چارلس سانډرس پيرس
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلس سانډرس پيرس (سیپتمبر ۱۰، ۱۸۳۹ – اپریل ۱۹، ۱۹۱۴) یو امریکایی فیلسوف، منطقپوه، ریاضي پوه او ساینسپوه و، څوک چې ځینی وختونه د «واقعيت پالنې د پلار» په توګه هم پیژندل کیږي. [1][2][3][4]
چارلس سانډرس پيرس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سیمبول پوهنه ، سولپوهنه |
مؤثر | جورج برکلي |
تحریک | پراګماتيزم |
لاسليک | |
سمول |
د کیمیا پوه په توګه یې زده کړې کړي او د دېرشو کلونو لپاره یی د ساینس پوه په توګه دنده ترسره کړې، پیرس د منطق برخه کې ډیرې مرستې کړي، دا یوه داسې موضوع ده چې د نوموړي په اند ډېر هغه څه پکې رانغښتي چې اوس د علم پوهنې (ايپسټيمالوژي) او ساينس د فلسفې په نوم يادېږي. هغه منطق د نښو پېژندنې د علم يوه رسمي څانګه بلل، د کوم چې هغه بنسټګر دی، کوم چې د منطقي مثبت پالانو او د ژبې د فلسفې پلويانو تر منځ د بحث وړاندوينه وکړه چې د شلمې پیړۍ په لوېدیځه فلسفه واکمنه وه. سربېره پر دې، هغه د اټکلي استدلال مفهوم هم تعریف کړی، همدرانګه یې په دقت سره ریاضیکي اټکل او استنتاجي استدلال جوړ کړی. د ۱۸۸۶ز کال په لومړیو کې، هغه ولیدل چې منطقي عملیې د استنتاجي استدلال له خوا ترسره کیدای شي. لسیزې وروسته همدا اند د ډیجیټل کمپیوټرونو د تولید لپاره وکاریده. [5]
په ۱۹۳۴ز کال کې، فیلسوف «پاول ویس» «پیرس» ته د «امریکایی فیلسوفانو تر ټولو اصلي او هر اړخیز او د امریکا تر ټولو لوی منطق پوه» لقب ورکړ. [6]