چارليماګني
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارليماګني يا ستر چارلس (زوکړه: ۷۴۷ د اپرېل ۲، مړينه: ۸۱۴ د جنوري ۲۸) د کارولينګي کورنۍ غړی و، چې له ۷۶۸ز کال څخه د فرانکس پاچا “King of the Frank”، له ۷۷۴ز کال څخه د لومباردس پاچا “King of Lombards” او له ۸۰۰ کال څخه د مقدس روم لومړنی سترواک و. چارليماګني د لويديځې او مرکزي اروپا د ډېری برخو په يو ځای کولو بريالی شو او لومړنی پېژندل شوی سترواک و، چې نږدې درې پېړۍ وړاندې يې د لويديځ روم د سترواکۍ له ړنګېدلو څخه وروسته له لويديځې اروپا څخه واکمني وکړه. د فرانک هغه پراخه دولت چې چارليماګني رامنځته کړی و، د کارولينګي سترواکۍ په نوم يادېده. نوموړی د درېيم انټيپاپ پاشال نومي قانون له لورې (چې وروسته بې اعتباره وګڼل شو) قانوني شخص ګڼل شوی و او اوسمهال په کاتوليک کليسا کې د ځينو نورو له لورې سپېڅلی او ستر شخص (چې د سپېڅلتيا په لاره کې يو ګام دی) ګڼل کېږي. [2]
چارليماګني | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | العقد 740 آخن |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
قد | 1.84 متر [1] |
کورنۍ | |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
چارليماګني د شارټ پيپين “Pepin the Short” او د لاون بيرټرادا “Bertrada of Laon” تر ټولو مشر زوی و. نوموړی د هغوی له قانوني واده څخه مخکې زېږېدلی و. چارليماګني په ۷۶۸ز کال کې د خپل پلار له مړينې څخه وروسته د فرانکس پاچا شو او په پيل کې په ۷۷۱ز کال کې د خپل ورور لومړی کارلومېن تر مړينې پورې له نوموړي سره ګډ واکمن و. د يوازيني واکمن په توګه، نوموړي د پاپ دورې د خونديتوب برخه کې د خپل پلار تګلارې ته دوام ورکړ او د هغه يوازينی ګټندوی پاتې شو، شمالي ايټاليا کې يې لومبارديان له واک څخه لرې کړل او اسلامي هسپانيه کې يې د يو بريد مشري وکړه. نوموړي د هېواد ختيځ کې د ساکسونيانو پر وړاندې هم مبارزه وکړه او د مرګ سزا د ورکولو له لارې يې هغوی عيسويان کړل، چې دا چاره د ويردين عام وژنې “Massacre of Verden” په څېر پېښو لامل شوه. چارليماګني په ۸۰۰ کال کې هغه مهال د خپل واک لوړو پوړيو ته ورسېد، چې د روم د پخواني سېنټ پيټر په باسيليکا “Old St. Peter’s Basilica” کې د عيسويانو د اختر (کرسمس) په ورځ د پاپ درېيم ليو “Pope Leo III” له لورې د روميانو د سترواک په توګه تاج ور پر شو. [3][4]
چارليماګني ته «د اروپا پلار» ويل شوی دی، ځکه چې نوموړي د رومي سترواکۍ له لرغونې دورې راهيسې په لومړي ځل د لويديځي اروپا زياتره برخې او د اروپا ځينې هغه برخې سره يو ځای کړې، چې وار له مخه هيڅکله د رومي يا فرانکي واکمنۍ لاندې نه وې. د نوموړي د واکمنۍ دورې کارولينګي رنسانس راوپاروه، چې په لويديځه کليسا “Western Church” کې د پياوړي کلتوري او فکري فعاليت دوره وه. چارليماګني د ختيځ ارتودوکس کليسا لپاره ډېر د پام وړ ځکه نه و، چې نوموړي د نایسين عقيدې (فيليوک “filioque”) څخه ملاتړ کاوه او د سترواک په توګه د پاپ له لورې د ختيځ روم سترواکۍ له لومړنۍ ښځينه واکمنې د اتن ايريني “Irene of Athens” څخه غوره ګڼل کېده. دا او نور مخالفتونه په پای کې د ۱۰۵۴ز کال په ستر بېلتون “Great Schism” کې د روم او قسطنطنيې د بېلتون لامل شول. [5][6]
چارليماګني په ۸۱۴ زکال کې د سږو د ساري ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړی د خپلې سترواکۍ د پلازمېنه ښار اچين “Aachen” په اچين ستره کليسا “Aachen Cathedral” کې خاورو ته وسپارل شو. هغه لږ تر لږه څلور ځلې واده وکړ او درې مشروع زامن يې درلودل، چې تر ځوانۍ پورې يې ژوند وکړ. د زامنو له ډلې يې يوازې کشر زوی دينداره لويس “Louis the Pious” د هغه د ځايناستي کېدلو تر وخته ژوندی پاتې شو. چارليماګني او د هغه سلف يا نيکونه د کېپټي کورنۍ، اوتوني کورنۍ، د لوکزامبورک کورنۍ او ايوريا کورنۍ په ګډون د روپا د زياتره شاهي کورنيو مستقيم نيکونه دي. [7][8][9]