ماري انتوانېت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماري انتوانېت (په انګلیسي: Marie Antoinette؛ پیدایښت: ۲-نومبر-۱۷۵۵، مړینه: ۱۶-اکټوبر-۱۷۹۳) د فرانسې تر انقلاب مخکې د فرانسې وروستۍ ملکه وه. هغه د اتریش ارشیدوکس په توګه وزېږېدله او د ملکې ماریا ترزا او امپراتور لومړي فرانسېس تر ټولو کشره لور او له آخره دوهیم ماشوم ؤ. د ۱۷۷۰ز کال په مې میاشت کې د ۱۴ کلونو عمر په لرلو سره له لویس-اګوسټې (د فرانسې د تاج او تخت څرګند پاتوړی) سره له واده وروسته د فرانسې د ولیعهد مېرمن (دوفینه) شوه. د ۱۷۷۴ کال د مې پر ۱۰مه خاوند یې د شپاړلسم لویس په توګه پر تخت کښېناسته او هغه ملکه شوه.[1]
په شاهي دربار کې د ماري انتوانېت موقف هغه مهال لوړ شو چې له واده څخه اته کاله وروسته یې د ماشوم لرلو هوډ وکړ. سره لهدې، هغې د خلکو په منځ کې خپل محبوبیت او ګرانښت له لاسه ورکړ، ځکه چې فرانسوي اغواګرو پر هغې د عیاشۍ، بېعفتۍ، د نامشروعو ماشومانو لرلو او د فرانسې له دښمنانو (په تېره بیا د هغې اصلي ټاټوبی «اتریش») سره د خواخوږۍ تورونه ولګول. د الماسو د غاړهګۍ درواغو تورونو د هغې شهرت تر ډېره لهمنځه یووړ. د انقلاب پر مهال، هغه د «Madame Déficit» (د بودجې د کسر مېرمن) په نامه مشهوره شوه، ځکه چې د خلکو په باور په هېواد کې مالي او اقتصادي کړکېچ د هغې د لوړو لګښتونو او د تورګو او نېکر له مالي او ټولنیزو اصلاحاتو سره د هغې مخالفت لهامله رامنځ شوی ؤ.[2]
د انقلاب په اوږدو کې، وروسته له هغې چې دولت د ۱۷۸۹ کال په اکټوبر میاشت کې د شاهي کورنۍ غړي په تویلري ماڼۍ کې په کورني بند کې ونیول، څوګونې پېښې له ماري انتوانېت سره اړوند وګڼل شوې. د ۱۷۹۱ کال په جون میاشت کې «وارېن ته د الوتنې» هڅه او د لومړۍ ټلوالې په جګړه کې د هغې لاس لرل د فرانسویانو پر عامه افکارو باندې خورا ناوړه اغېزه پرېښوده. د ۱۷۹۲ کال د اګوسټ پر ۱۰مه پر تویلري باندې د بریدونو لهامله شاهي کورنۍ له مجبورې ورځې د فرانسې ملي شورا ته پناه یوړه او د کورنۍ ټول غړي د اګوسټ پر ۱۲مه د معبد په زندان کې بندي شول. د ۱۷۹۲ کال د سپټمبر پر ۲۱مه شاهي نظام نسکور او د ۱۷۹۳ کال د جنوري پر ۲۱مه شپاړلسم لویس د ګیوتین (د سر پرې کولو ماشین) په واسطه اعدام شو. د ماري انتوانېت محاکمه د ۱۷۹۳ کال د اکټوبر پر ۱۴مه پیل شوه؛ هغه دوه ورځې وروسته د انقلابي محکمې لهلوري د هېواد سره په خیانت محکومه شوه او د خپل خاوند په څېر د ګیوتین په واسطه د انقلاب په څلورلارې کې اعدام شوه.