هواپوهنه
د اتموسفیر ساینس یوه څانګه چې ډیری یې د هوا د وړاندوینې په اړه څیړنه کوي. / From Wikipedia, the free encyclopedia
میترولوژي د فضايي علومو يوه څانګه ده (چې فضايي کيميا او فضايي فزيک په کې شامل دي)، چې زيات تمرکز يې د هوا په اټکل باندې دی. د میترولوژي څېړنه زرګونو کلونو پخوا ته ورګرځي، که څه هم تر ۱۸ پېړۍ پورې په میترولوژي کې ګټور پرمختګ ونه شو. ۱۹ پېړۍ په دې برخه کې وروسته له هغې د برابرې ودې شاهده وه، چې د هوا د مشاهدې شبکې په پراخه کچه تشکيل شوې. د هوا په اټکل کې لومړنۍ هڅو پر تاريخي ارقامو باندې تکيه درلوده. د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د اوبو او هوا د حالاتو په اړه د پام وړ پرمختګونه تر لاسه شول، تر دې چې د فزیک د قوانینو له روښانه کېدو او په تیره بیا د کمپیوټر په راتلو سره چې د اوبو او هوا د حالاتو زیاتره معادلې یې په اتومات ډول سره حلولي، مرسته یې وکړه چې د هغو موډل (بېلګه) جوړ کړي. د هوا د اټکل يوه مهمه څانګه د سمندري هوا اټکل (marine weather forecasting) دی، ځکه دا برخه د سمندري او ساحلي خونديتوب سره اړيکه لري، چې د هوا اغېزې په کې د اوبو له پراخو کتلو سره اتموسفیري غبرګونونه لري.
ميترولوژيکي ښکارندې د پام وړ هوا پېښې دي، چې د هوا پېژندنې د علم په واسطه تشرېح شوي دي. ميترولوژيکي ښکارندې د ځمکې د فضا (حرارت درجه، د هوا فشار، د اوبو تبخير، عمده بهير او د دې بدلونونو بې ثباتي يا بدلون او غبرګونونه او د وخت په مهال کې يې د بدلون څرنګوالی) د بدلونونو په واسطه تشرېح شوي او تعريف شوي دي. په سيمه یيزو، ملي او نړيوالو کچو د هوا د تشرېح او اټکل په موخه بېلابېلې فضايي تلې يا اندازې (spatial scales) کارول کېږي.
د هواپېژندنې علم، د اقليم پېژندې علم، فضايي فزيک او فضايي کيميا د فضايي علومو فرعي ډولونه دي. ميترولوژي (د هوا پېژندنې علم) او د اوبو پېژندنې علم د اوبو او هوا علم (hydrometeorology) ګډ ډول جوړوي. د ځمکې د فضا او د هغې د سمندر تر منځ غبرګونونه د يو بحري او فضايي ګډ يا تړلي سيستم برخې دي. میترولوژي په بېلابېلو لکه نظامي، د انرژي د توليد، ترانسپورت، کرنې او ودانیزو چارو په برخو کې کاريال لري.
د میترولوژي (meteorology) ويکی د لرغوني يونان (μετέωρος metéōros (meteor)) او (-λογία -logia (-(o)logy)) څخه اخيستل شوی دی، چې په هوا کې د پورته شيانو د څېړنې معنا لري.