ملاريا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ملاريا يوه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د نړۍ په تودو او نيمه تودو سيمو کې ډېره خوره ده. په نړېواله کچه هر کال نيژدې (٣٠٠ تر ٥٠٠) ميليونه انسانان په ملاريا اخته کېږي، چې نيژدې (له ١،٥ تر ٣) ميليونه انسانان د ملاريا د ناروغۍ له امله مړه کېږي چې د دغو څخه يو ميليون کوچنيان دي چې عُمر ئې تر پنځو کلو لږ دی. ددغې ناروغۍ له امله لويه برخه ښکار شوي خلک، د افريقا په لويه وچه کې ماشومان او نوي ځوانان دي.
ددې ناروغۍ علت د پروټوزون يو ډول پرازيت دی چې د پلازموډيم Plasmodium په نامه يادېږي. ددغې ناروغۍ ترټولو خطرناکه ډول د پلازموډيم فالسيپارم او د پلازموډيم وايوېکس له کبله پېښه شوې ملاريا ده، خو ددغه پرازيت نور اړونده توکمونه لکه پلازموډيم اواله او پلازموډيم مالاريا هم انسانان په ناروغۍ اخته کوي. د پلازموډيم د توکمونو دغې ډلې ته چې انسانان په ناروغۍ اخته کوي، د مالاريا پرازيتونه وايي.
دا پلازموډيم د يو ډول ښځينه غوماشې چې د انافېلس Anopheles په نامه يادېږي، هغه وخت انسانو ته ورځي. کله چې دغه غوماشه خلک وچيچي نو دا پرازيت د انسان وينې ته ورځي او په ډېر لږ وخت کې د وينې په سره توکو کې وده کوي چې پدې مهال ناروغ تبې کوي، د وينې د کمښت سره مخامخ کېږي، د يخ د احساس سره سره رېږدي، او په ژورو پېښو کې دا ناروغي د زکام د ناروغۍ ورته نښې هم ښکاره کوي چې ددغې ناروغۍ پرمختيون سره کوما او مړينه هم پېښېدلای شي. کله چې ملاريا په گرمو هېوادونو کې ډېر ليدل کېږي لکه په افريقا، هندوستان، پاکستان، لاتين امريکا، جنوبي آسيا، شرقي اسيا او همداسې زمونږ په گران هېواد افغانستان کې د ملاريا ناروغي شته.
د ملاريا د ناروغۍ د لېږدېدنې مخنيوی او کمېدنه د ځينې روغتيايي تدابيرو په پلي کولو سره شونې ده. د پشه خانو د کارولو، په کور او د کور شاوخوا چاپېريال کې د غوماشوژونکو درملونو په پاشلو او د ولاړو اوبو ډنډونو په بهېدلو سره، کوم چې د ملاريا د غوماشې د هگيو ځالې دي، د ملاريا پېښې تر لويې کچې راټيټوي.
د ملاريا د ناروغۍ لپاره تر اوسه پورې هېڅ کوم واکسين نشته. خو ددې هرڅه سره سره داسې دارودرمل شته چې ددغې ناروغۍ مخنيوی کوي او ددې لپاره چې د انتانيت د وېرې مخنيوی وکړي نو پکار ده چې په پرله پسې توگه همدا درمل وکارېږې. همدا د وقايوي درملو درملنه د ډېريو هغو خلکو لپاره چې د ملاريا په سيمو کې اوسېږي ډېره گرانه ده. که څه هم چې د درملو په وړاندې مقاومت په عامه توگه ډېر پېښېږي خو د ملاريا په سبب رامېنځ ته شوي انتاني ناروغي د ملاريا ضد دارودرملو ،چې په دغو کې کلورکين يا پيريمېتياماين راځي، په کارولو سره يې درملنه کېږي.