ناپل
From Wikipedia, the free encyclopedia
ناپل د کمپانیا سیمه ایزه پلازمینه او له روم او میلان نه وروسته د ایټالیا درېیم لوی ښار دې، چې تر ۲۰۱۷ز کال پورې د ښار اداري حدودو کې د ۹۶۷،۰۶۹ نفوس درلوده.
ناپل په لومړۍ مخزیږدیزه زریزې کې د یونانیانو له خوا رامنځته شوی و، چې په نړۍ کې یو له پخوانیو تلپاتې مېشتو ښاري سیمو نه ګڼل کېږي. دغه راز په شپږمه پېړۍ کې د پیزوفالکون په غونډۍ کې د پارتینوپ په نوم یوه مستعمره (لرغونی یونان: Παρθενόπη) تاسیس شوه او په اتمه پیړۍ کې دا د نیپولس (Neápolis) په نوم یاده شوه. همدارنګه دا ښار د مګنا ګراسیا (پخوا وختونو کې د سویلي ایټالیا د ساحلي سیمې نوم و ) یوه مهمه برخه وه، چې د یوناني او رومي ټولنو په ادغام کې اړینه ونډه درلوده او د رومیانو د واکمنۍ پر مهال یو مهم کلتوري مرکز ګڼل کېده.[1][2]
ناپل په لومړۍ کې دوچي ناپلیانو پلازمینې په توګه (۶۶۱ز-۱۱۳۹زکلونو) بیا د ناپلیانو سلطنت (۱۲۸۲ز-۱۸۶۱ز کلونو کې) او بلاخره د ۱۸۶۱ز کال کې د ایټالیا تر یووالي پورې د دوه سیسیلیس (Two Sicilies) سلطنت پلازمینې په توګه وټاکل شو . ناپل د باروکو پلازمینه هم ګڼل کیږي کوم چې په ۱۷مه پېړۍ کې د هنرمند کاراوګیو له کار او د هغه هنري انقلاب نه یې الهام اخیستې و. دغه راز دا د بشریت او روښانتیا یو مهم مرکز هم و. همدارنګه د ۱۹۲۵ او ۱۹۳۶ز کلونو ترمنځ ناپل د بینیټو موسولیني تر واکمنۍ لاندې وده او پراختیا ومونده، خو د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې یاده ټاپو د متحدینو د بمباریو له امله سخته زیانمنه شوه چې له ۱۹۴۵ز کال نه وروسته دغه ښار کې د بیارغونې پراخ کارونه تر سره شول.[3][4][5][6][7]
د شلمې پیړۍ له وروستیو راهیسې ناپل د Centro Direzionale په نوم د یو سوداګریزې سیمې او د پرمختللې ټرانسپورټي شبکې په جوړولو سره چې په کې روم او سالیرنو ته د Alta Velocità په نوم لوړ سرعت ریل پټلۍ غځېدله او د میټرو پراخه شبکې په مرسته د پام وړ اقتصادي وده وکړه. له میلان او روم وروسته ناپل په ایټالیا کې درېیم لوی ښاري اقتصاد دی. دغه راز د ناپل بندر په اروپا کې یو له مهمو بندرونو نه دی او د سوداګریزو فعالیتونو سربېره دا ښار په ناپل کې د متحدینو د ګډو ځواکونو د قوماندې کور دی، د ناتو هغه اداره چې د شمالي افریقا، ساحل او منځني ختیځ څارنه کوي.[8][9]
د ناپل تاریخي ښار مرکز په اروپا کې ترټولو لوی ښار دی او د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث ځای په توګه ثبت شوی. یو شمېر مهم کلتوري او تاریخي ځایونه لکه د کاسرټا ماڼۍ او د پومپی او هیرکولینیم رومن کنډوالې دې ښار کې شتون لري. ناپل د خپلې طبیعي ښکلاګانو لکه پوسیلیپو، فلیګرین دشتې، نیسیدا او ویسوویوس لپاره هم پیژندل شوی. [10][11]