روسیه
From Wikipedia, the free encyclopedia
روسیه یا روس ياهم د روسې فدرال جمهوریت (په روسي: Российская Федерация ) د نړۍ تر ټولو لوي هیواد دی.دغه هیواد لویدیځي آسیا او اروپا کې پروت دی چې پلازمینه یې د مسکو ښار دی. له بلي لوري د لویدیځ آرام سمندر، شمالي کنګل سمندر،د توره سمندرګی ،بالتیک سمندر او تور سمندرګی ته څیرمه پروت دی.روسیه د ۱۴ اسیايي او اوروپايي هیوادونو سره ځمکنۍ پوله لرې ،د اوبو له پلوه د جاپان سمندر، ،توره سمندرګی، او د بالیتک سمندر سره سره پوله لري. روسیه د کاناډا ،چین او یا هم د امریکا متحده آیالاتو دوه برابره مساحت لري. د ۲۰۱۳م کال د احصايي له مخې روسیه ۱۴۳ میلیونه وگړي لري. د وگړو له پلوه په نړۍ کې د ډیرو وگړو هیوادونو په نوملړ کې ۹ ځای لری.
روسیه | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 66.416666666667°شمال 94.25°ختيځ / 66.416666666667; 94.25 [1] [2] |
کښتنۍ سيمه | کسپين سمندر (-28 متر ) |
پراخوالی | |
پلازمېنه | مسکو |
رسمي ژبې | |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [3] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | RU |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +7 |
په هر کلیومتر مربع کې د روسي ۸.۴ وگړي استوگن دي.د دغه هیواد د زیږدنې کچه منفې ده .د دغه هیواد ډیري وگړي په لویدیځه (اورپايي برخه) کې ژوند کوي. د روسی ۷۱% سلنه وګړي روسان دي، په ټوله کې په دغه هیواد کې ۱۲۰ قومونه ژوند کوي. ددی هیواد تر ټولو ستر لګکي (اقلیت) د تاتاریان قوم اړوند دي چې د هیواد په کچه ۷-۹ سلنه نفوس جوړوی. د یاد هیواد پاتی نور قومونه ،اوکراینیان، چواش، باشقیر، چیچنیان، ارمنیان ، قفقازیان، بلاروسیان، آسیان، آذربایجانیان، قزاقیان او داسی نور دي. د روسي رسمي ژبه روسي ده خو د روسی تر څنګ ۲۷ نوري ژبې هم ولایتي رسمي بڼه لري. روسیه ۸۱ فیدارالي واحدونه لري چې له دغو ۸۱ واحدونو څخه ۲۱ یي خپلواکه جمهوریتونه دي. روسیه یو ډیر بډایه فرهنګ لري، چې پوشکین لیو تولستوی او فیودور داستایفسکي يي نړۍ وال شهرت څخه برخمن دي. د روسي انترنیټ ځال RU دی.