ماریا ترزا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماریا ترزا والبورګا کریستیانا (۱۳ مۍ ۱۷۱۷ – ۲۹ نومبر ۱۷۸۰ زکال) له ۱۷۴۰ ز کال څخه په ۱۷۸۰ زکال کې د خپلې مړینې ترمهاله د هابسبورګ د پاچهۍ واکمنه او یوازنۍ مېرمن وه چې دغه ځایګی یې درلود. نوموړې د اطریش، هنګري، کرواسیا، بوهمیا، ترانسلوانیا، مانتوا، میلان، لودمیریا او ګالیسیا، اطریشي هالنډ او پارما حاکمه وه. په واده کولو سره نوموړې د لورن دوکه (په شاهي نظامونو کې درجه ده)، د توسکان لویه دوکه(امیره) او سپېڅلې رومي سترواکه شوه.
ماریا ترزا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
اولاد | یوسيف ۲ ، Maria Christina, Duchess of Teschen ، ماریا کارولینا [1]، ماري انتوانېت [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [2][3]، لاتيني ژبه [2]، فرانسوي ژبه [2] |
د کړنې څانګه | سياست [4] |
لاسليک | |
سمول |
ماریا ترزا خپله څلوېښت کلنه واکمني هغه مهال پیل کړه چې پلار یې سترواک شپږم چارلس د ۱۷۴۰ زکال په اکتوبر میاشت کې مړ شو. شپږم چارلز د ۱۷۱۳ زکال پراګماتیک سنکشن (عملي بندیز) له مخې د هغې ځای ناستوب ته لار برابره کړه او له خپلې ټولې واکمنۍ یې د دغې پرېکړې د تضمین کولو په موخه کار واخیست. هغه د شهزاده یوجین ساوري مشورو ته پام ونه کړ، هغه باور درلود چې پیاوړی پوځ او پیاوړې خزانه له لاسلیک کولو څخه ډېر مهم دي. په پایله کې شپږم چارلس په ځانګړي ډول د پولنډ د جلاتوب له جګړې او د روس او ترکیې د جګړې (۱۷۳۵-۱۷۳۹ زکال) له امله کمزوری او بېوزله دولت له ځانه په میراث پرېښود. د هغه له مړینې وروسته ساکسوني، پروس، باواریا او فرانسې ټولو هغه بندیز چې د ده د ژوند پر مهال یې منلی و، رد کړ. د پروس دویم فریدریک (هغه چې د خپلې واکمنۍ په ډېره موده کې د ماریا ترزا سیال و) د اطریش د ځایناستوب په جګړه باندې د مشهورې اووه کلنې شخړې په ترڅ کې په چټکۍ سره د هابسبورګ په بډایه ولایت سلیسیا برید وکړ او هغه یې ونیو. له دغه حالت څخه په ګټې اخیستنې هغه وتوانېد چې د خپلو جنګي هڅو اړوند د هنګري حیاتي ملاتړ ترلاسه کړي. د دغې جګړې په اوږدو کې ماریا ترزا په بریالي ډول وکولای شول، یوازې د سلیسیا او په ایټالیا کې د یو شمېر کوچنیو قلمرونو په له لاسه ورکولو سره د هابسبورګ په پاچهۍ له خپلې واکمنۍ څخه دفاع وکړي. د دغې اووه کلنې جګړې پر مهال ماریا ترزا یوځل هڅه وکړه چې سلیسیا بېرته ونیسي، خو پاتې راغله.
په داسې حال کې چې تمه کېدله، نوموړې به واک خپل مېړه سترواک لومړي فرانسیس او خپل مشر زوی سترواک دویم جوزف ته چې په رسمي ډول په اطریش او بوهمیا کې له هغې سره ګډ واکمنان وو، پرېږدي، خو هغه مطلقه واکمنه وه او د خپلو سلاکارانو په مشوره یې واکمني کوله. نوموړې له کاوینتز- ریتبرګ څخه د وینزل آنتون، فریدریک ویلیام فون هاګوویتز او جرارد ون سویتن په مرسته اداري، مالي، روغتیايي او روزنیز اصلاحات اعلان کړل. هغې سوداګري او د کرنې وده ترویج کړه او د اطریش ګډوډ پوځ یې مدیریت کړ، چې دغو ټولو د اطریش په نړیوال ځایګي ډېر اغېز وکړ. له دې سره هغې یهودان او پروتستانتان سپکول او ان په ځینو مواردو کې یې د خپل قلمرو لرې پرتو سیمو ته د هغوی د شړلو امر ورکاوه او هم یې نوموړې له دولتي کلیسا ملاتړ کاوه.