سيمه
From Wikipedia, the free encyclopedia
په جغرافيه کې سيمو ته ناحيه، ځمکه يا قلمرو هم وايي او هغه سيمې دي، چې د فزيکي ځانګړتياوو (فزيکي جغرافيې)، د انساني اغېزې د ځانګړتياوو (انساني جغرافيې) او د چاپيريال او انسانيت د تعامل (چاپيريالي جغرافيې) له مخې په پراخ ډول وېشل شوي دي. جغرافيوي سيمې او فرعي سيمې زياتره وختونه د دوی په ناسم ډول راپېژندل شويو او ځيني وختونو له انساني جغرافيې څخه پرته د بې پايښتنه پولو له مخې تشرېح شوي دي، چې په انساني جغرافيه کې قانوني سيمې لکه ملي پولې په قانون کې معرفي شوي دي.
له نړيوالو براعظمي سيمو سربېره هايدروسفيريک (اوبه ييزې) او اتموسفيريک (هوايي) سيمې هم شته، چې سمندرونه او له ځمکې څخه پورته بېل اقليمونه او د سيارې د اوبو کتلې پوښي. د ځمکې او اوبو نړيوالې سيمې په فرعي يا څېرمه سيمو باندې وېشل شوي دي، چې په جغرافيوي ډول د لويو جيولوژيکي جسمونو په واسطه راچاپېر شوي دي، چې د دښتو او منظرو په شان لويو چاپيريال پوهنو باندې اغېز کوي.
د سيمو مفهوم د فضايي سيمو د تشرېح کولو د يوې لارې په توګه مهم دی او د جغرافيې په زياتو څانګو کې په پراخ ډول کارول کېږي، چې هر يو يې په سيمه ييزو اصولو کې سيمې تشرېح کولی شي. د بېلګې په ډول: چاپيريالي سيمه يا “ecoregion” هغه اصطلاح ده، چې په حياتي جغرافيه کې کارول کېږي... د جغرافيې هغه څانګه چې په خپله سيمې څېړي، سيمه ييزه جغرافيه ورته وايي.
د فزيکي جغرافيې، ايکولوژي، حياتي جغرافيه، د ژوي جغرافيې او چاپيريالي جغرافيې په برخو کې سيمې پر طبيعي بڼو لکه ايکوسيستمونو، “biotopes”، “biomes”، “drainage basins”، طبيعي سيمو، د غرونو لړيو او د خاورو ډولونو باندې د تکيه کولو ميلان لري. تر کومه ځايه چې په انساني جغرافيې پورې اړه لري، سيمې او څېرمه سيمې د توکونو د پوهنيزې څېړنې د لارې چارې په واسطه روښانه کېږي.