From Wikipedia, the free encyclopedia
ګوګلېلمو ګېوواني ماريا مارکوني، د مارکوني لومړی مارکيز [اشرافي وړ نوم] (زوکړه: ۱۸۷۴ د اپرېل ۲۵، مړينه: ۱۹۳۷ د جولای ۲۰) يو ايټالوي مخترع او برېښنايي انجنير و، چې د راډيوي څپې پر بنسټ د عملي بې سيم ټلګراف سيستم د جوړولو له امله پېژندل کېږي. دا د دې لامل شول، چې مارکوني ته د راډيو د لومړني رامنځته کونکي يا مخترع امتياز ورپه برخه شي او نوموړي د کارل فيرديناند براون سره په ګډه د بېسيم ټلګراف د ودې برخه کې د خپلو ونډو له امله، د فزيک برخه کې د ۱۹۰۹ز کال د نوبل جايزه تر لاسه کړه. [2][3][4][5][6][7][8][9][10]
ګوګلېمو مارکوني | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | برېښنايي انجنيري |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه [1] |
لاسليک | |
سمول |
مارکوني يو تشبث کونکی، سوداګر او په ۱۸۹۷ز کال انګليستان کې د بېسيم ټلګراف او اشارې شرکت “The Wireless Telegraph & Signal Company” بنسټګر هم و، چې د شرکت نوم وروسته په مارکوني شرکت “Marconi Company” بدل شو. په ۱۹۲۹ز کال کې مارکوني ته د ايټاليې د پاچا درېيم وېکتور ايمانويل له لورې د مارکيز اشرافي درجه ورکړل شوه او په ۱۹۳۱ زکال کې يې د يوولسم پاپ پايس “Pope Pius XI” لپاره د واتيکان راډيو “Vatican Radio” جوړه کړه.
مارکوني د ۱۸۷۴ز کال د اپرېل په ۲۵ د بولوګنا په پالازو ماريسکالچي په ايټالوي اشرافيت کې د ګوګلېلمو ګېوواني ماريا مارکوني په نوم وزېږېد، چې د ګيوسيپ مارکوني او د هغه د ايرلېنډۍ مېرمنې ان جېمسن دويم زوی و. پلار يې د پوريټا ټيرمي سيمې يو ايټالوي اشرافي ځمکوال و او مور يې د ايرلېنډ په وېکسفورډ سيممه کې د ډافني کلا “Daphne Castle” سيمې د اندريو جېمسن لور او د “Jameson & Sons” په نوم د وېسکي الکولي څښاک د تقطير کونکي ماشين د بنسټګر جان جېمسن لمسۍ وه. مارکوني د الفونسو په نوم يو ورور او د ليوګي په نوم يو مېرنی ورور هم درلود. د دوه کلنۍ او شپږ کلنۍ تر منځ، نوموړي او مشر ورور يې الفونسو، له خپلې مور سره په بيډفورډ انګرېزي ښارګوټي کې ژوند وکړ. [11][12][13][14][15]
مارکوني د يو کوچني په توګه ښوونځي کې ګډون ونه کړ او رسمي لوړو زده ته هم نه دی تللی. د دې پر ځای، نوموړي په کور کې له هغو خصوصي روزونکو څخه، چې د مور او پلار له لورې يې ګومارل شوي وو؛ کيميا، رياضيات او فزيک زده کړل. کورنۍ يې ورته په ژمي کې هغه مهال نور روزونکي هم وګومارل، چې د يو څه نرم اقليم لپاره يې پلان درلود، بولګونا پرېږدي او توسکاني يا فلورنس ته لاړ شي. مارکوني يادونه وکړه، چې يو مهم سلا ورکونکی پروفيسور وېسينزو روزا و، چې لېورنو “Livorno” سيمه کې د عالي ښوونځي د فزيک استاد و. روزا ۱۷ کلن مارکوني ته د فزيکي ښکارندو بنسټونه او همدا راز د برېښنا په اړه نوې نظريې وروښودلې. د ۱۸ کلنۍ په عمر او کله چې بېرته بولوګنا ته راغلل، مارکوني د بولوګنا پوهنتون “University of Bologna” له فزيکپوه اګسټو رېګي “Augusto Righi” سره اشنا شو، چې د هينريچ هرتز د کار په اړه يې څېړنه تر سره کړې وه. رېګي مارکوني ته اجازه ورکړه، چې پوهنتون کې ويناوو کې ګډون وکړي او د پوهنتون له لابراتوار او کتابتون څخه ګټه پورته کړي. [16][17][18][19][20]
مارکوني له ځوانۍ څخه د ساينس او برېښنا برخو سره لېوالتيا درلوده. نوموړي د ۱۸۹۰ز لسيزې په لومړيو کې د بېسيم ټلګراف (د برېښنايي ټلګراف خلاف، د سيمونو له تړلتيا پرته د ټلګراف پيغامونو لېږد) نظريې په اړه کار پيل کړ. دا يوه نوې نظريه نه وه؛ ګڼو پلټونکو او مخترعينو له ۵۰ کالونو راهيسې او ان د برېښنايي هادي، الکترو مقناطيسي انډکشن او د رڼا اشارې په کارونې سره يې د بېسيم ټلګراف ټيکنالوژۍ سپړلې او ان دا ډول سيستمونه يې رغول، مګر هيڅ يو يې په تخنيکي او سوداګريز ډول بريالی نه و ثابت شوی. په دې برخه کې د هينريچ هرتز له لورې يو نوی پرمختګ رامنځته شو، چې په ۱۸۸۸ زکال کې يې په ډاګه کړه، چې يو څوک کولی شي د جېمز کلرک ماکسوېل د کار پر بنسټ، الکترومقناطيسي وړانګه توليد او ومومي. په هغه وخت کې دا وړانګې په عمومي ډول د هرتز د څپو په نوم يادېدلې او اوس ورته په عمومي دول راډيوي څپې وايي. [21]
د فزيک ټولنه کې د راډيوي څپو په اړه ډېره لېوالتيا وه، مګر دا لېواتيا يوازې د هغې د پوهنيزې ښکارندې په برخه کې وه، نه د اړيکو د يوې لارې چارې په توګه د هغه د ځواک برخه کې. فزيکوپوهانو په عمومي ډول راډيوي څپې د رڼا د يوې نه لېدونکې بڼې په توګه ګڼلې، چې يوازې د ليدلارې په اوږدو کې يې تګ کولی شو او د څپې لړۍ يې د ليدلو وړ شته اشارې په څېر د بصري څنډې تر بريده ګڼله. په ۱۸۹۴زکال کې د هرتز مړينې د برتانوي فزیکپوه اوليور لوج “Oliver Lodge” له لورې د راډيوي څپو د لېږد او موندنې په اړه د څرګندونې او د اګسټو رېګي له لورې د هرتز د کار په کاړه د يوې مقالې په ګډون، د نوموړي د لومړنيو موندنو خپرې شوې کتنې وړاندې کړې. د رېګي مقالې د راډيوي څپو پر بنسټ د بېسيم ټلګراف سيستم په جوړولو کې د مارکوني لېوالتيا له سره تازه کړه، چې همدا لکيره د پلټنې هغه کرښه ده، چې مارکوني يادونه وکړه، چې نور اختراع کونکي داسې نه برېښېدل، چې هغه څارلی وی. [22][23][24]
مارکوني د ۲۰ کلنۍ په عمر د راډيوي څپو برخه کې د ازمايښتونو تر سره کول پيل کړل او د خپل کور زياتره توکي يې د خپل چوپړي مېګناني په مرسته، د کور بامبوټۍ کې ورغول، چې [کور يې] د ايټاليا په پونتيچيو کې د وېلا ګرېفوني سيمه کې و، چې اوس د ساسو مارکوني يوه اداري څېرمه يا فرعي څانګه ده. د مارکوني کار د هرتز د اصلي ازمايښتونو پر بنسټ و او د رېګي په وړاندیز سره يې له يو کوهيرر [سره نښلونکې وسيلې] څخه کار اخېستل پيل کړل، چې د فرانسوي فزيکپوه ايډوارډ برانلي د ۱۸۹۰ز کال د موندنو پر بنست يوه لومړنۍ موندونکې او د لوج ازمايښتونو کې کارېدلې وسيله وه، چې د راډيوي څپو پر وړاندې د راتللو پر مهال يې خپل مقاومت بدل کړ. د ۱۸۹۴ زکال اوړي کې، نوموړي يو پياوړی د خطر زنګ جوړ کړ، چې له يوې بټرۍ، نښلونکې وسيلې يا کوهيرر او برېښنايي زنګ څخه جوړ شوی و او هغه مهال له کاره ولوېده، چې د رڼا په واسطه توليد شوې راډيوي څپې يې [فضا ته] پورته کړې. [25]
د ۱۸۹۴ زکال ډسمبر کې يوه شپه ناوخته، مارکوني خپلې مور ته د راډيوي څپو لېږدونکې اله (راډيو ټرانسمېټر) او د لېږدول شويو څپو بېرته رانيونکې اله (ريسيور) وښود او دا يو داسې ترتيب و، چې د خونې په بله څنډه کې يې پر اوږدې څوکۍ باندې د ټلګرافي تکمې په کېکاږلو سره د زنګ غږ توليد کړ. نوموړي د خپل پلار په ملاتړ د ادبياتو لوستلو ته دوام ورکړ او د هغو فزیکپوهانو نظرونه يې غوره کړل، چې د راډيوي څپو په کارولو سره يې ازمايښتونه تر سره کول. هغه د لېږد وړ لېږدونکو او تر لاسه کونکو سيستمونو په څېر وسيلې جوړې کړې، چې له لرې واټن څخه يې کار کولی شو او په اړين ډول لابراتواري ازمايښت يې د اړيکو په ګټور سيستم باندې بدل کړ. مارکوني يو وظيفوي يا فعال سيستم رامنځته کړ، چې ګڼې برخې يې درلودې: [26][27][28]
مارکوني د ۱۸۹۵ زکال اوړي کې بولوګنا کې د خپل پلار ملکيت کې، خپل ازمايښتونه له کوره د باندې راوويستل. نوموړي له بېلابېل ډول او جوړښت انتن څخه کار واخېست، مګر ان له پرمختګونو سره سره يې وکولی شول، يوازې د يو نيم ميل په واټن يوه اشاره ولېږدوي، چې ياده کچه اوليور لوج په ۱۸۹۴ زکال کې د راډيوي څپو د لېږد د زيات نه زيات واټن په توګه اټکل کړی و. [29]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.