د سږو بوغمه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سږو بوغمه (امريکايي انگرېزي: Pulmonary Edema يا په برتانيوي انگرېزي: Pulmonary Odema، په يوناني οίδημα)، د سږو پړسوب او يا په سږو کې د مايعاتو د راغونډېدنې ناروغي ده. د سږو دغه ناروغي په سااخيستنيز غونډال کې ناسوبوالی رامېنځ ته کوي او دا ناروغي د دې سبب گرځي چې په سږو کې د گازونو په ادلون بدلون کې خنډ رامېنځ ته شي چې بيا د ساه اخيستنې عدم کفايه يا ناتواني رامېنځ ته کوي. د سږو بوغمه په دوه حالتونو کې راپېښېدلای شي، لومړی يا خو دا ناروغي د زړه د عدم کفايې په سبب هغه وخت چې زړه د سږو په اکر کې مايعات و نشي وېستلای نو په دغه وخت کې د کارډيوجېنېک پلمونېري ايډيما يا د زړه اړونده د سږو بوغمه پېښېږي. دويم دا چې د سږو د ووبونو د ټپي کېدو په سبب نان کارډيوجېنېک پلمونېري ايډيما يا د زړه نااړونده د سږو بوغمه راپېښېدلای شي.[3] د دغې ناروغۍ درملنه د ناروغۍ په لامل پورې اړه لري، خو په عين وخت کې د ناروغ د سږو د سااخيستنې د کړنې په ښه والي کې بايد ډېره پاملرنه وشي او هغه لاملونه چې د سااخيستنې خنډ گرځي د هغو له مېنځه وړلو هڅه پکار ده.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |