د پولنډ دویم جمهوریت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د پولنډ دویم جمهوریت، چې هغه مهال د پولنډ جمهوریت په نوم یادېده، د ۱۹۱۸ او ۱۹۳۹ ز کلونو تر منځ په مرکزي او ختيځه اروپا کې پروت هېواد و. دا هېواد په ۱۹۱۸ زکال کې تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د بدلونونو په بهیر کې رامنځته شو. دویم جمهوریت په ۱۹۳۹ ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې پولنډ د سلواک جمهوریت، شوروي اتحاد او نازي المان تر یرغل لاندې راغی چې د دویمې نړيوالې جګړې د تیاتر پیل په نښه کوي.
دویم جمهوریت په ۱۹۳۸ز کال کې د اروپا شپږم لوی هېواد و. د ۱۹۲۱ کال د سرشمېرنې پر بنسټ یې د وګړو شمېر ۲۷.۲ میلیونه کسان و. تر ۱۹۳۹ کال پورې د دویمې نړیوالې جګړې له پیل څخه مخکې دا شمېره ۳۵.۱ میلونه کسانو ته لوړه شوه. د نفوسو نږدې یو په درېیمه برخه د اقلیتونو ډلې وې چې: ۱۳.۹ سلنه روټينیان، ۱۰ سلنه اشکانزي یهودیان؛ ۳.۱ سلنه بېلاروسیان؛ ۲.۳ سلنه المانیان، او ۳.۴ سلنه چېکیان او لېتوانیایان وو. په همهغه وخت کې د پاموړ شمېر پولنډيانو د دې هېواد له پولو څخه بهر ژوند کاوه.
هغه مهال چې تر څو سیمهییزو نښتو وروسته، په ۱۹۲۲ ز کال کې د دې ۹هېواد پولې وروستۍ(نهايي) شوې، چېک سلواکیا، جرمني، د دانزیک ازاد ښار، لېتوانیا، لېتوني، رومانیا او شوروي اتحاد د پولنډ ګاونډیان وو. دا هېواد د ساحلغاړې د یوې لنډې تړانګې له لارې د ګېډنیا ښار له دواړو لورو چې د پولنډ د کرېدور په نوم پېژندل کېږي د بالتیک سیند ته لار درلوده. پولنډ د ۱۹۳۹ کال د مارچ او اګست تر منځ د مجارستان د سابکارپاتیا له قومندانۍ سره هم ګډه پوله درلوده. د دویم جمهوریت سیاسي شرایط په شدید ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې د پایلو او ګاونډيو هېوادونو سره د نښتو او همدارنګه په جرمني کې د نازیزم تر اغېز لاندې وو.
دویم جمهوریت منځنۍ اقتصادي پراختیا خوندي کړه. د پولنډ فرهنګي مرکزونه د پولنډ – ورشو، کراکوف، پوزنان، وېلنو او لوو د جګړو په بهیر کې په لویو اروپايي هېوادونو او د نړیوالو پوهنتونونو او لوړو زدهکړو د ګڼو نورو مرکزونو په ځایونو بدل شول.