From Wikipedia, the free encyclopedia
د ماغزو تومور (انگریزي: Brain tumor) د حجرو یوه کتله ده چی په غیرضروري ډول او په غیر نورماله توگه وده کوي. د ماغزو د تومورونو د نښو شدت او منفي اغیزی دی پوری اړه لري چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري. د ماغزو د تومورونو د پیښو خطر د ۱۲ کلنی څخه مخکې او ۴۰ کلنی څخه وروسته ډیره ده.
د ماغزو تومور د حجرو یوه کتله ده چی په غیرضروري ډول او په غیر نورماله توگه وده کوي. دا تومورونه کیدای شي سلیم او یا خبیث وي. سلیم تومورونه ډیر ورو وده کوي او په ډیرو نادرو حالاتو کې د ماغزو نورو برخو او یا د بدن نورو غړو ته خپریږي. خبیث تومورونه په چټکی سره وده کوي او د ماغزو بیلابیل جوړښتونه تر یرغل لاندی نیسي.
د ماغزو خبیث تومورونه د ماغزو د سرطان په نامه یادیږي سره ددی چی د ماغزو د سرطان ټول ډولونه د سرطان ټولی ځانگړتیاوی نلری لکه د بدن نورو غړو ته د سرطانی حجرو خپریدنه خو د کولای شي د ماغزو په دننه کې بیلابیلو برخو ته خپور شي او د بدن نورو غړو ته يي د خپریدو امکان ډیر کم دی.
د ماغزو د تومورونو یوه ځانگړتیا چی د نورو تومورونو څخه توپیر لري داده چی د ماغزو تومورنه د کوپړی به دننه کې پیداکیږي چی دا کار دوی ته د زیاتی ودی امکانات کموي او په ماغزو باندی فشار زیاتیږی. په سلو کې ۴۰-۴۴ د ماغزو تومورونه سلیم دي.
دا دی پوری اړه لري چی آیا تومور په لومړني ډول د ماغزو د حجرو څخه سرچینه اخیستی او یا داچی ماغزو ته د بدن د نورو برخو د سرطاني حجرو د خپریدو یا میتاستازس (Metastasis) څخه سرچینه اخیستی.
د ماغزو میتاستازي سرطان هغه وخت پیدا کیږي چی د بدن نورو برخو څخه سرطاني حجری د ماغزو ته خپور شي لکه د سږو او تیونو د سرطان خپریدل و ماغزو ته. د تعریف له مخی ټول میتاستازي تومورونه خبیث تومورونه دي. د لومړني تومورونو(هغه تورونه چی میتاستازي ندي او په لومړني توگه د ماغزو د حجرو څخه سرچینه اخلي) اسباب کره ندي چی دا کار د تومور مخنیوی د ستونزی سره مخامخ کوي.
د ماغزو تومورونه دوه ډوله نښی او اعراض منخته راوړي:
په بدن باندی د تومورونو د عمومي اغیزو نښی تر ډیره د یو ډول دروند او وقفوي سرخوږی سره پیليږي-ډیری ناروغان د ناروغی په ټوله موده کې سرخوږی لري. دا ډول سرخوږی د سهار له خوا، د فزیکي تمریناتو په وخت او یا په ناڅاپي ډول د بدن د پوزیشن د بدلولو سره نور هم شدت مومي. اختلاجات (د مرگي پشان حملی) هم منځته راتلای شي چی لامل يي د ماغزو په حجرو کې د بریښنايي فعالیتونو گډوډیدل دی.
د تومور وده ددی لامل گرځي چی د کوپړی په دننه کې فشار زیات شي او دا ددی سبب گرځي چی زړه بدوالی، خوبجن حالت او د سترگو په لید کې ستونزه پیداشي. همدارنگه سرخوږی او رواني ناروغی هم د تومور د ودی له امله منځته راخي. په ناڅاپي توگه په ماغزو باندی د فشار زیاتوالی د بی هوښی سبب گرخي چی دا بیړنۍ درملنی ته اړتیا لري. ځینی نښی او اعراض دی پوری اړه لري چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري. نښی نښانی او نوری ستونزی د ماغزو دهمغی برخی د دندو د گډوډیدو له امله منځته راځي کوم چی د توموري حجرو تر یرغل لاندی راغلی دي.
عمر (د ۱۲ کلنی څخه مخکې او ۴۰ کلنی څخه وروسته) پکې رول لري. او نور فکتورونه په لاندی ډول دي:
د ماغزو د پړسوب د کمولو لپاره کیدای شي سټیرایدونه (Steriods) ورکړل شي. د اختلاجاتو (مرگي ډوله حملی) د قابو کولو لپاره هم درمل ورکول کيږي. که چیری د جراحی پوسیله د تومور د ټولو برخو ایستل گران وي نو کیموتراپی (د کیمیاوی موادو پوسیله د سرطاني حجرو وژل) او راډیوتراپی ورکول کیږي. هغه ناروغان چی د تومور له امله په رواني اوفزیکي ستونرو اخته کیږي، ددوی په درملنه کې احیای مجدد یا ریهب (Rehabilitation) د پام وړ رول لري.
د ماغزو د تومورونو پایلی بیلابیلو فکتورونو پوری اړه لري. دی پوری اړه لری چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري او د تومور کومه بڼه (سلیم که خبیث) ده. خو دا باید په یاد ولری چی که سلیم تومور د ماغزو په یوه خطرناکه او حیاتي ځای کې قرار ولري کیدای شي نسبت هغه خبیث تومورونو ته چی نسبتاً بی ضرره ځای کې موقعیت ولري، ډیر وژونکی وي. د امریکی او برتانیی د دماغی تومور کمپاین کوونکي وايي چی د ماغزو د تومورونو په برخه کې باید پراخی څیړنی ترسره شي. څیړنی په دوو برخو کې ترسره کیدای شی:
داسی هیلی شته چی په راتلونکي کې به د ماغزو تومورونه د ځانگړو تابلیتونو او جین (Gene) پوسیله تداوي شي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.