هايډروجن
From Wikipedia, the free encyclopedia
هایدروجن یو کیمیاوی عنصر دی چی اتومی نمبر یی ۱ دی. ددی عنصر سمبول یا نښه H ده. اوسط اتومی وزن یی ۱،۰۰۷۹۴دی. هایدروجن یو دهغه زیاتو او شته کیمیاوی عناصرو د ډلی څخه دی چی د فضا ۷۵ سلنه برخه یی جوړه کړی ده. اکثره ستوری په فضا کی د هایدروجن څخه جوړ شوی دی.
دهایدروجن تر ټولو مشهور او مهم ایزوتوپ protium دی او د 1H نښه سره ښودل کیږی. چی یو پروترون لری او نیوترون نلری. هایدرجن رنگ نلری. د گاز په حالت پیدا کیږی.