پښتانه
يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان او پاکستان په سيمو کې مېشت دي / From Wikipedia, the free encyclopedia
پښتانه د افغانستان په سویل او د پاکستان په شمال لوېدیځ خاوره کې ځایي اوسیدونکي دي چې د نفوسو ډېری برخه په همدې سیمو کې اوسیږي. پښتنو پاچایانو په لوېديځ کې له مرکزي فارس نه نيولې په ختیځ کې تر بنګال پورې پر بېلابېلو سيمو واکمني کړې ده. د خورو ورو پښتنو د پام وړ او تاریخي ټولنې د پاکستان په سیند او پنجاب صوبو کې (په ځانګړې توګه د کراچۍ او لاهور په ښارونو کې) او د هند د اترپردیش ایالت په روهیل کنډ سیمه (په لویو ښارونو، لکه: ډیلي او ممبئی) کې شتون لري. په دې وروستیو کې پښتانه د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې (په ځانګړې توګه په عرب متحده اماراتو کې) د لوی سویلي آسیا د خورو ورو وګړو لویه برخه جوړوي. [29]
د افغانستان د سوېل پښتانه | |
ټول نفوس | |
---|---|
شاوخوا ۶۰–۷۰ میلیون[1] | |
ګڼ مېشتې سيمې | |
پاکستان | ۴۲٬۵۹۰٬۳۲۰ (۲۰۲۰)[2] |
افغانستان | ۱۵٬۳۹۰٬۰۰۰[3] |
متحده عرب امارات | ۲۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)[4] |
د امريکا متحده ايالات | ۵۰٬۰۰۰ (۲۰۱۰)[5] |
ايران | ۵۰٬۰۰۰ (۱۹۹۳)[6] |
برېتانيا | ۴۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)[7] |
جرمني | ۲۰٬۰۰۰ (۲۰۱۸)[8] |
کاناډا | ۱۵٬۰۰۰ (۲۰۱۵)[9] |
هند | ۵٬۰۰۰ (۲۰۱۳)[10] |
روسيه | ۲۰٬۰۰۰ (۲۰۲۰)[2] |
آسټراليا | ۸٬۳۵۰ (۲۰۲۰)[11] |
ژبې | |
پښتو | |
دين | |
اکثریت: اسلام (سنی اکثریت، شیعه اقلیت)[12][13] لږکي:پښتانه، پختانه، پټان يا افغان یوه ایراني قبیلوي ډله ده چې په منځنۍ او سویلي آسیا کې مېشت دي. د دې توکمیزې ډلې مورنۍ ژبه پښتو ده چې یوه ختیځه آریایي ژبه ده. په داسې حال کې چې د هند په نیمه وچه کې پښاته بیا هندي-اردو د دویمې ژبې په توګه کاروي، خو د پښتنو یو مهم اقلیت پارسي یا هندي-اردو د لومړۍ ژبې په توګه کاروي. د پښتنو ټول نفوس نږدې ۶۰-۷۰میلیونه وګړي اټکل شوې دي؛ خو دا شمېره د ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په افغانستان کې د رسمي سرشمېرنې د نه شتون له امله د اختلاف وړ ده.[15][16][17][18][19][20][21][22][23][24][25][26][27][1][28] | |
اړوند توکمډله | |
نور اريايي ټبر وګړي |
په افغانستان کې پښتانه تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د دې هېواد د ټول نفوس نږدې ۵۰٪ برخه جوړوله. دوی په افغانستان کې د دې ولس د را منځ ته کېدو راهیسې د توکمیزو ژبو واکمنه ډله ده. له دې سره، په پاکستان کې پښتانه دویمه لویه توکمیزه ډله ده چې د هېواد د ټول نفوس له ۱۵٪ نه تر ۱۸٪ پورې برخه جوړوي او د نوموړي ولس له پنځو لویو توکمیزو ډلو نه ګڼل کېږي. په نړۍ کې پښتانه ۲۶مه لویه توکمیزه ډله ده او د نسب د طبقاتو تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي. د اټکل پر بنست له ۳۵۰ نه تر ۴۰۰ پښتانه قومونه او قبیلې شتون لري. [30][31][32][33][34][35][36]