مادرید

From Wikipedia, the free encyclopedia

مادریدmap
Remove ads

مادرید د هسپانيې پلازمېنه او تر ټول ګڼمېشتی ښار دی چې شاوخوا ۳,۴ میلونه وګړي لري؛ خو په ټول مادرید کې بیا نږدې ۶,۷ میلیونه تنه ژوند کوي. دا د اروپايې اتحاديې تر ټولو دویم ستر ښار دی چې یواځې برلین ترې د ادارې محدودیتونو له امله مخکې دي. مادرید د اروپايې اتحاديې تر ټولو دویم ستر مساحت لرونکی پایتخت دی چې یواځې پاریس ترې وړاندې دی. د مادرید ښاروالي ۶۰۴,۳ کیلومترمربع (۲۳۳,۳ میله مربع) جغرافیوي سیمه تر پوښښ لاندې نیسي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

چټک مالومات مادرید, کينډۍ:اسپانیایي ...

مادرید د مانزانریس سیند پر غاړه او د ایبیرین ټاپووزمې په مرکزي برخه کې پروت دی. د هسپانیې (له ۱۵۶۱م کال راهیسې تقریباً پرته له انقطاع) او د مادرید د شاوخوا خپل واکو ټولنو (له ۱۹۸۳ کال راهیسې) د پلازمېنې ښار په توګه، مادرید همدا ډول د هېواد سیاسي، اقتصادي او کلتوري مرکز دی. د خلق د ګوند څخه جوزې لویس مارتینېز-المېدا د مادرید ښاروال دی. [۱۴][۱۵]

د مادرید ښاري تراکم په اروپايي اتحادیه کې تر ټولو ستر دویم کورنی ناخالص تولید لري او پر سیاست، تعلیم، ساعت تیرۍ، ژوندچاپېریال، رسنیو، فېشن، ساینس، کلتور او هنرونو يې اغېز د دې لامل شوی چې دا ښار د دنیا د یو له سترو نړیوالو ښارونو حیثیت ولري. د اقتصادي تولیداتو، د ژوندانه د لوړو معیارونو او بازار د کچې له امله، مادرید د ایبرین ټاپووزمې او سوېلي اروپا ستر مالي مرکز او مخکښ اقتصادي ښار دی. په دې ښار کې ګڼې سترې هسپانوي کمپني خپل مرکزونه لري، لګه، ټلیفونیکا (Telefónica)، ایبیریا (Iberia)، BBVA او FCC. پدې ښار کې د هېواد ټول بانکی فعالیتونه ترسره کېږي او د هسپانوي ژبې دا ښار تر ټولو ډېرې وېبپاڼې تولیدوي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ماډریډ کې د ملګرو ملتونو د نړیوال ګرځندوی سازمان (UNWTO)، د ایبېرو-امریکايي عمومي سکرتریت (SEGIB)، د ایبیرو-امریکايي ایالتونه (OEI) او د عامه منافعو د څارنې بورډ (PIOB) مرکزي دفترونه شتون لري. پدې ښار کې همدارنګه د هسپانوي ژبې تر ټولو ستر نړیوال تنظیموونکی او دودونکي هم موجود دي: د هسپانوي ژبې د اکاډمیو د انجمن کمېټه، د هسپانوي ژبې شاهي اکاډمي (RAE)، Instituto Cervantes او د بېړنۍ هسپانوۍ ژبې بنسټ (Fundéu BBVA). ماډریډ دغه برنامې هم تنظیم کړې دي: FITUR، ARCO، SIMO TCI او د ماډریډ د فېشن اونۍ. په ماډریډ کې په نړیواله کچه مشهور د فوټبال دوه کلبونه هم دي، ریال مادرید او اتلېتیکو مادرید. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

که څه هم په ماډریډ کې زیربناوې عصري بڼه لري، خو په کوڅو او ګاونډ کې يې لاهم تاریخ لیدل کېږي او احساسېږي. دا ځایونه يې د لیدلو وړتیا لري: پلازا مېور (Plaza Mayor)، د مادرید شاهي ماڼۍ، شاهي تیاتر او د ۱۸۵۰م کال بیارغول شول اوپېرا هاوس، Buen Retiro پارک، چې په ۱۶۳۱ کې يې بنسټ اېښودل شوی؛ د ۱۹مې پېړۍ د ملي کتابتون ودانۍ (په ۱۷۱۲ کې يې بنسټ اېښودل شوی دی) چې ځینې تاریخي هسپانوي ارشیفونه هم لري؛ ګڼ ملي موزیمونه او د هنر طلايي مثلث (Golden Triangle of Art)، چې په Paseo del Prado سیمه کې موقعیت لري او له دریو هنري موزیمونو څخه جوړ شوی دی: د پراډو موزیم، د رېنا سوفیا موزیم، د عصري هنر موزیم، او د تېسېن-بورنېمیسزا موزیم، چې د دوو نورو موزیمونو تکمېلونکی دی. د سیبیلیس ماڼۍ او چینه د ښار یوه له تلپاتې سمبولونو څخه دي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

Remove ads

د نوم اېښودنې لامل

د مادرید د ځای د نومونې د سرچینې پر سر بېلابېلې نظريې موجودې دي چې ټولې يې له تاریخ سره یو ځای د فونیټکي تکامل د بشپړې توضېح له امله ستونزې لري)، پدې مانا چې:[۳۱]

  • د سلتیک سرچینه (مادرید – ماګېتوریتوم؛ د -ریتو له رېښې سره چې د ګودر په مانا ده).[۳۲]
  • د عربي مجرا (د اوبو مجرا) یا مجریک د چینې په مانا.[۳۳]
  • د لاتین سرچینې د مضطرب (Mozarabic) تلفظ چې د اوبو د مجرا په مانا ده. [۳۲]

تاریخ

د مادرید کیسه ماقبل التاریخ ته ورګرځي او پدې سیمو کې د لرغون پېژندنې پاتې شوني شته دي: د Celtic Carpetani استوکنځي، رومان ویلاګانې، د سانتا ماریا دې لا المودېنا د کلیسا سره نږدې د ویسیګوت پاچاهي ماڼۍ او د کاسا دې کمپو، تېوان او ویکالوارو سره نږدې د ویسیګوت هدیرې. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

منځنۍ پېړۍ

Thumb
د مادرید د مسلمانانو دېوال یوه برخه. د ټولو دېوالو د نوملړ لپاره، وګورئ: د مادرید دیوالونه


په مادرید کې د جوړو شویو استوګنځایونو د شتون اړوند لومړنی تاریخ سند د مسلمانانو عصر ته رسېږي. د ۹مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، د قرطبې لومړي امیرمحمد د منزانارېس سیند سره نږدې پر یوه ټوټه ځمکه یو کلا جوړه کړه. دا کلا یوه له هغو کلاګانو څخه وه چې د الااندلس او د لېون او کاستیل د پاچاهیو د پولو تر مینځ پدې هدف جوړېدې چې تولیدو د مسیحي ښکېلاک څخه خوندي وساتي او همدا ډول دا چاره د مسلمانانو د هجومي بریدونو د پیل ټکی و. د ۱۱مې پېړۍ په لومړیو کې د قرطبې د خلافت د تجزیې څخه وروسته، مادرید د تولیدو (طلیطله) له طایفې سره یوځای شو. [۴۰][۴۱]

په ۱۰۷۹م کال کې د طلیطله طایفې د فتحو د پراخو جګړو په ترڅ کې، په ۱۰۸۳م کال کې مادرید د لیون او کاستیل د شپږم الفانسو لخوا ونیول شو، ځکه ده غوښتل چې دغه ښارګوټی د تولیدو ښار پر ضد د یوې هجومي اډې په توګه وکاروي، چې بیا يې یاد ښار په ۱۰۸۵ کې فتح کړ. د فتحې وروسته، مسیحیانو د ښار مرکز اشغال کړ او مسلمانان او یهودیان يې اطراف ته کډه کړل. مادرید، چې د الکالا (تر ۱۱۱۸ کال پورې د مسلمانانو په واک کې و) نږدې پروت دی، تر یوه وخته سرحدي سیمه پاتې شوه او څو ځله پرې د المرابطون د دورې پر مهال د لوټ او غلامانو نیولو په موخه برید شو او په ۱۱۱۰ کې يې دیوالونه ړنګ کړای شول. د اووم الفونسو په سلطنت کې، په ۱۱۲۳ م کال دا ښار (له پاچاهۍ سره تړلی) ویلا دې رېئالېنګو وبلل شو. د ۱۱۲۳م کال د اوتورګامېئېنتو منشو د مادرید او سیګوویا تر منځ د لومړي ځل لپاره واضح محدودې رامنځته کړې، چې نومونه يې وو پوئېرتو دې اېل بېروئېکو او پوئېرتو دې لوزویا. له ۱۱۸۸ څخه راپدېخوا، مادرید د یوه ښار حقونه ترلاسه کړل او د کاستیل په دربارونو کې يې استازولي درلوده. په ۱۲۰۲م کال کې، اتم الفونسو مادرید ته د خپلې ښاري شورا د تنظیم په موخه لومړی منشور ورکړ، چې بیا په ۱۲۲۲م کال کې د درېیم فردیناند له لوري پراخ شو. د ۱۳۴۶م کال د جنورۍ میاشتې په ۶مه نېټه، د دې ښارګوټي د ادارې سیسټم د یوولسم الفونسو لخوا یوې دوولس کسیزې شورا ته واړول شو. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د ۱۳مې پېړۍ له نیمايي څخه د ۱۴مې پېړۍ تر پایه پورې، د مادرید شورا د ریال دې منزانارېس قلمرو د کنټرول په موخه د سیګوویا شورا سره سیالي وکړه. دا ځواکمن ښارګوټی د سیرا دې ګوادارراما غرونو لړۍ په شمال کې پروت و، د نفوس د بیاځلي ډېرولو وړتیا يې درلوده او اقتصاد يې پر کرکیله ولاړ و. خو د مادرید ښارګوټی په کرنه کې کمزوری و او د نفوس د بیاځلي ډېرولو (repopulation) لږ وړتیا يې درلوده. د سیپولیدا د زوال څخه وروسته، د همدې غرونو په لړۍ کې شمال ته پرته یوه بله شورا، سیګوویا د ګوادارراما غرونو د سوېل یو ستر لوبغاړی شو، چې د لوزویا او مانزانارېس سیندونو په اوږدو کې يې د مادرید د شمال په لوري او د ګوادارراما سیند په اوږدو د لویدیځ په لوري پراختیا ومونده. [۴۶]

Remove ads

سرچينې

Loading related searches...

Wikiwand - on

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Remove ads