلایل وو»[19][20]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.