ګارېت هوبارت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګارېت اګوستس هوبارت (د ۱۸۴۴ ز کال د جون له ۳ مې – د ۱۸۹۹ ز کال د نومبر تر ۲۱مې) پورې د متحده ایالاتو ۲۴م مرستیال ولسمشر و، چې د ۱۸۹۷ز کال نه تر ۱۸۹۹ ز کال پورې د خپلې مړینې تر وخته پورې دنده ترسره کړه. نوموړی د امریکا شپږم مرستیال ولسمشر و چې د دندې په اوږدو ګې له نړۍ سترګې پټوي. هوبارت د مرستیال ولسمشر له چوکۍ نه دمخه، د نیو جرسي یو اغېزمن سوداګر، سیاستوال او سیاسي فعال و.
ګارېت هوبارت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
هوبارت د نیو جرسي په لانګ برنچ کې د جرسي په ساحلي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې او د دې سیمې په ګاونډۍ مارلبورو سیمه کې لوی شو. هوبارت د رتګړز په کالج کې له زده کړو وروسته، د پیترسن د سیمې له مشهور وکیل، سقراط ټوټل سره یو ځای حقوق ولوستل. نوموړي هم له ټوټل سره زده کړې وکړه او هم یې د هغه له لورجیني سره واده وکړ. که څه هم نوموړي ډېر لږ د محکمو په کوټو کې پښه کېښوده، خو د شرکتونو د وکیل په توګه یې ډېره شتمني ترلاسه کړه.
هوبارت د سیمه ییز حکومت په چوکیو کې دنده ترسره کړه او وروسته يې په بریالیتوب سره د جمهوري غوښتونکي په توګه سیالۍ ته را ودانګل چې هم یې د نیو جرسي په عمومي مجلس کې خدمت وکړ، چې په دې ځای کې د مجلس رئیس و ټاکل شو او هم یې د نیو جرسي په سنا کې خدمت وکړ، چې په دې ځای کې نوموړی د مجلس رئیس شو. هغه د ګوند اوږد مهاله چارواکی و او د نیو جرسي هغه استازي چې د ۱۸۹۶ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ته تللي وو، پرېکړه وکړه چې هوبارت د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند کړي. د هوبارت سیاسي نظریاتو د مک کینلي له نظریاتو سره، چې و لسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو احتمالي نوماند و، ورته والی درلود. نیو جرسي په راتلونکو ټاکنو کې برخلیک ټاکونکی ایالت و، مک کینلي او د هغه نږدې سلاکار او راتلونکي سناتور مارک هانا پرېکړه وکړه چې کنوانسیون د هوبارت نوماندۍ ته اړ کړي. د ولسمشرۍ مرستیال نوماند د خپل ملګري د سرپوښلو کمپاینونو په بڼه هلې ځلې پیل کړې، که څه هم نوموړي د نیویارک ښار په دفتر کې په کمپاین کې ډېر وخت تیر کړ. مک کینلي او هوبارت ټاکنې و ګټلې.
هوبارت د مرستیال ولسمشر په توګه په واشنګټن کې ځان یوه مشهوره څېره څرګند کړ او د مک کینلي نږدې سلاکار و. د هوبارت غوره و ړتیا او ښه چلند د ولسمشر لپاره ارزښتناکه و، لکه څنګه چې د ۱۸۹۹ ز کال په نیمایي کې، کله چې د جګړې وزیر رسل الجر په دې پوه نه شو چې مک کینلي غواړي، هغه له دندې ګوښه شي، هوبارت الجر په نیو جرسي کې د دوبي خپل کور ته را وغوښت او نوموړي ته یې دا خبره څرګنده کړه، چې الجر واشنګټن ته له راستنیدو سره سم مک کینلي ته خپله استعفا وړاندې کړه. هوبارت د ۱۸۹۹ ز کال د نومبر په ۲۱ د زړه د ناروغۍ له امله د ۵۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي چوکۍ په ۱۹۰۰ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو په ټکټ کې د نیویارک د والي، تیوډور روزویلټ له خوا ډکه شوه.