شپږم او اول جېمز
From Wikipedia, the free encyclopedia
شپږم او اول جېمز (جېمز چارلز ستوارټ؛ د ۱۵۶۶ ز کال د جون له ۱۹ – د ۱۶۲۵ ز کال د مارچ تر ۲۷) د ۱۵۶۷ ز کال د جولای له ۲۴ نېټې د شپږم جېمز په توګه د سکاتلنډ پاچا او د ۱۶۰۳ کال د مارچ په ۲۴ د سکاتلنډ او انګلیستان د سلطنتونو له یووالي د اول جېمز په توګه په ۱۶۲۵ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او ایرلنډ پاچا و. د سکاتلنډ او انګلستان سلطنتونه بېل خپلواکه دولتونه وو، چې خپل پارلمانونه، قضا او قوانین یې درلودل، که څه هم دواړه د جېمز په شخصي یووالي تر واک لاندې وو.
شپږم او اول جېمز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۹ جون ۱۵۶۶[1] |
مړینه | 27 مارچ 1625 (59 کاله) |
تابعیت | برېتانيا [2] |
طبی کیفیت | ملاريا |
اولاد | |
مور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
جېمز د سکاتلنډ د ملکې، د ماري زوی او د انګلستان د پاچا او د ایرلنډ لارډ او هم د هینري د کړوسي زوی و او په دې توګه د ټولو دریو تختونو احتمالي ځایناستی و. نوموړی د دیارلس میاشتو په عمر، وروسته له هغه چې مور یې د هغه په ګټه استعفا ته مجبوره شوه، د سکاتلنډ د تخت ځایناستی شو. د نوموړي په کوچنیوالي کې څلور بېلابېل د سلطنت نایبینو حکومت وکړ، چې په رسمي توګه په ۱۵۷۸ ز کال کې پای ته ورسېد، که څه هم هغه تر ۱۵۸۳ ز کال پورې د خپل حکومت بشپړ کنټرول ترلاسه نه کړ. نوموړي په ۱۶۰۳ کال کې د انګلستان او ايرلنډ ټودور د کورنۍ د وروستي واکمن، لومړۍ اليزبېت چې بې اولاده مړه شوه، ځایناستی شو. هغه د ۲۲ کلونو لپاره په ټولو دریو سلطنتونو کې واکمن و، چې دا دوره د هغه تر مړینې پورې د جیکوبیان دورې په نوم یادېيږي. نوموړي د سلطنتونو له یووالي وروسته، له ۱۶۰۳ ز کال نه په انګلستان کې (چې د دریو هېوادونو ترټولو لوی و) مېشت شو، په ۱۶۱۷ ز کال کې یوازې یو ځل سکاتلنډ ته راستون شو او ځان یې د "لویې برتانیا او ایرلنډ پاچا" په توګه په جامو کې جوړ کړی و. هغه د انګلیستان او سکاتلنډ لپاره د واحد پارلمان لوی مدافع و. د هغه په واکمنۍ کې، د کرنې له لارې د السټر استعمار او امریکا انګلیسي استعمار پیل شو.
د جېمز واکمنۍ چې ۵۷ کاله او ۲۴۶ ورځې وه، په سکاټلنډ کې د سکاتلندي واکمنانو له ډلې تر ټولو اوږده پاچاهي وه. په سکاتلنډ کې هغه خپل زیاتره موخې ترلاسه کړې خو په انګلیستان کې د لویو ستونزو، لکه په ۱۶۰۵ ز کال کې باروتو له دسیسې او د انګلیسي پارلمان سره دوامداره شخړې، سره مخ شو. د الیزابېت د ادبیاتو او ډرامو "طلایی دورې" د جېمز تر واکمنۍ لاندې دوام درلود، چې لیکوالانو لکه ویلیم شکسپیر، جان ډون، بین جونسن او سر فرانسیس بیکن د دې ادبي دود په وده کې مرسته وکړه. جېمز په خپله یو تکړه لیکوال و او د ډیمونولوژي یا دیو پېژندنې (۱۵۹۷)، د ازادو سلطنتونو ریښتیني قانون (۱۵۹۸) او باسیلیکان ډورون یا شاهي ډالۍ (۱۵۹۹) تر نومونو لاندې یې اثار لیکلي دي. په انګلیسي کې نوموړي د انجیل د ژباړې ملاتړ وکړ چې وروسته، د واکمن پاچا جېمز مجازه نسخه تر نوم لاندې د هغه په نوم ونومول شوه. ښاغلي انتوني ویلډن ادعا وکړه چې جېمز ته "په عیسویت کې تر ټولو هوښیار احمق" ویل شوی و، چې دا نوم له هغه وخت راهیسې د نوموړي د شخصیت سره تړلی دی. د شلمې پېړۍ له وروستۍ نیمې را په دې خوا، تاریخ پوهانو د جېمز د شهرت بیاکتنه کړې ده او نوموړی ېې د یو جدي او هوښیار پاچا په توګه بللی دی. هغه د سولې سیاست ته کلک ژمن و او هڅه یې کوله چې په مذهبي جګړو کې د ښکېلتیا مخه ونیسي، په ځانګړې توګه د هغه دېرش کلنې جګړې چې د منځنۍ اروپا لویه برخه یې ویجاړه کړه. نوموړي هڅه وکړه چې په انګلیسي پارلمان کې د هغو جګړه مارو عناصرو د زیاتېدو مخه ونیسي چې له هسپانیې سره یې جګړه غوښته، خو په دې کې پاتې راغی. د نوموړي دویم زوی، چارلز د هغه ځایناستی شو. [3][4][5][6][7]