فرانسه
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسه چې رسمي نوم يې د فرانسې جمهوريت دی، په څو لويو وچو کې خپور هيواد دی چې له لوېديځې اروپا نيولې بيا له سمندرونو ورهاخوا د امريکاګانو او اتلانتيک، ارام او د هند سمندرونو په ګډون د باندې سيمو او ځمکو کې خپور دی. د فرانسې په ټوله خاوره کې دولس زماني سيمې (time zones) لري چې په ټوله نړۍ کې د زیاتو زماني سيمو لرونکی دی. د فرانسې ښارې استوګنيزې سيمې له «راين» څخه تر اتلانتيک بحر او له مديترانې څخه تر انګليش کانال او شمالي سمندر پورې غځیدلې دي؛ د باندې يا له بحرونو څخه ور هاخوا سيمو کې يې د سويلي امريکا فرانسوي «ګوينا»، په شمالي اتلانتيک کې سنت پير او ميکلون، فرانسوي غرب الهند او په اقيانوسيه او هند سمندر کې ګڼ نور ټاپوګان شامل دي. د ګڼو ساحلي سيمو لرلو له کبله فرانسه په نړۍ کې تر ټولو سترانحصاري اقتصاد لري. فرانسه په اروپا کې له بلجيم، لکزامبرګ، المان، سویس، موناکو، ايټاليې، اندورا او هسپانيې سره ګډه پوله لري، په امريکا کې له نيدرلينډ، سورينام او برازيل سره پوله لري. د فرانسې د اتلس سیمو (پنځه يې دباندې دي) مساحت ۶۴۳،۸۰۱ کيلو مترمربع (۲۴۸،۵۷۳ ميل مربع) او د وګړو شمېر يې له اوه شپېته ميليونه څخه زيات دی (د ۲۰۲۱ز کال د مۍ مياشتې راهيسې). فرانسه يو اتحادي نيمه صدراتي جمهوريت دی، پلازمېنه يې پاريس دی کوم چې د دې هيواد تر ټولو ستر او مرکزي کلتوري او سوداګريز مرکز دی، په نورو مهمو ښاري سيمو کې يې ليون، مارسي، تولوز، بوغدو، ليل او نيس شامل دي. [4]
فرانسه | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 47°شمال 2°ختيځ / 47; 2 [1] |
پراخوالی | 643801 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | پاریس |
رسمي ژبې | |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۳۱ جولای ۰۸۴۳ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | |
بې کارۍ کچه | 10 سلنه (۲۰۱۴)[2]
10 سلنه (۲۰۱۵)[3] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | ېورو |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +33 |
له لرغوني ډبرين عصر راهيسې د فرانسې په ښاري استوګنيزو سيمو کې سلتي قبايلو ژوند کړی، دوی د اوسپنې په عصر کې د ګول په نوم پېژندل کېدل. له مېلاد مخکې ۵۱ کې روم دا سيمه له خپل حکومت سره يو ځای کړه او له دې کبله يو ځانګړی ګالو-رومي کلتور رامنځ ته شو، کوم چې د فرانسوي ژبې بنسټ یې کېښود. جرماني فرانکيان په ۴۷۶ کې هلته ورسېدل او د فرانسيا پاچاهي يې جوړه کړه، کوم چې د کارولينزي سترواکۍ مرکز وګرځېد. د ۸۴۳ کال د وردن تړون دا سترواکي ووېشله، په ۹۸۷ کې لویديځ فرانسيا د فرانسې په سلطنت واوښت.
په منځنيو پېړيو کې، فرانس يو ځواکمن، خو تر ډېره بریده نامتمرکز د ملوک الطوايفۍ سلطنت و چې د پاچا اختيارات په کې کم محسوسېدل. پاچا فيليپ اګوستوس د پاچاهي کورنۍ د ځواک په پياوړتيا او د خپلو حدودو په پراختيا کې د پام وړ بريا تر لاسه کړه، خپلو مخالفينو ته يې ماتې وکړه او د فرانسې ساحه يې پراخه کړه. د هغه د واکمنۍ په پای ته رسېدو سره، په اروپا کې د يو پياوړي سلطت په توګه راڅرګند شو. د څوارلسمې پېړۍ له نيمايي څخه د پنځلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې، فرانسه د تخت او تاج د تر لاسه کولو لپاره په يو لړ نښتو کې ښکېله شوه، دا لړۍ د سل کلنو جګړو په توګه پېژندل کېږي، په دې ډول يوه جلا فرانسوي پېژندګلو رامنځ ته شوه. په فرانسوي رنسانس کې هنر او کلتور وغوړېد، له ګڼو مخالفینو سره جګړې وشوې او يوه نيواکګره سترواکي رامنځ ته شوه، همدا سترواکي په شلمه پېړۍ کې د نړۍ په کچه دويمه ستره سترواکي وه. د شپاړسمې پېړۍ په نيمايي کې د کاتوليکانو او هوګنوتانو ترمنځ مذهبي کورنۍ جګړې وشوې او دا هېواد يې سخت کمزوری کړ. خو له دېرش کلنو جګړو وروسته په اولسمه ېپړۍ کې د څوارلسم لويس د واکمنۍ پر مهال فرانسه يو ځل بيا د اروپايي واکمن کلتوري، سياسي او پوځي ځواک په توګه راڅرګنده شوه. نامناسبو اقتصادي تګلارو، ناعادلانه مالياتي نظام او همدا راز نه ختمېدونکې جګړې (په ځانګړي ډول په اوه کلنه جګړه کې ماتې او د امريکا د خپلواکۍ په جګړه کې د زيات لګښت ښکېلتيا) دا سلطنت د اتلسمې پېړۍ په پای کې له کم پايښته اقتصادي حالت سره مخ کړ. دې وضعيت د ۱۷۸۹ز کال فرانسوي انقلاب چټک کړ، کوم چې مطلق العنان سلطنت یې نسکور کړ، د تاريخ د يو لوړ عصري جمهوريت پر ځای يې لرغونی حکومت نصب کړ او د بشر او تبعه حقوقو اعلاميه يې رامنځ ته کړه، همدا اعلاميه تر نن ورځې د فرانسوي ملت د نصب العين څرګندونه کوي. [5][6]
فرانسه د نولسمې پېړۍ په پيل کې د ناپيليون بوناپارټ تر واکمنۍ لاندې خپل سياسي او نظامي اوج ته ورسېده، د اروپا لويې وچې ډېره سيمه يې تر واک لاندې وه او لومړۍ فرانسوي سترواکي يې رامنځ ته کړه. د فرانسې انقلاب او د ناپيليون جګړو د نړۍ او اروپا د تاریخ لاره جوړه کړه. د دې سترواکۍ ړنګېدل د فرانسې د نسبي ځوړ د پړاو پيل و، په کوم پړاو کې چې فرانسه د لوړو ژورو ښکار شوه، تر دې چې په ۱۸۷۰ز کال کې د فرانسې-پروسي جګړې پر مهال د فرانسې درېيم جمهوري دولت رامنځ ته شو. راتلونکې لسيزې د هيله مندۍ، کلتوري او علمي غوړېدا او همدا راز د اقتصادي سوکالۍ لسیزې وې چې د « Belle Époque» په نوم پېژندل کېږي. فرانسه د لومړۍ نړيوالې جګړې يو ستر برخه وال و، د غټو بشري او اقتصادي لګښتونو په بدل کې فرانسه له دې جګړې بريالۍ راووته. د دويمې نړيوالې جګړې د متحدینو برخه وګرځېده، خو ډېر ژر د محوريزو (جرمني، ایټالیا او جاپان) هيوادونو له خوا په ۱۹۴۰ز کال کې اشغال شوه. په ۱۹۴۴ز کال کې له خپلواکۍ وروسته، د لنډې مودې لپاره پاييدلی جمهوريت جوړ شو او وروسته د الجزايري جګړې پر مهال منحل شو. اوسنی پنځم جمهوريت په ۱۹۵۸ز کال کې شارل دي ګيل جوړ کړ. الجزاير او د فرانسې نورو ډېرو مستعمرو په ۱۹۶۰ز کلونو کې خپلواکي تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې همدا مستعمرې له فرانسې سره نژدې اقتصادي او پوځي اړيکې لري.
فرانسه اوس هم د هنر، علم او فلسفې په برخه کې د پېړيو زوړ خپل حيثيت ساتلی دی. په فرانسه کې له يونیسکو سره ثبت شوي د نړۍ پنځمې سترې تاريخي سيمې شته او د سياحت له اړخه د نړۍ مخکښ ځای دی، په ۲۰۱۸ز کال کې له نهه اتيا ميليونه څخه زياتو سيلانيانو له فرانسې څخه لېدنه کړې. فرانسه يو پرمختللی هيواد دی، د اسمي داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ اوم اقتصاد او د PPP له نظره د نړۍ نهم ستر اقتصاد دی؛ د يو کور پر سر د ټوليزې شتمنۍ له پلوه د نړۍ څلورم ستر اقتصاد دی. فرانسه د لیک لوست، روغتيايي خدماتو، ژوند ته هيله مندۍ او بشري ودې په نظر کې نيولو سره په نړيواله کچه ښه ډلبندي شوې ده. فرانسه په نړيوالو چارو کې هم يو ستر ځواک دی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو څخه يو او رسماً د هستوي وسلو لرونکی هيواد منل شوی. فرانسه د اروپايي ټولنې او اروپايي سيمې (Eurozone) له بنسټګرو اومخکښو غړو څخه ده، همدا راز د اوو د ډلې (G7)، شمالي اتلانتيک تړون سازمان (ناټو) د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان (OECD) او La Francophonie مهم غړی دی. [7][8][9][10][11][12]