ارطغرل غازي
From Wikipedia, the free encyclopedia
Remove ads
ارطغرل یاهم ارطغرل غازي چي دعثماني ټولواکمنۍ (خلافت) دبنسټ ایښودونکي عثمان خان غازي پلار دی په دیارلسمه زیږدیزه پېړۍ کي یې ژوند درلود . دتاریخونو پربنسټ دارطغرل دپلار نوم سلیمان شاه وو البته په دې خبره کي ټول تاریخ پوهان یوه خوله نه دی اوځیني کسان دارطغرل دپلار نوم کندوالپ ښيي .
ارطغرل غازي د دیارلسمې زیږدیزي پېړي په دویمه نیمايي کي هغه مهال له خپلي قبیلې سره اوسنۍ ترکیې ته ولاړی کله چي په اسلامي نړۍ کي دمغولو تاړاک پیل سو او ارطغرل ددې لپاره چي خپل قوم له دغه تاړاکه څخه وژغوري دروم سلجوقي سلطنت ته یې پناه یووړ . سلجوقي سلطنت ته تر ننوتلو وروسته په لاره کي ارطغرل دوه فوځونه په جګړه ولیدل خونوموړی په دې نه پوهېدی چي دغه دواړه فوځونه دچادي ؟ تریوڅه وخت تم کېدلو وروسته کله چي ارطغرل غازي یولښکر په دوی کي ناتوانه ولیدی سمدستي یې دهغه مرستي ته ورودانګل اوپرځواکمن لښکر یې خونړي یرغل وکړچي ددې په پایله کي ځواکمن لښکرماته وخوړل او کمزوری لښکر وژغورل سو .
ترجګړې پای ته رسېدو وروسته ارطغرل پوه سوچي دکوم لښکر دوی مرسته کړي ده هغه دسلجوق واکمن علاءالدین کیقباد دی اوعلاءالدین چي دارطغرل له دغه مرستي څخه ډېر خوښ سوی وو نوموړي ته یې پخپله خاوره کي ځای ورکړ .
Remove ads
دارطغرل ژوند
دعلاءالدین کیقباد سره ترمرستي وروسته ارطغرل دسګوت په نوم سیمه ترلاسه کړه اوهلته له مېشت کېدوسره سم یې پر رومي سلطنت یرغلونه پیل کړه . ددې یرغلونو په پایله کي دختیځ رومي سلطنت یوشمېر ځمکي دارطغرل لاس ته ورغلې اود بیلجک سیمي واکمن مجبوره سوچي ارطغرل ته جزیه ومني . څرنګه چي ارطغرل په ټولو جګړوکي له ځان څخه ښه غیرت اوهمت وښود له همدې کبله سلجوقي واکمنو نوموړي ته نوري ځمکي هم په واک کي ورکړې او ارطغرل ددوی دملاتړي په حیث پاته سو . دعلاءالدین کیقباد ترمرګ وروسته کله چي غیاث الدین کیخسرو یوځل دخپلي واکمنۍ سرحدي سیموته ولاړی ارطغرل له خپل لوري ځیني ډالۍ ورکړې اوپه دې سره ددوی ملګرتیا نوره هم ټینګه سول .
Remove ads
دارطغرل وفات
ارطغرل په ۱۳۸۰، ۱۳۸۱ اویاهم ۱۳۸۸ زیږدیزکال کي داسي وخت له نړۍ سترګي پټي کړې چي تر۹۰ کلونو یې ډېر عمر درلود اوترمرګ وروسته یې په سګوت کي خاوروته وسپاره .
سرچینې
Wikiwand - on
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Remove ads