سلمان خان
From Wikipedia, the free encyclopedia
عبد الراشد سليم سلمان خان (هندي: सलमान ख़ान,)، چې په ۲۷ د ډېسمبر، ۱۹۶۵ لمريز کال کې زېږېدلی، يو هندي فلمي لوبگر دی چې د باليووډ په فلمونو کې راڅرگنديږي. سلمان خان، چې خپل د لوبگرۍ پېل يې له بيوي هو تو اېسي (۱۹۸۸) نه وکړو، خپل لومړی سوداگريز بری يې د مېنې پيار کيا (۱۹۸۹) نه ترلاسه کړو او د خپلې ښې لوبگرۍ له امله يې د فلمفير غوره نرينه پېلوونکي جایزه هم ترلاسه کړو. دې د باليووډ په ځېنو ډېرو برياليو فلمونو کې لوبگري کړې ده، د بېلگې په توگه (۱۹۹۱)،ساجن هم اپکې هی کون (۱۹۹۴)، بيوي نمبر ۱ (۱۹۹۹)، او نور. د خپلې لوبگرۍ په موده کې دی په پينځو داسې فلمونو کې ښکاره شوی چې د هغې کال تر ټولو ډېره گټه جوړوونکي فلمونه وو.
سلمان خان | |
---|---|
سلمان خان د ۲۰۰۹ انځور | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | 27/ 12 /1965 اندور, مادیا پردېش, هند |
استوګنځای | باندرا, ممبای |
تابعیت | هندوستان |
نور نومونه | سلو او داسی نور |
نسل | پښتانه [1] |
مذهب | اسلام |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | هندوستاني ژبه |
د فعالیت وخت | ۱۹۸۸ – تر اوسه |
کل دولت | 37700000 امريکايي ډالر (۲۰۱۸)[2] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې[3] | |
سمول |
په ۱۹۹۹ کې، سلمان خان په کچ کچ هوتا هی (۱۹۹۸) کې د ښکارېدو له امله د فلمفير غوره ملاتړي لوبگر جایره وگټو، او د هغې نه وروسته يې په ډېرو سوداگريزو برياليو فلمونو کې لوبگري وکړه، چې په هغې کې هم دل دی چکی صنم (۱۹۹۹)، تېری نام (۲۰۰۳)، نو اېنټري (۲۰۰۵) او پارټنر (۲۰۰۷) راځي. سلمان خان اوس په هندي سېنيما کې د ډېرو برياليو لوبگرانو څخه دی.