From Wikipedia, the free encyclopedia
د کوويډ-۱۹ وبا، د کرونا وايرس وبا په نوم هم پېژندل کيږي. په نړۍ کې له ۲۰۱۹ ز کال څخه خپره نړيواله وبايي وايرسي ناروغي ده (COVID-19) چې د کرونا وايرس ۲ (SARS-CoV-2) له سختو تنفسي نښو څخه پيدا کېږي. دا نوی وايرس په لومړي ځل د چين په وهان ښار کې د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر په مياشت کې وپېژندل شو. د وهاو او د هوبي د نورو ښارونو په قرنطين سره بيا هم ونه توانېد چې دا ناروغۍ مهار کړي او په ډېرې چټکتيا سره ټول چين او په ټوله نړۍ کې خپره شوه. د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۰ ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د نړيوالې اندېښنې په څرګندولو سره په ټوله نړۍ کې اضطراري روغتيايي حالت اعلان کړ او د مارچ په يوولسمه نېټه په نړۍ کې وبا اعلان شوه. له ۲۰۲۱ ز کال راهيسې په ډېرو هېوادونو کې د دې وايرس بېلا بېل ډولونه راڅرګند شوي او ډېر هېوادونه يې نيولي دي، لکه الفا، بيټا او ډيلټا ډولونه چې ډېر خطرناک دي. د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دې وايرس څخه د پنځه ميليونه انسانانو مرګ او له دوه سوه او شپږ څلويښت ميليونه څخه زياتو انسانانو اخته کېدل تاييد شوي دي او په دې توګه دا وبا، په تاريخ کې يوه تر ټولو خونړۍ وبا وپېژندل شوه.
برخې | |
---|---|
پيل موده | |
لامل |
د کوويډ-۱۹ نښې يا نه وي، يا ژوند ګواښونکې علامې لري. په عمر خوړليو ناروغانو او هغو کې چې ځانګړي روغتيايي شرايط لري، دا ناروغي سخته وي. د کوويډ-۱۹ لېږد هغه وخت رامنځ ته کېږي، کله چې انسانان په ککړه هوا کې په دې وايرس لړل شوي بڅرکي او ذرې په هوا کې تنفس کړي. د دې موادو تنفس هغه وخت زياته شونتيا لري، کله چې انسانان سره ډېر نژدې وي، خو شونې ده چې دا وايرس له لرې سيمې څخه هم ولېږدول شي په ځانګړي ډول په کوټه او هغه سيمه کې چې د هوا بدلېدو نظام يې کمزوری وي. ډېر لږ دا وايرس د سطحو او ککړو مايعاتو له لارې هم لېږدېدای شي. خلک تر شلو ورځو پورې نورو ته وايرس انتقالولای شي او کېدای شي، دا وايرس نورو ته په داسې حال کې هم انتقال کړي، چې خپله يې هېڅ نښې ونه ويني.
په بېلا بېلو هېوادونو کې مختلف واکسين تايید او خپاره شوي دي او د ۲۰۲۰ ز کال د د سمبر له مياشتې د پراخه واکسين لړۍ پېل شوې. د مخنيوي نورو هغو سپارښتنو کې چې د وايرس د خپرېدو مخه نيسي، ټولنيز واټن، په عامه ځايونو کې د مخ ماسک اغوستل، د هوا بدلول او پاکول، د ټوخي يا پرنجي پر مهال خوله پټول، د لاسونو پرېمينځل، ضد عفوني کول او د هغه چا قرنطين کول چې يا ناروغ دي او يا هم د دې ناروغۍ نښې لري. درملنه يې د نښو په لرې کولو تمرکز کوي، خو په دې اړه هڅې روانې دي، تر څو داسې درمل جوړ شي، چې دا وايرس له منځه يوسي. په ټوله نړۍ کې اړوندو مسئولينو پر سفرونو د محدوديتونو په لګولو، قرنطين، سوداګريزو کارونو په رخصتۍ، د کار ځای د ګواښونو مهارول، معايناتو کولو نظام او په دې ناروغۍ له اخته کسانو سره د اړيکې نيولو د پيدا کولو په طريقو سره دې ناروغۍ ته ځواب ويلی دی.
د دې وبا له امله، په ټوله نړۍ کې سختې ټولنيزې او اقتصادي ستونزې رامنځته شوې، په ۱۹۳۰ ز کال کې د نړيوال رکود څخه وروسته د کرونا له امله په نړۍ کې ستر رکود رامنځته شو. همدا چاره د توکو په عرضه کېدو کې د کمښت لامل شوه، ځکه چې د توکو رانيول زيات شول، کرهڼيز اختلالات رامنځ ته شول او خوراکي توکي لږ شول. د پرله پسې قرنطين له امله په نړيواله کچه ککړتيا په بې ساري ډول کمه شوه. ډېرې تعليمي ادارې او عامه سيمې يا نيمې بندې يا بشپړې بندې شوې، ډېری مراسم يا لغوه يا وځنډېدل. په ټولنيزو او ټوليزو رسنيو کې ناسم معلومات خپاره شول او سياسي کړکېچ خورا سخت شو. د دې وبا له کبله توکميز او جغرافيايي توپيرونه، روغتيايي برابرۍ، د عامې روغتيا او فردي حقوقو تر منځ د توازن د اړتيا مسائل راپورته کړل. [18]
دا وبا په بېلا بېلو نومونو پېژندل شوې. په عمومي توکه په خپل عاميانه نوم پېژندل کېږي، «د کرونا وايرس وبا»، سره له دې چې نور انساني کرونا وايرسونه هم د داسې خپرېدو او وبا ګرځېدو لامل ګرځېدلي دي، لکه (sars). مخکې تر دې چې دا يوه وبا اعلان شي، «د کرونا وايرس خپرېدا» او «وهان کرونا وايرس خپرېدا» په نوم پېژندل کېده.[19][20][21]
په وهان کې د لومړي خپراوي پر مهال، دې وايرس او ناروغۍ ته يوازې کرونا وايرس او وهان کرونا وايرس وېل کېدل، او کله ناکله به دا ناروغي د وهان سينه بغل په نوم يادېده. د ۲۰۲۰ ز کال په جنورۍ مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان دې وايرس او ناروغۍ لپاره د « 2019-nCoV» او « 2019-nCoV» لنډ مهالي نومونه وړانديز کړه، دا وړانديز يې د ۲۰۱۵ ز کال د لارښود او د ناروغۍ يا وايرس د نوم په توګه د جغرافيايي سيمو (لکه وهان، چين)، څآرويو ډولونو يا د ځينو خلکو د ډلو د کارولو پر مهال د نړيوالو لارښودنو پر بنسټ وکړ، تر څو تر يو بريده د ټولنيز پېغور څخه مخنیوی وشي. رسمي نوم « COVID-19» او « SARS-CoV-2 » د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه اعلان کړای شول. تدروس ادهانوم وايي: سي د کرونا لپاره، وي آی د وايرس لپاره، ډي د ناروغۍ لپاره او نولس د هغه وخت لپاره کله چې په لومړي ځل خپور او وپېژندل شو (د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر يو دېرشمه). د روغتيا نړيوال سازمان، همدا راز په عامه اړيکو کې د دې ناروغۍ لپاره کوويډ-۱۹ وايرس او د کوويډ-۱۹ مسئول وايرس نومونه هم کاروي.[22][23][24][25][26][27][28][29]
د وايرس نور ډولونه هم په بېلابېلو نومونو پېژندل شوي. د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د رسمي نوم له ورکولو مخکې، په عمومي توګه هغه نومونه ورکول کېدل، چېرته چې دا وايرس لېدل شوی و (لکه ډلټا ډول وايرس چې د دې وايرس هندي ډول دی) او په عامه محاوره کې «د کرونا ډولونو» په نوم پېژندل کېږی. د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ په پای کې، د روغتيا نړيوال سازمان د يوې نوې تګلارې په وړاندې کولو سره د اندېښمنوونکو ډولونو او د پام وړ ډولونو لپاره له يوناني تورو ګټه واخسته او د ټولو ډولونو لپاره يې نوې نښې ځانګړې کړې.[30][31][32][33]
که څه هم تر اوسه د دې وايرس اصلي سرچینه نه ده معلومه، لومړۍ خپرېدا يې د ۲۰۱۹ ز کال د نومبر په مياشت کې د چين د هوبي ايالت په وهان ښار کې پیل شوه. د کوويډ-۱۹ لومړۍ پېښې په هغو خلکو کې لیدل شوې وې چا چې په وهان کې د هونان د سمندري خواراکونو پلورنځي څخه لیدنه کړې وه، خو ممکنه ده چې له دې څخه مخکې لا له انسان څخه انسان ته د دې وايرس د لېږد بهير پيل شوی و. د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه نړيوال روغتيا سازمان په دې ناروغۍ د کوويډ-۱۹ نوم کېښود، کوم چې د «۲۰۱۹ کرونا وايرس ناروغۍ» لنډيز دی. هغه وايرس چې د خپرېدو لامل شو، د کروناوايرس ۲ د سختو تنفسي نښو (SARS-CoV-2) په نوم پېژندل کېده، يو نوی پېژندل شوی وايرس د شاپرک کروناوايرسونو، پينګولين کروناوايرسونو او SARS-CoV سره ډېر نژدې اړوند و. په علمي ډګر کې پوهان موافق دي چې په ډېرې شونتيا د دې وايرس اصلي سرچینه له څاروي څخه ده، له شاپرکونو يا د نورو تي لرونکو حيواناتو څخه. سره له دې، دې موضوع ډېر اټکلونه او دسيسوي اندونه رامنځته کړل چې همدا اندونه، د انټرنيټ له خونو څخه په چټکتيا سره ستر او پراخه کړای شول. نړيوال جيوپوليتيکي اختلافات، په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو او چين تر منځ، د همدې موضوع له امله پورته ولاړل. [34][35][36][37][38][39][40][41][42][43][44][45][46]
وروسته معلومه شوه چې د دې ناروغۍ نښې لرونکی لومړی کس د ۲۰۱۹ زېږديز کال د ډيسمبر په لومړۍ نېټه ناروغ شوی و او هغه د لمدو شيانو د بازار له ډلې سره هيڅ اړيکې نه درلودلې. په هر حال، د اخته کېدو لومړۍ پېښه د نومبر په اولسمه رامنځ ته شوې وه. په هماغه مياشت کې د لومړۍ پېښې د راپور پر اساس د هغوی دوه په درې برخو له ياد بازار سره اړيکه درلودله. ماليکولي تحليلونه څرګندوي چې ممکن مشخصه شوې پېښه د ۲۰۱۹ زېږديز کال د اکتوبر له نيمايي څخه نومبر ترنيمايي پورې په دې وايرس اخته شوی و.[47][48][49]
له رسمي بهيرونو سره سم رسمي شمېرې هغه دي چې خلک د کوويډ-۱۹ لپاره کتل(معاينه) شوي او د هغوی د معايناتو پايله مثبته راوتلې ده. په لومړي سر کې د ډېرو هېوادونو تګلاره دا وه، هغه کسان يې نه معاينه کول چې يوازې کوچنۍ نښې ولري. د وايرس د خپرېدو د لومړي پړاو ارزونې، چې د جنورۍ تر دروېشتمې نېټې پورې دي، اټکل کړی و چې د کوويډ-۱۹ شپږ اتيا سلنه ککړ کسان نه و پېژندل شوي او همدا نه مستند شوي، د نهه اويا سلنه مستند شوو پېښو لپاره اصل ګرځول شوی و. د بېلا بېلو طريقو په کارولو سره ډېرو نورو مطالعاتو اټکل کړی، چې په ډېرو هېوادونو کې د اصلي پېښو شمېر، له راپور شوو پېښو څخه خورا زياتې دي.[50][51][52][53][54][55][56]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.