هونولولو
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هاوایي هونولولو د امریکا د هاوایي د ایالت خورا پراخ ښار دی چې په آرام سمندر کې پروت دی. دا د هونولولو ادغام شوي ښار اوناحېې یوازينۍ پاتې جلا سیمه او د امریکا خورا لېرې لويدیځ او سهیل ته پروت عمده ښار دی. هونولولو نړۍ ته دهاوایي د نښلېدو عمده ور دی او په ایالتې او اقیانوسیه کچه د کار وبار، پانګونې، میلمه پالنې او نظامي دفاع عمده مرکز دی. دا ښار لکه څنکه چې د دې ښار په ډول ډول ټولنه پېژندنې ، پخلي او رسومو کې منعکس کیږي د آسیایي، سهیلي او آرام سمندر د کلتورونو له ترکیب څخه پېژندل کیږي. [1]
د هونولولو معنی په ها وایې کې خوندي یا آرام بندر دی چې زوړ نوم یې کو Kou و چې د نوآنو Nuʻuanu له واټ تر الاکي Alakea سړک او د هوټل له سړک Hotel Street د ملکې سړک Queen Street پورې سیمه چې د اوسنۍ ښار په مرکز کې پرته سیمه ده احاطه کوي. د یو بندر په توګه د دې ښار وړوالی د دې ښار د تاریخې ودې او د هاوایی د جزیرود مجموعې او د اقیانوس د پراخې سیمې اهمیت په ګوته کوي. هونولولو له ۱۸۴۵ ز کال را پدېخوا د هاوایي جزیرو پلازمېنه ده چې په پیل کې خپلواک هاوایاني سلطنت و او له ۱۸۹۸ ز کال را پدېخوا په امریکا پورې اړوند او د هاوایی ایالت شو. دې ښار د پیرل بندر ته په نژدې سیمه د جاپان له حملې څخه وروسته د ۱۹۴۱ ز کال د دسمبر په ۷ نړیواله پېژندنه ترلاسه کړه چې دویمې نړیوالې جګړې ته د امریکا پرېکنده داخلیدل یې وهڅول، دا بندر د امریکا د سمندري ځواکونو عمده مرکز په توګه پاتې شوی چې په آرام سمندر کې د امریکا یي بېړیو چې د نړۍ د سترو سمندرې قوماندې ځای دی کوربه توب کوي [2][3][4][5]
دا چې هاوایي یوازينی داسې ایالت دی چې د ولسوالۍ په کچه ناثبت شوې سیمې نه لري، نو د امریکا د احصایې دفتر داسیمه د هونولولو په نامه پېژني نه داچې د ښار او ولسوالۍ په توګه. د امریکا د ۲۰۲۰ زکال د سرشمېرنې له مخې، د هونولولو د وګړیو شمېر ۳۵۰.۹۶۴ تنه او د ښاري سیمې ۸۰۲.۴۵۹ تنه و دهونولولو د پلازمېنې اړوند احصایوي ښاري سیمې د اوسیدونکو شمیر په ۲۰۲۰ ز کال کې ۱.۰۱۶.۵۰۸ تنه و. د څه د پاسه ۳۰۰.۰۰۰ تنو وګړو په درلودلو سره هونولولو له اوسترالاسیا Australasia څخه بهر د ډېرو وګړو لرونکی اقیانوسیه ښار دی. [6][7][8][9][10][11]
د هونولولو مساعد ګرم سیر اقلیم،غني طبعی منظرو او پراخو ساحلونو داښار د نړیوالو ګرځندویانو لپاره یوه مشهوره موخه ګرځولې ده. د ۲۰۲۱ ز کال له مې میاشتې راهیسې، هاوایي ښار ۷۰۰۰د لیدونکو یو ستره :کتله چې په ورځ کې له ۷۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰ لیدونکي کيږي ځان ته جلب کړي ده چې دا په ۲۰۱۹ ز کال کې ښار ته درارسیدونکو مسافرو له شمېرې چې په ورځ کې له ۱۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ پورې کېده کمه ده . [12]