تبت
From Wikipedia, the free encyclopedia
Remove ads
تبت (Tibet) (چینایي ژبه: 西藏) په ختيځه اسيا کې يوه سيمه ده چې د تبتي لوړو سيمو زياته برخه، چې نږدې ۲۵۰۰۰۰۰ کيلو متره (۹۷۰۰۰۰ ميل مربع) کېږي، يې پوښلې ده. دا د تبتي خلکو دوديزه سيمه ده، ځينې نور قومونه هم دلته ژوند کوي، لکه: مونپا، تامانګ، کيانګ، شرپ او لوبا. اوس مهال په کې ځينې چينايي هان او هوی توکمونه هم ژوند کوي. تبت د ځمکې پر مخ تر ټولو لوړه سيمه ده، منځنی لوړوالی يې ۴۳۸۰ متره (۱۴۰۰۰ فوټه) دی. تبت چې په هماليه کې موقعيت لري ،تر ټولو لوړ غر يې د ايورسټ څوکه ده، دا د نړۍ تر ټولو لوړغر دی چې د سمندر له سطحې نه ۸۸۴۸.۸۶ متره (۲۹۰۳۲ فوټه) لوړوالی لري. [۱][۲][۳]
د تبت سترواکي په اوومه پېړۍ کې جوړه شوې ده. په نهمه پېړۍ کې خپل اوج ته رسېدلې، په دې مهال د تبت سترواکي د تبت له لوړو سيمو نه اوښتې وه، د مرکزي آسيا د تاريم له حوزې نه په لويديځ کې تر پامير پورې او په سويل ختيځ کې تر يونان او بنګار پورې غځېدلې وه، خو کله چې د دې سترواکۍ د وېش لړۍ پېل شوه، دا سترواکي په څو سيمو ووېشل شوه. د لويديځ او مرکزي تبت (Ü-Tsang) ډېره برخه لږ تر لږه تش په نامه د يو لړ تبتي دولتونو تر مشرۍ لاندې په لهسا شيګاتسه او يا د دې په شا او خوا سيمو کې سره متحد شوه. د خام او امدو ختيځو سيمو، تر ډېره بريده لرغونی سياسي نامتمرکز جوړښت وساته، چې د يو شمېر کوچنيو شاهزاده ګانو او قبيلو تر منځ وېشل کېدل، په داسې حال کې چې ډېری يې نېغ په نېغه د چين تر واکمنۍ لاندې وو او په پايله کې د دې سيمو ډېره برخه د چين د سيچوان او چينګهای سره ونښلول شوې. د تبت اوسنۍ پولې تر ډېره حده په اتلسمه پېړۍ کې جوړې شوې دي. [۴]
په ۱۹۱۲ز کال کې د چینګ د سلسلې واکمنۍ پر وړاندې د شينهای تر انقلاب وروسته، د چينګ سرتيري بې وسلې کړای شول او د تبت (Ü-Tsang) له سيمې و ايستل شول. دې سيمې بې له دې چې د چين د جمهوري دولت له خوا په رسمېت وپېژندل شي، په ۱۹۱۳ز کال کې خپلواکي اعلان کړه. وروسته لهاسا د چين د شيګنډ ولايت د لويديځې برخې واک په لاس کې واخيست. دې سيمې تر ۱۹۵۱ز کال پورې خپله خپلواکي وساتله، تر دې چې د چامدو په نښته کې تبت اشغال او د چين د خلکو جمهوريت سره الحاق شو، په ۱۹۵۹ز کال کې له يوه ناکام پاڅون وروسته د تبت پخوانی حکومت منحل کړای شو. نن ورځ چين د خپلواکې سيمې په توګه په لويديځ او مرکزي تبت واکمني کوي، په داسې حال کې چې ختيځې سيمې د سيچوان، چينګهای او نورو ګاونډيو ايالتونو اړوندې خپلواکې سيمې دي. د تبت د سياسي حيثيت او له هېواده بهر فعالو مرورو ډلو تر منځ کړکېچ شته. د معلوماتو پر بنسټ، په تبت کې فعالين نيول شوي او ځورول شوي دي.[۵][۶][۷][۸][۹]
که څه هم په وروستيو لسيزو کې ګرځندویي په تبت کې په يوه صنعت بدله شوې ده، بيا هم د تبت اقتصاد پر کرنه ولاړ دی، په تبت کې واکمن دين تبتي بودايي دین دی، د تبت په نورو دينونو کې Bön شامل دی چې بودايي ته ورته يو لرغونی دین دی، تبتي مسلمانان او د مسيحيانو لږه کي هم لري. تبتي بودايي دين پر هنر، موسيقۍ او د سيمې پر موسمي مېلو تر ټولو زيات اغېز لري. په تبتي ودانيو کې د چين او هندوستان اغېزې ښکاري، د تبت اصلي خوراکونه وريتې وربشې، د غويي غوښه او د کوچو چای دی.[۱۰]
Remove ads
نومونه
په تبتي ژبه کې د دوی نوم چې په ( Bod (བོད་) بڼه لېکل کيږي او معنا يې ده «تبتي لوړه اواره ځمکه»، په اصل کې يې د نوم معنا ده د لهسا په شا اوخوا کې مرکزي سيمه، اوسمهال په تبي ژبه کې د « Ü (དབུས)» په ډول ليکل کېږي. په معياري تبتي ژبه کې د «Bod» تلفظ په لاندې ډولونو شوی دی: په Tournadre غږيز ليکدود کې په « Bhö» ډول، په THL ساده شوي غږيز ليکدود کې د « Bö» په ډول او په تبتي پينيين کې د « Poi» په ډول. ځينې پوهان په دې باور دي چې تبت ته لومړۍ ليکلې اشاره د ايريتيارين سمندر د پيريپلس (له زېږد وروسته لومړۍ پېړۍ) د مصري-يوناني لرغوني باوتای په آثارو او په جغرافيه (بطلميوس، له زېږد وورسته دويمه پېړۍ) کې شوې وه، دا نوم د هند د جغرافيايي روايتونو د سنسکريت له « Bhauṭṭa» نه اخستل شوی نوم دی. [۱۱][۱۲]
د تبت قوم سيمې لپاره چينايي معياري نوم « Zangqu» دی، چې د کنايي په ډول د «شيګاتسه» په شا اوخوا کې د «تسانګ» نه اخیستل شوی دی، په داسې حال کې چې يو چينايي وروستاړی « qū» پسې زيات کړای شوی دی، چې معنا يې ده، «ډګر، ولسوالۍ، سيمه، ساتنه کول». دې ته له کتنې پرته چې دوی د کوم ځای دي، د تبت خلکو، ژبې او کلتور ته «زانګ» ويل کېږي، که څه هم جغرافيايي نوم « Xīzàng» ډېر ځله يوازې د تبت تر خپلواکې سيمې پورې محدود وي. د Xīzàng اصطلاح د چينګ د حکومت پرمهال د سترواک « Jiaqing» (۱۷۹۶-۱۸۲۰ز) په واکمنۍ کې جوړه شوې، په داسې حال کې چې د Zang پورې يې يو مختاړی «西» وتاړه چې معنا يې ده لويديځ.
په منځنيو پېړيو کې د تبت لپاره د چينايي ژبې تر ټولو پېژندل شوی نوم Tubo دی. دا نوم په لومړي ځل، په چينايي ژبه په اوومه پېړۍ کې د «土番» په بڼه او په لسمه پېړۍ کې د «吐蕃» په بڼه راڅرګند شوی (د تانګ زوړ کتاب، کوم چې سترواک يانګ سويي ته د تبتي پاچا نامري سونګتسن استازی تشرېح کوي ۶۰۸-۶۰۹ز). د هغه مهال په منځنيو چینايي ژبو کې، په هغه پېر کې پرې خبرې کېدې، دا نوم د ويليام ايچ باکستر له خوا په «土番» ډول جوړ شوی او تلفظ به يې په « thuX-phjon» ډول کېده، په «吐蕃» بڼه ليکل کېده چې تلفظ يې بيا په « thuX-pjon» ډول سره شوی دی (په دويم نوم کې X د شانګ د لهجې استازيتوب کوي.[۱۳]
له اوسنيو چينايي نومونو نه مخکې، تبت په دې نومونو هم نومول شوی دی:
- وسيګو.
- وسيزانګ
- ټوبوټو
- ټانګوټو
امريکايي تبت پېژندونکی اليوټ سپيرلينګ په چينايي ژبه کې د ځينو ليکوالانو د وروستيو ليکنو پلوي کړې ده چې د « Xizang» د کارولو پر ځای يې د «Tubote» ټکي د بيا تازه کولو هڅه کړې ده، په دې بنسټ چې د «Tubote» په ټکي کې په ډېر څرګند ډول د ټول تبت لوړې هوارې سيمې رانغاړي، نه يوازې د دې سيمې تبت خپلواکې سيمې.[۱۴]
د انګليسي ژبې د Tibet يا Thibet ټکي تاريخ اتلسمې پېړۍ ته ورګرځي. تاريخي ژبپوهان له دې سره موافق دي، چې « Tibet» په اروپايي ژبو کې پردی لغت دی او د سامي ژبې د Ṭībat يا Tūbātt (په عربي کې: طيبة، توبات) نه اخیستل شوي پردي لغات دي، چې په اصل کې د ترکي ژبې د « Töbäd » چې تحت اللفظي معنا یې ده «لوړه».[۱۵][۱۶]
Remove ads
ژبه
ژبپوهان په عمومی توګه تبتي ژبه د چينايي- تبتي ژبې د کورنۍ په تبتي- برمايي ژبه کې ډلبندي کوي، خو د تبتي او هماليايي ژبو تر منځ پولې ناڅرګندې دي. متيو کاپسټين وايي:
د تاريخي ژبپوهانو له لید سره سم، د سترو اسيايي ژبو په منځ کې تبتي تر ډېره بريده له برمايي سره ورته والی لري. په هماليايي سيمو کې له نورو اړوندو ژبو سره د دې دوه ژبو ډلبندي کول، د اسيا او چينايي- تبتي سرحدي سيمو په نورو سويل ختيځو لوړو سيمو کې، ژبپوهان دې پايلې ته رسېدلي دي چې، په دې سيمه کې د تبتي- برمايي ژبو کورنۍ شته. تر ټولو ډېره لانجمنه نظریه دا ده چې، تبتي- برمايي کورنۍ په خپله هم د يوې سترې کورنۍ برخه ده، چې چينايي-تبتي بلل کېږی او په دې ډول تبتی او برمایی زبط د چینایی زبط لرې تربورانې دی.[۱۷]
Remove ads
سرچینې
Wikiwand - on
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Remove ads