لوګزامبورګ
شمال لوېديځې اروپا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
لوګزامبورګ (/ˈlʌksəmbɜːrɡ/ LUK-səm-burg؛ په لوګزامبورګي کې: Lëtzebuerg [ˈlətsəbuəɕ];؛ په فرانسوي کې: لوکزمبورګ؛ په آلماني کې: لوکزمبرګ)، په رسمي توګه د لوګزامبورګ لویه دوچي، د لوېدیځې اروپا په وچه کې بند هېواد دی. دا هېواد له لوېدیځ او شمال څخه له بلجیم، له ختیځ څخه له آلمان او له سوېل څخه له فرانسې سره ګاونډی دی. پلازمېنه او ترټولو لوی ښار یې، لوګزامبوګرګ، (له بروکسل، فرانکفورټ او سټراسبورګ) سره یوځای د اروپایي ټولنې یو له څلورو رسمي پلازمېنو څخه دی او په هغه کې د اروپایي ټولنې ګڼ شمېر اژانسونو مرکزونه، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمه، چې ترټولو لویه قضایي اداره ده، شتون لري. د لوګزامبورګ کلتور، خلک او ژبه په شدت سره د هغه د فرانسوي او آلماني ګاونډیانو سره تړلې دي. په داسې حال کې چې لوګزامبورګي ژبه له قانوني اړخه د لوګزامبورګ د خلکو یوازنۍ ژبه ده، فرانسوي او آلماني ژبه هم په اداري او قضایي چارو کې کارول کېږي او درې واړه د هېواد اداري ژبو په توګه حسابېږي.[6][7][8][9][10][11]
لوګزامبورګ | |
---|---|
[[بیرغ کينډۍ:اسم الصفحة|بیرغ]] | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 49.77°شمال 6.13°ختيځ / 49.77; 6.13 [1] |
کچه | 2586.36 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | د لوګزامبورګ ښار |
رسمي ژبې | لوګزامبورګي ژبه ، فرانسوي ژبه ، جرمني ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۸۱۵ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر لږ تر لږه | 18 کلن |
د بې کارۍ کچه | 6 سلنه (۲۰۱۴)[3]
6.3 سلنه (۲۰۲۱)[4] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | ېورو |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [5] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | LU |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +352 |
لوګزامبورګ له ۲۵۸۶ کیلومټر مربع (۹۹۸ مایل مربع) مساحت سره د اروپا یو له کوچنیو خپلواکو هېوادونو څخه دی. په ۲۰۲۲م کال کې، د هغه نفوس ۶۴۵۳۹۷ کسه وو چې هغه په اروپا کې په یو کم نفوسه هېواد بدلوي، البته د نفوسو له چټکې ودې سره؛ بهرنیان د دې هېواد کابو نیم نفوس جوړوي. لوګزامبورګ یوه استازې ډیموکراسي ده چې د یوه مشروطه پاچا، لوی ډوک هنري، لخوا رهبري کېږي او هغه یې په نړۍ کې په یوازني پاتې خپلواک لوی ډوک بدلوي. دا پرمختللی هېواد له پرمختللي اقتصاد سره په نړۍ کې د ناخالصه کورني تولید (PPP) له نظره ترټولو مخکې دی. د لوګزامبورګ ښار د پراخو قلعو او تاریخي سیمو استثنایي ساتنې له امله په ۱۹۹۴م کال کې د یونسکو نړیوال میراث په توګه اعلان شو.[12][13][14][15][16]
د لوګزامبورګ تاریخ په ۹۶۳م کال کې پیلېږي، کله چې کنټ زیګفریډ ټرایر ته نږدې یوه ډبرینه قله او په هغه کې د رومیانو د عصر قلعې، چې په لوسیلینبورهوک «کوچنۍ قلعه» نامتو وې، او د هغه شاوخوا سیمه د سنټ ماکسمین له امپراتورۍ څخه ونیول. د زیګفریډ لمسیانو خپل قلمرو د ودونو، فتحې او تسلط له لارې پراخ کړ. د دیارلسمې پېړۍ په پای کې، د لوګزامبورګ کنټونو د پام وړ پراخې سیمې باندې حکومت وکړ. په ۱۳۰۸م کال کې د لوګزامبورګ کنټ، اووم هنري د رومیانو پاچا او وروسته د سپېڅلي روم امپراتور شو؛ د لوګزامبورګ کور د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د سپېڅلي روم څلور امپراتوران تولید کړل. په ۱۳۵۴م کال کې، څلورم چارلز دا ښارګوټی د لوګزامبورګ دوچي ته لوړ کړ. دا دوچي بلاخره د بورګونډي دایرې یوه برخه وګرځېد او وروسته د هالنډ د هابسبورګ له ۱۷ ایالتونو څخه یو شو. د پېړیو په اوږدو کې، د لوګزامبورګ شار او قلعه – چې د فرانسې سلطنت او هابسبورګ قلمرو په منځ کې د هغه د موقعیت له امله له لوړ سټراټېژیک ارزښت څخه برخمن وو – په تدریج جوړ شو ترڅو په اروپا کې یو له نامتو قلعو څخه وشمېرل شي. لوګزامبورګ د څوارلسم لوئي فرانسې او د ماریا ترزا اتریش پورې له تړل کېدو وروسته، د فرانسې لومړني جمهوریت او ناپلیون امپراتورۍ یوه برخه وګرځېد.[17][18][19][20][21][22][23][24]
د لوګزامبورګ اوسنی ایالت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۱۵م کال کې د وین کانګرس کې رامنځته شو. لوی دوچي، له خپلې پیاوړې قلعې سره، د هالنډ د لومړي ویلیام تر شخصي حاکمیت لاندې په یو خپلواک ایالت بدل شو ترڅو له پروسیایي ګارنیزون سره یوځای د فرانسې له برید څخه ساتنه وکړي. په ۱۸۳۹م کال کې، د بلجیم انقلاب ګډوډیو څخه وروسته، د لوګزامبورګ یوازې فرانسوي ژبې برخه بلجیم ته ورکړل شوه او لوګزامبورګي ژبې برخه (له آرلرلنډ، د آرلون سیمې شاوخوا پرته) د لوګزامبورګ په اوسني ایالت بدل شو.[25][26][27]
لوګزامبورګ د اروپایي ټولنې، OECD، ملګرو ملتونو سازمان، ناټو او بنلوکس یو له موسسو غړو څخه دی. دې هېواد د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې خدمت وکړ. له ۲۰۲۲م کال راهیسې، د لوګزامبورګ ښاریان ۱۸۹ هېوادونو ته پرته له ویزې یا په راتلو سره د ویزې ورکړې له اسانتیاوو برخمن وو او د لوګزامبورګ پاسپورټ له فنلنډ، ایټالیا او اسپانیا سره یوشان د نړۍ دریم ځای خپل کړ.[28][29][30][31][32]