From Wikipedia, the free encyclopedia
هالنډ(په هالنډي Nederland په انګلیسي The Netherlands یا Holland) د هالنډ د شاهی نظام اصلی برخه ده چی د اروپا په شمال لویدیځ کی پرته ده. په مرکزی امریکا کی اروبا (په انګلیسی Aruba او نیدرلندز انتلن په انګلیسی Netherlands Antilles) د هالنډ په شاهی حکومت پوری اړه لری او ددی حکومت یوه برخه جوړوی. هالنډ څه دپاسه شپاړسنیم میلیونه وګړي لری. په منځنیو پیړیو کی یې د وګړیو ډیری برخه کاتولیک او پروتستان و جوړوله خو نن ورځ د اروپا تر ټولو بی دینان ملک دی. (ډیری خلک یی دین نه منی) د هالنډ پلازمینه امسټرډام دی خو دولتی چاری وزارتونه او بهرنی سفارتونه زیاتره په (دن هاخ) (په هالنډي Den Haag) کی استوګن دي. دلیل یې هم دا دی چی امستردام یو تجارتی او د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ښار دی او دولت نه غواړی چی دا تاریخی ښار یوه سیاسی څیره ځان ته غوره کړی.
هالنډ | |
---|---|
بیرغ | نښان |
Location of the Netherlands | |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 52.316666666667°شمال 5.55°ختيځ [1] |
پراخوالی | 37378 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | |
رسمي ژبې | هالنډي ژبه [3] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۹ جنوري ۱۷۹۵ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 3.8 سلنه (۱ اکتوبر ۲۰۱۸)[4] |
اوسط عاید | |
نور مالومات | |
پیسې | ېورو |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
|
تګلوری | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +31 |
د هالند 16.515.057 وګړي په 41.526 کیلومترمربع ځمکه (چی له هغی جملی نه اتلس سلنه یی اوبه دی) استوګن دی چې یو له ډیر میشت وګړو ملکونو څخه شمیرل میږي چې په هر کیلومتر مربع کې (397 تنه میشت دي. د (نیدرلنډ) لغوی مانا (ټیټ ملک) ده. د هالنډ ډیریه برخي د سمندر له سطحی نه ټیټ دي او د بندونو په مرسته یی وچ ساتلی دی. په دی مانا چې که چیری دا بندونه نه وی نو د هالنډ تر ټولو ښایسته ښارونه او تجارتی او صنعتی سیمی تر اوبو لاندی دي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.