ګابون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګابن چې رسمي نوم یې د ګابن جمهوریت دی د مرکزي افريقا په لودیځ لور کې پروت هیواد دی. د ګابن پلازمینه لیبرویل ښار او رسمی ژبه یې فرانسوي ده، یاد هیواد ۷۴۵'۲۶۷ کیلومتره مساحت او ۸۶۷'۴۵۴'۱ میلیونه وګړي لري. د پیسو واحد یې د مرکزي افریقا فرانک دی او په ۱۷ اګست ۱۹۶۰م کال یې له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړی.
ګابون | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 0.68333055555556°سويل 11.5°ختيځ / -0.68333055555556; 11.5 [1] |
کښتنۍ سيمه | اتلانتيک سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 267667 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | لیبرویل |
رسمي ژبې | |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۹۶۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 21 کلن |
بې کارۍ کچه | 20 سلنه (۲۰۱۴)[2] |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [3] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | GA |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +241 |
ګابن (/ɡəˈbɒn/) په رسمي ډول د ګابن جمهوريت دی، چې د مرکزي افريقا پر لويديځ ساحل باندې پروت هېواد دی. دا سيمه چې د استوا پر کرښه باندې پرته ده، شمال لويديځ ته يې استوايي ګينه، شمال ته يې کامرون، ختيځ او سوېل ته د کانګو جمهوريت او لويديځ ته يې د ګينه خليج پروت دی. نږدې ۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع (۱۰۰۰۰۰ ميل مربع) پراخوالی او د اټکل له مخې ۲،۱ ميليون وګړي يا نفوس لري. درې څرګندې سيمې لري: ساحلي درې، غرونه (مرکزي برخه کې کرسټال غرونه او چيلو ماسسېف “Chillu Massif”) او په ختيځ کې هواره او بې ونو دښته. د ګابن پلازمېنه او تر لوی ښار “Libreville” او رسمي ژبه يې فرانسوي ده.
ننني ګابن کې په اصل کې Pygmy وګړي استوګن شول، چې د Bantu توکم قبيلو د کډوالۍ له امله په پراخه ډول بې ځايه او جذب شول. په ۱۸ پېړۍ کې ګابن کې د يورنګو پاچاهۍ (Kingdom of Urungu) په نوم د Myeni ويونکو پاچاهي جوړه شوه. ياده پاچاهي په اصل کې د غلامانو د پېر او پلور له امله د يو پياوړي سوداګريز مرکز جوړېدلو وړ وه. يورنګو په ۱۸۷۰ لسيزه کې د غلامۍ پرېښودنه حس کړه. په ۱۹۶۰ کې له فرانسې څخه د خپلواکۍ له راهيسې د ګابن خپلواک دولت دري ولسمشران درلودلي دي. د ۱۹۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې دې هېواد يو ګڼ ګوندي نظام او يو نوی ديموکراتيک اساسي قانون وړاندې کړ، چې يو څه روڼ ټاکنيز بهير ته يې لاره هواره او زيات حکومتي بنسټونه يې سم يا اصلاح کړل.
ګابن له Mauritius, Seychelles, Botswana او سويلي افريقا څخه وروسته په سيمه کې د پينځم تر ټولو لوړ HDI او له Mauritius, Seychelles, Botswana او استوايي ګينه څخه وروسته د پينځم تر ټولو لوړ سړي سر عايد (PPP) ناخالص کورني محصول په درلودلو سره په نيمه صحارايي افريقا کې يو له نېکمرغه هېوادونو څخه دی، چې پراخه نفت او باندنۍ شخصي پانګه اچونې په ياده برخه کې مرسته کړې ده. د هېواد ناخالص کورنی محصول په ۲۰۱۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې په کلني ډول له ٪۶ څخه زياته وده وکړه. که څه هم د عايد په وېش کې د نابرابرۍ له امله، د نفوس د پام وړ برخه غريبه پاتې کېږي. [4]
ګابن په ولسي ادب (فولکلور) او د افسانو پوهه يا تاريخ کې بډايه هېواد دی. د کيسو يا داستانونو د ساتنې دودونه په کې ژوندي دي. لکه د Fangs وګړو تر منځ “mvett” او د Nzebis په منځ کې “ingwala” داستانونه. ګابن د مخ پټووني يا نقاب له امله هم پېژندل کېږي. لکه: n’goltang (Fang) او د “Kota” د ساتنځای څېرې.