انګلستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
انګلستان يو هېواد او د متحده پاچهۍ يا بریتانيې يوه برخه ده. لوېديځ ته له ويلز او شمال ته له سکاټلينډ سره پوله لري. شمال لوېديځ ته يې د ايرلينډ سمندر او سويلي لوېدیځ ته يې د سلتيک سمندر پروت دی. انګلستان د اروپا له لويې وچې نه ختيځ لور ته د شمال په سمندر او سويل لور ته د انګليش کانال په واسطه جلا شوی دی. دا هېواد د لويې بریتانیې د ټاپو پنځه پر اتمه برخه پوښي چې په شمالي اطلس کې پروت دی، له سلو زيات کوچني ټاپوګان په کې شامل دي، لکه د اسکيلي او وايت ټاپوګان.[1][2][3]
انګلېنډ | |
---|---|
وي ئینگلیزیی بریتانیایی: England | |
رسمي نښه | England |
سيمه ييز نوم | Blighty |
نومېدو لامل | Angles، land |
رسمي ژبه | انګليسي ژبه |
ملي سرود | God Save the King |
لويه وچه | اروپا |
هېواد | برېتانيا |
پلازمېنه | لندن |
ځای د هېواد په برخه کې | برېتانيا |
وختزون موقعيت | Greenwich Mean Time |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۳°۰′۰″N ۱°۰′۰″W |
Coordinates of easternmost point | ۵۲°۲۸′۵۲″N ۱°۴۵′۴۶″E |
Coordinates of northernmost point | ۵۵°۴۸′۰″N ۲°۲′۰″W |
Coordinates of southernmost point | ۴۹°۵۱′۰″N ۶°۲۴′۰″W |
Coordinates of westernmost point | ۴۹°۵۳′۰″N ۶°۲۷′۰″W |
ترټولو لوړ ټکی | Scafell Pike |
ترټولو ټيټ ټکی | The Fens |
Basic form of government | parliamentary monarchy، constitutional monarchy |
Office held by head of state | monarch of the United Kingdom |
هېوادمشر | چارلېس، د ويلز شهزاده |
Office held by head of government | د برېتانیې لومړی وزیر |
د حکومت مشر | ریشي سوناک |
Legislative body | |
د وگړو شمېر | ۵۳٬۰۱۲٬۴۵۶، ۵۷٬۱۰۶٬۳۹۸ |
Currency | pound sterling |
Shares border with | سکاټلينډ، ولز |
واک ورپاته کيدنه له | Kingdom of England |
Language used | انګليسي ژبه |
سيمه | ۱۳۰٬۲۷۸ کیلومتره مربع |
رسمي وېبځی | https://www.visitengland.com/ |
بيرغ | flag of England |
ملي نښان | Royal Arms of England |
Official symbol | Tudor rose |
Depicted by | Charles James fonds |
Geography of topic | geography of England |
Patron saint | Saint George |
اقتصاد | economy of England |
Demographics of topic | demographics of England |
Country calling code | +44 |
هغه سيمه چې اوس د انګلستان په نوم ياديږي، په لومړي ځل په کې عصري انسانان د لوړ ډبرين پړاو له مهاله اوسېدلي دي، خو نوم يې له انګليس (Angles) څخه اخستی، دا يوه جرماني قبيله وه چې نوم يې د انګليا (Anglia) له ټاپووزمې نه خپل کړی و، څوک چې دلته په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې مېشت شوي وو. انګلستان په لسمه پېړۍ کې متحد دولت وګرځېد او په نوره پراخه نړۍ له خپل کشف راهيسې مهم کلتوري او حقوقي اغېز لري، کوم چې له پنځلسمې پېړۍ څخه پيلېږي. انګليسي ژبه، انجليکي کليسا او انګريزي قانون، کوم چې په نړۍ کې د نورو ډېرو هېوادونو د عام قانون حقوقي بنسټ دی، په انګلستان کې وده وکړه او ګڼو نورو هېوادونو د دې هېواد د حکومت پارلماني نظام خپل کړی دی. په انګلستان کې په اتلسمه پېړۍ کې صنعتي اوښتون پيل شو او دا ټولنه يې د نړۍ په لومړۍ صنعتي هېواد بدله کړه.[4][5][6]
د انګلستان ځمکې تر ډېره بريده ټيټې غونډۍ او اوارې دي، په ځانګړي ډول په مرکزي او سويلي انګلستان کې. که څه هم په شمالي برخو کې لوړې ځمکې او غره یيزې سيمې هم لري (د بېلګې په ډول ليک ولسوالۍ او پنينس). همدا راز په لوېدیځ کې (د نمونې په ډول: ډارتمور او د شروپشاير غونډۍ). پلازمېنه يې لندن دی، کوم چې د بریتانیې تر ټولو ستره ښاري سيمه ده. د انګلستان ۵۶.۳ ميليونه نفوس د بریتانیې څلور اتيا سلنه نفوس جوړوي، ډېری يې د لندن په شا اوخوا، سويل ختيځ، د ميډلينډز ښاري سيمو، شمال لوېدیځ، شمال ختيځ او يورکشاير کې ژوند کوي، کومې سيمې چې په نولسمه پېړۍ کې په سترو صنعتي سيمو بدلې شوې دي.[7][8]
د انګلستان پاچهي، چې له ۱۵۳۵ز کال وروسته په کې ويلز هم شامل شو، د ۱۷۰۷ز کال د مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د يوه جلا خپلواک هېواد په توګه وپېژندل شو او دا هغه مهال کله چې تر يادې نېټې يو کال مخکې، د اتحاديې په تړون کې هغه شرايط نافذ شول، په کومو چې د اتحاد په قوانينو کې موافقه شوې وه. د همدې تړون په پايله کې له سکاټلينډ سره سياسي اتحاد رامنځ ته شو، تر څو د لويې بریتانیې پاچهي جوړه کړي. په ۱۸۰۱ز کال کې، لويه بریتانيه (د اتحاد د يو بل قانون له لارې) د ايرلينډ له سلطنت سره يو ځای شوه او په دې توګه دا سيمه د لويې بریتانیې او ايرلينډ متحد سلطنت وګرځېد. په ۱۹۲۲ز کال کې د اريلينډ خپلواک دولت، له بریتانیې جلا شو او په دې توګه پخوانی نوم بدل او «د لويې بریتانیې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت» نوم يې غوره کړ.[9][10][11]