ویکتور چرنومایردین
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویکتور سټیپانویچ چرنومایردین (د ۱۹۳۸ز کال د اپرېل ۹مه –۲۰۱۰ز مال د نومبر ۳مه) یو روسي سیاستوال، سوداګر، د ګازپروم انرژي شرکت لومړنی رئیس او د روسیې دویم ترټولو اوږد خدمت کوونکی لومړی وزیر (۱۹۹۲ز کال-۱۹۹۸ز کال) و. هغه په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د روسیې په سیاست کې کلیدي شخصیت او له مرکزي پلان شوي اقتصاد نه د بازار اقتصاد ته د لېږد په بهیر کې یو له مخکښو ګډون کوونکو نه و. نوموړی له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۰۹ز کال پورې په اوکراین کې د روسیې سفیراو وروسته د ولسمشر سلاکار وټاکل شو.[6]
ویکتور چرنومایردین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۹ اپرېل ۱۹۳۸[1][2][3][4] |
مړینه | مسکو [5] |
تابعیت | روسیه |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۶۱–۱۹۹۱)
خپلواک کاندید (۱۹۹۱–۱۹۹۵) متحده روسيه (۲۰۰۱–۲۰۱۰) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
چرنومایردین په روسیه او روسي ژبو هېوادونو کې د خپلې ژبې د طرز له امله چې ډېرې ګډې وډې او د محتوا له پلوه غلطې خبرې یې کولې، پېژندل شوی و. د هغه ډیری ویناوې په روسي ژبه کې په لڼډیزونو او تکیه کلامونو بدلې شوې وې. چرنومایردین له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په ۳مه مړ شو. هغه د نومبر په ۵مه د نوودوویچي په هدیره کې د خپلې میرمنې تر څنګ ښخ او د جنازې مراسم یې د روسیې له فدرالي تلویزیوني چینلونو نه په ژوندۍ بڼه خپرېدل.[7][8][9]