ګرجستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګرجستان (ګرجي: საქართველო) په انګلیسي Georgia) په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري. ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې.
ګرجستان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 42°شمال 44°ختيځ / 42; 44 [1] |
کښتنۍ سيمه | تور سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 69700 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | تفلیس |
رسمي ژبې | ګورجي ، Abkhaz |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | مرکزي حکومت ، ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۲۵ ډيسمبر ۱۹۹۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [2] |
رسمي وېبپاڼه | |
د هيواد کوډ | GE |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +995 |
د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې ۷۰۰'۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰'۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې.
ګرجستان، په رسمي ډول د ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د ګرجستان جمهوریت، په دوو لویو وچو کې غځېدلی هېواد دی چې په قفقاز کې، د ختیځې اروپا او لوېدیځې آسیا په تقاطع ساحه کې پروت دی. له لوېدیځ لوري له تور سمندر، له شمال او ختیځ لوري له روسیې، له سویل لوري له ترکیې او ارمنستان او له سویل ختیځ لوري له آذربایجان سره پولې لري. مساحت یې ۶۹۸۰۰ کیلومتر مربع (۲۶۹۱۱ مایل مربع) دی او له اشغال شویو سیمو پرته، ۳۷ مېلیونه وګړي لري. ګرجستان د استازوندویې ولسواکۍ یا غیرمستقیمې ولسواکۍ سیاسي نظام لري چې د یومجلسه پارلماني جمهوریت له خوا اداره کېږي. تفلیس يې پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس په کې مېشت دی. [3][4][5][6][7][8]
د کلاسیکې زمانې په اوږدو کې څو خپلواکې پاچهۍ ،لکه: کولکیس او ایبریا په اوسني ګرجستان کې رامنځته شوې. ګرجستانیانو د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې رسماً عیسویت ومانه چې د ګرجستان د لومړنیو دولتونو په دیني او سیاسي یووالي کې یې مرسته وکړه. په منځنیو پېړیو کې د ګرجستان متحدې پاچهۍ راڅرګندې شوې او د ۱۲ او ۱۳ پېړیو په لومړیو کې د پاچا ودانوونکي ډېویډ او سترې ملکې تامار د واکمنۍ پرمهال خپل زرین دوران ته ورسېد. له هغې وروسته، پاچهۍ زوال وکړ او په پای کې د بېلابېلو سیمه ییزو قدرتونو، لکه: د مغولیانو، عثماني سترواکۍ او د فارس د سترواکۍ د پرله پسې کورنیو تر واک لاندې ټوټې شوه. د ګرجستان یوې پاچهۍ د روسیې سترواکۍ سره په ۱۷۸۳ ز کال کې یو تړون وکړ، چې د ۱۹ مې پېړۍ په اوږدو کې یې په تدریج سره د عصري ګرجستان د خاورې یوځای کولو ته دوام ورکړ.
په ۱۹۱۷ ز کې د روسیې له انقلاب وروسته، ګرجستان د آلمان تر ساتنې لاندې د یوه خپلواک جمهوریت په توګه راڅرګند شو. ګرجستان له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۲۲ ز کال کې په زور ضمیمه شو او د پنځلسو بنسټګرو جمهوریتونو څخه یو شو. په ۱۹۸۰ ز کلونو کې، د خپلواکۍ یو غورځنګ راڅرګند شو او په چټکۍ سره یې وده وکړه، چې د ۱۹۹۱ ز کال په اپریل کې د شوروي اتحاد څخه د ګرجستان د جلا کېدو لامل شو. په زیاتره راتلونکو لسیزو کې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ګرجستان له اقتصادي ناورین، سیاسي بې ثباتي، توکمیزې جګړې او په آبخازیه او سوېلي اوستیا کې یې له بېلتون غوښتونکو جګړو سر مخامخ شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې د ګلاب سپین (بې وینې) انقلاب څخه وروسته، ګرجستان لوېدیځ پلوه بهرنۍ تګلاره په کلکه خپله کړه. په اروپایی اتحادیه او ناټو کې د یوځای کېدو په موخه یې یو لړ دیموکراتیک او اقتصادي اصلاحات وړاندې کړل. لوېديځ ته د دغه هېواد تمايل د دې لامل شو چې ډېر ژر يې له روسيې سره اړيکې خرابې شي، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې په يوه ځای کې د يوې لنډې جګړې لامل هم شو.[9]
ګرجستان یو پرمختلونکی هېواد دی، چې د بشري پراختیا په شاخص کې "ډېر لوړ" طبقه بندي شوی. له خپلواکۍ راهیسې اقتصادي اصلاحات د لوړې کچې اقتصادي آزادۍ او د سوداګرۍ د آسانتیا، همدارنګه د فساد د شاخصونو، بې وزلۍ او د بېکارۍ د کموالي لامل شول. په نړۍ کې یو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې بنګ یې قانوني کړل او په نړۍ کې یوازینی پخوانی سوسیالیست دولت شو چې دا کار یې وکړ. دا هېواد په اروپا او آسیا کې د نړیوالو سازمانونو لکه د اروپا شورا، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، یورو کنټرول (په اروپا کې د هوایي چلند د خودیتوب سازمان)، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک، د دری ګونې ټولنې او د ولسواکۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د GUAM سازمان غړیتوب لري.