کینیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
کېنیا په انګلیسي Republic of Kenya) په ختیخې افریقا کې پروت هیواد دی. چې پلازمېنه یې د نایروبی ښار دی. د یاد هیواد رسمی ژبي سواحلي او انګلیسي مساحت یې ۳۶۷'۵۸۰ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۹۱'۲۱۴'۵۲ میلیوتنه دی. د کینیا د پیسو واحد د کینیا شیلینګ (KSH) دی، نوموړی هیواد په ۱۲ د ډسمبر ۱۹۶۳م کال د خپل جمهوریت اعلان وکړ.
کینیا | |
---|---|
بیرغ | |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 0.1°شمال 38°ختيځ / 0.1; 38 [1] |
کښتنۍ سيمه | هندي سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 581309 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | نایروبی |
رسمي ژبې | سواحلي ژبه [2]، انګليسي ژبه [3] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۹۶۳ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 9 سلنه (۲۰۱۴)[4] |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | د کینیا شیلینګ |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | کيڼ [5] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | KE |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +254 |
کينيا چې په رسمي ډول د کينيا جمهوريت دی او په سواهيلي ژبه کې ورته (Jamhuri ya Kenya) وايي، په ختيځه افريقا کې يو هېواد دی. د خپل ۵۸۰۳۶۷ کیلو متر مربع (۲۲۴۰۸۱ ميل مربع) پراخوالي له مخې کينيا د نړۍ ۴۸ لوی هېواد دی. د ۲۰۱۹ ز کال په سرشمېرنه کې له ۴۷،۶ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره کينيا د نړۍ ۲۹ ګڼ نفوسه هېواد و. پلازمېنه او لوی ښار يې نايروبي دی، په داسې حال کې چې تر ټولو لرغونی او په اوس وخت کې دويم ستر ښار او لومړنۍ پلازمېنه يې د مومباسا (Mombasa) ساحلي ښار دی. د کيسمو ښار (Kisumu City) درېيم تر ټولو لوی ښار او همدارنګه پر ويکتوريا جهيل باندې يو کورنی بندر دی. نور مهم ښاري مرکزونه یې ناکورا (Nakura) او ايلډوريټ (Eldoret) دي. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې کينيا له نايجيريا او سويلي افريقا څخه وروسته په نيمه صحرايي افريقا کې درېيم لوی اقتصادي هېواد و. دا هېواد په شمال لويديځ کې د سويلي سوډان، شمال کې د ايتوپيا، ختيځ کې د سوماليا، لويديځ کې د يوګندا، سویل کې د تانزانيا او سویل ختيځ کې د هند له سمندر سره لګېدلی دی. د هېواد جغرافيه، نفوس او اقليم په پراخ ډول توپير لري، چې په ترتيب سره پر سړو واورو د پوښل شويو غرونو څوکو (لکه د کينيا پر غر “Mount Kenya” باندې Batian, Nelion او Point Lenana) څخه، چې شا او خوا ته يې پراخه ځنګلونه دي، په ختيځ کې د ژوو ژوند او حاصلخیزو کرنيزو ځمکو، د درز يا چاود شوې درې په برخو کې معتدله اقليمونه او په لږ حاصلخیزه شاړو او نيمه شاړو سيمو او بشپړ دښتو (لکه د چالبي او نايري دښتې Chalbi Desert and Nyiri Desert) کې وچ اقليمونه دي. [6][7]
د کينيا لومړني اوسېدونکي لکه د ننيو “Hadza” [توکم] وګړو غوندې، ښکاري راټولېدونکي وو. د مل لاسي صنعتونو او اسکليټي مادې د لرغون پېژندنې د نېټې ټاکنې له مخې د کيوشيټيک (Cushitic) ژبې ويونکي له ميلاد څخه مخکې د ۳۲۰۰ او ۱۳۰۰ کالونو تر منځ په لومړي ځل د کينيا په ټيټو سيمو کې استوګن شول، چې ياده سيمه د “Savanna Pastoral Neolithic” ټيټې خاورې په نوم يادېږي. د نيوليټيک ويونکو کليوالي وګړو (چې د کينيا د نيوليټيک ويونکو نيکونه دي) له ميلاد څخه نږدې ۵۰۰ کالونه وړاندې له ننني سويلي سوډان څخه کينيا ته کډوالي پيل کړه. د بانټو (Bantu) توکم وګړي له ميلاد څخه مخکې د ۲۵۰ او ۵۰۰ کالونو تر منځ د هېواد په ساحل او دننه کې مېشت شول. اروپايي اړيکه له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کالونه مخکې په پرتګالي سترواکۍ سره پيل شوه او د کينيا اغېزناک استعمار په ۱۹ پېړۍ کې د اروپا د کورنۍ سپړنې پر مهال پيل شو. معاصره کينيا په ۱۸۹۵ کې د بریتانوي سترواکۍ له لورې له رامنځته شوي قيموميت او په ۱۹۲۰ ز کال کې د پيل شوې وروستۍ کينيايي مستعمرې (Kenya Colony) څخه راپورته شوه. د انګليستان او مستعمرې تر منځ ګڼې شخړې د “Mau Mau” اوښتون (چې په ۱۹۵۲ کې پيل شو) او په ۱۹۶۳ ز کال کې د خپلواکۍ د اعلان لامل شوې. له خپلواکۍ څخه وروسته کينيا د ملتونو د ګډو ګټو غړې پاتې شوه. اوسنی اساسي قانون يې د ۱۹۶۳ کال د خپلواکۍ اساسي قانون پر ځای په ۲۰۱۰ ز کال کې تصويب شو. [8][9][10][11]
د هېواد د نظام ډول ولسمشريز ديموکراتيک جمهوريت دی، چې ټاکل شوي چارواکي په کې د ولس استازولي کوي او ولسمشر په کې د دولت او حکومت رئيس دی. کينيا د ملګرو ملتونو، د ملتونو د ګډو ګټو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، COMESA، د جزا نړيوالې محکمې او نورو نړیوالو سازمانونو غړې ده. د ۱۴۶۰ ناخالص ملي عايد په درلودلو سره کينيا د ټيټ منځني عايد اقتصاد دی. د کينيا اقتصاد د ختيځې او مرکزي افريقا تر ټولو ستر دی او نايروبي د سيمې په کچه د يو ستر سوداګريز مرکز په توګه خدمت کوي. کرنه يې تر ټولو لويه برخه ده. چای او قهوه يې نغد دوديز غله جات دي، په داسې حال کې چې تازه ګلان په کې چټک وده کوونکي صادرات دي. د خدمت صنعت په ځانګړي ډول چکر يا سياحت هم د اقتصاد يو ستر چلونکی دی. ياد هېواد د ختيځې افريقايي ټولنې د سوداګريزې ډلې غړی دی، که څه هم د نړیوالې سوداګرۍ ځينې سازمانونه دا هېواد د افريقا د ستر ښکر (Greater Horn of Africa) د برخې په توګه ډلبندي کوي. افريقا د کينيا د لېږد يا صادراتو تر ټولو ستر بازار دی، چې په دويم ګام کې اروپايي ټولنه ځای لري. [12][13][14][15][16][17]