![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f7/Mercator.jpg/640px-Mercator.jpg&w=640&q=50)
ګراردوس مرکاټور
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګراردوس مرکاټور (زوکړه: د ۱۵۱۲ زکال د مارچ ۵ مه – مړینه: د ۱۵۹۴ زکال د ډسمبر ۲مه ) فلانډر کونټي ته اړوند د ۱۶مې پېړۍ جغرافیه پوه، ستور پېژندونکی او نقشه اخیستونکی و. نوموړی په ۱۵۶۹ زکال کې د نوې طرحې له مخې د نړۍ د نقشې جوړولو له امله شهرت لري چې په هغو کې یې د سمندري تګ راتګ مسیرونه د ثابتو کرښو (rhumb lines، یا هغو کرښو پر مټ چې ټول نصف النهارونه د مساوي مورب زاویې له مخې قطع کوي) پر بنسټ رامنځته کړل – هغه نوښت چې اوس هم په سمندري نقشو کې ترې کار اخیستل کېږي.
ګراردوس مرکاټور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ځمکپوهنه [2]، شمېرپوهنه [2]، دينپوهنه [2]، فلسفه [2] ![]() |
لاسليک | |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
مرکاټور د کارتوګرافي یا نقشې جوړونې په تاریخ کې له پام وړ اغېزمنو مخکښانو څخه و. نوموړی د جیما فریسیوس او ابراهام اورتلیوس په خوا کې د نقشې جوړونې او جغرافیا د هالنډي مکتب د بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي. نوموړی همدارنګه د دغه مکتب تر ټولو مخکښ بنسټګر ګڼل کېږي. هغه په خپل وخت کې د ځمکې د کرې او نورو علمي وسایلو پام وړ جوړونکی و. له دې سربېره نوموړي له الهیاتو، فلسفې، تاریخ، ریاضي او د ځمکې د مقناطیسي میدان له بحث سره لیوالتیا لرله. همدارنګه نوموړی یو تکړه خطاط او حکاک و. نوموړي د خپلې دورې د نورو پوهانو پر خلاف ډېر لږ سفر کاوه او جغرافیايي پوهه یې له خپل کتابتون څخه چې زرګونه کتابونه او نقشې یې لرلې، ورته د راتلونکو میلمنو او له نورو پوهانو، چارواکو، مسافرینو، سوداګرو او سمندر مزلو سره په پراخه کچه (په شپږو ژبو) د لیکونو له تبادلې ترلاسه کړې وه. د مرکاټور لومړنۍ نقشې په لویو چوکاټونو کې په دیوالونو باندې د نصب کولو لپاره مناسبې وې، خو د خپل ژوند په دویمه نیمايي کې یې له ۱۰۰ څخه زیاتې نوې منطقوي نقشې په کوچنیو قالبونو کې تولید کړې چې د هغه په اطلس کې د صحافۍ لپاره مناسبې وې؛ هغه چې ۱۵۹۵ زکال کې یې جوړ کړ. دا لومړی ځل و چې د نړیوال اطلس کلمې د نقشو یوه کتاب ته نغوته کوله. له دې سره مرکاټور د نړۍ د خلقت، تاریخ او توصیف اړوند د کاسمولوژي په نامه رسالې لپاره خپل اطلس د نیولوژېسم په نامه یاد کړ نه دا چې هغه دې د نقشو یوه ساده ټولګه وبولي. نوموړي دغه کلمه د تیتان (د مورتانیا د پاچا) د اطلس د یادونې په موخه وکاروله چې ده هغه د جغرافیې لومړنی لوی عالم باله. [3][4]
مرکاټور خپل ډېری عواید د ځمکې او کایناتو څخه د جوړو کړو کرو څخه ترلاسه کړل. د شپېتو کلونو لپاره د هغه له خوا جوړې شوې کرې د نړۍ تر ټولو غوره نمونې ګڼل کېدې او تر دې کچې په پلور ورسېدې چې لا یې هم ګڼ شمېر نمونې پاتې دي. نوموړي همدارنګه د خپلو نور علمي وسیلو په ځانګړې توګه د اسطرلابونو او نجومي کړیو د جوړولو له امله شهرت درلود چې د ستور پوهنې د هندسې او فال لیدنې په برخه کې ترې ګټنه کېدله.
مرکاټور د جغرافیې، فلسفې، وقایع لیکنې او الهیاتو په برخو کې لیکنې وکړې. د هغه ټولې دیوالي نقشې د پریمانه متن په لرلو سره په ځانګړو ځایونو کې نصب شوې وې. د بېلګې په توګه هغه ته اړوند د ۱۵۶۹ زکال د نړۍ نقشه د ۵ زرو څخه زیاتو کلمو په لرلو سره په ۱۵ افسانو (fifteen legends) کې حک شوې ده. د ۱۵۹۵ زکال اطلس یې په شاوخوا ۱۲۰ پاڼو کې نقشې لرلې او همدارنګه یې د نقاشي شوو عناوینو پاڼې هم لرلې، خو ګڼ شمېر نورو پاڼو یې بیا د نړۍ خلقت او د ټولو هېوادونو توصیف انځور کړی و. د نوموړي د کرونولوژۍ نوملړ شاوخوا ۴۰۰ پاڼې لرلې او د (خلقت له مهاله یې) ځمکنۍ لړۍ، پام وړ سیاسي او پوځي پېښې، اتشفشانونه، زلزلې او کسوفونه په کې په تاریخي بڼه مشخص کړي و. نوموړي همدارنګه د انجیلونو او د زاړه تړون اړوند هم لیکنې کړې دي.
مرکاټور یو کلک عیسوي و او هغه مهال چې د مارتین لوتر پروتستانېزم مخ پر ودې و په یوه کاتولیک کورنۍ کې وزېږېد. هغه هېڅکله ځان لوتري وه نه ګڼه خو په ښکاره ډول یې د هغو ملاتړ کاوه او کاتولیک چارواکي یې په بدعت تورن کول؛ له شپږ میاشتني بند وروسته هغه جوړ خوشی شو. د ځورونې دغه دوره تر ټولو مهم عامل وګرځېد څو له کاتولیک لوون (لووین) څخه د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې د دویسبورګ ارامه ښار ته کډه وکړي چېرې چې نوموړي د خپل ژوند وروستي ۳۰ کلونه تېر کړل. والټر ګیم چې د مرکاټور ملګری او د هغه لومړنی ژوند لیک لیکونکی دی هغه یې په چلن کې ځیرک او د وګړو ترمنځ یې شوخ او خوشاله طبیعت لرونکی کس توصیف کړی چې له نورو پوهانو سره به په مناظره کې تر هر وخت ډېر خوشاله و. نوموړی تر خپلې مړینې پورې د خپلې دورې د نورو ټولو پوهانو په پرتله پرهېزګاره او د ډېرې مطالعې ترسره کوونکی و.