اتموسفیر
From Wikipedia, the free encyclopedia
اتموسفیر (atmosphere) (د لرغونې یوناني کلیمې له ἀτμός (atmós) 'بړاس، بخار'، او σφαῖρα (sphaîra) 'کره یا ګرد چاپېره محیط' نه اخیستل شوی) د ګاز یو پوړ یا قشر یا د ګازونو قشرونه دي چې یوه سیاره یا کُره پرې پوښل شوې وي او د سیارې د جاذبې قوې په واسطه په فضا کې ساتل کېږي. یوه سیاره هغه مهال اتموسفیر ساتي، کله یې چې جاذبه ډېره وي او د اتموسفیر د تودوخې ( حرارت) درجه ټیټه وي. د ستورو اتموسفیر د یوه ستوري هغه بهرنۍ سیمه ده، چې له مکدر یا غیرشفاف فوټوسفیر نه پورته قشرونه په کې شاملېږي. د ټیټې تودوخې لرونکي ستوري بیا ممکن بهرني اتموسفیرونه ولري، چې له مرکبو مالیکولونو نه جوړ وي.
د ځمکې اتموسفیر له نایتروجن (۷۸٪)، اکسیجن (۲۱٪)، ارګون (۰.۹٪)، کاربن ډای اکسایډ (۰.۰۴٪) او نورو کم پیدا ګازونو (trace gases) نه جوړ دی. ډېری ژوندي موجودات د تنفس لپاره له اکسیجن نه ګټه اخلي؛ برېښنا یا رعد و برق او باکتریا د امونیا تولید لپاره، چې د نیوکلیوټایډونو او امینو اسیدونو په جوړولو کې کارېږي، د نایتروجن فکسیشن یا تثبیت ترسره کوي، نباتات، اوبړۍ او سیانوباکتریا بیا د فوتوسنتز لپاره کاربن ډای اکسایډ کاروي. د اتموسفیر پوړیز یا قشري ترکیب د لمر د نور او وړانګو، د ماوراء بنفش (ultraviolet) وړانګو، لمریز باد او کیهاني وړانګو (cosmic rays) زیان رسوونکې اغېزې راکموي ،ترڅو ژوندي موجودات له ژنیتیکي زیان نه خوندي کړي. د ځمکې د اتموسفیر اوسنی جوړښت د ژوندیو موجوداتو له لوري د پلیواتوموسفیر (paleoatmosphere) د ملیاردونو کلونو بایوکیمیايي (biochemical) تغییر او ترمیم محصول دی.