وارسا
From Wikipedia, the free encyclopedia
وارسا، چې رسمي نوم یې د وارسا د پلازمینې ښار دی، د پولنډ پلازمینه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ستر ښار د پولنډ په ختیځ مرکزي سیمه کې د ویسټولا د سیند پر سر پروت دی او د وګړو شمېر یې په رسمي توګه ۱.۸ میلیون وګړو او په پراخ میتروپولیټن سیمه کې ۳.۱ میلیون وګړو ته رسیږي، چې په دې سره په اروپايي ټولنه کې وارسا د زیات وګړو لرونکو پلازمینو په کتار کې په ۷ ځای راځي. د دې ښار مساحت ۵۱۷ کیلومتر مربع (۲۰۰ مایل مربع) ده او ۱۸ برخې لري، په داسې حال کې چې ښاري سیمه ۶۱۰۰ کیلومتر مربع (۲۳۵۵ مایل مربع) ده. وارسا یو نړیوال الفا ښار، یو ستر کلتوري، سیاسي او اقتصادي مرکز او د دې هېواد پلازمینه ده. د دې ښار لرغوني تاریخي سیمه د یونیسکو د نړیوال میراث په فهرست کې شامل دی.[1][2][3]
وارسا | |
---|---|
وي پۆڵەندی: Warszawa | |
بنسټ ايښودنه | ۱يو جنوري ۱۳۰۰ |
رسمي نښه | Warszawa |
رسمي ژبه | پولينډي ژبه |
لويه وچه | اروپا |
هېواد | پولنډ |
پلازمېنه د | پولنډ |
ځای د هېواد په برخه کې | ماسوویان |
وختزون موقعيت | يو ټي سي ٠١:٠٠+، یوټیسی ۲:۰۰+ |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۲°۱۳′۴۸″N ۲۱°۰′۴۰″E |
Office held by head of government | Mayor of Warsaw |
د حکومت مشر | Rafał Trzaskowski |
غړی د | C40 Cities Climate Leadership Group، Organization of World Heritage Cities |
د وگړو شمېر | ۱٬۸۶۰٬۲۸۱ |
د سمندر له سطحې جګوالی | ۱۰۳ متر |
واک ورپاته کيدنه له | Warsaw County (1999–2002) |
Significant event | town privileges، destruction of Warsaw |
Present in work | Civilization V |
سيمه | ۵۱۷٫۲۴ کیلومتره مربع |
پوستي کوډ | 00-000 |
رسمي وېبځی | https://www.um.warszawa.pl/ |
بيرغ | flag of Warsaw |
ملي نښان | coat of arms of Warsaw |
اقتصاد | economy of Warsaw |
Local dialing code | 22 |
Licence plate code | WA, WB, WD, WE, WF, WH, WI, WJ, WK, WN, WT, WU, WW...A/C/E/X/Y, WW...F/G/H/J/W, WW...K/L/M/N/P/R/S/U/V, WX...Y, WX, WY |
Category for honorary citizens of entity | Category:Honorary citizens of Warsaw |
د وارسا رېشه په مازوویا کې د کب نیوونې یوه واړه ښار ته ورګرځي. دغه ښار د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې درېیم زیګیزمونډ تصمیم ونیو چې د پولنډ پلازمېنه او سلطتني دربار له کراکوف څخه وارسا ته ولیږدوي، شهرت وموند. وارسا تر ۱۷۹۵ ز کال پورې د پولنډ-لیتوانیا د ټولګټو هېواد پلازمېنه وه او له هغه را وروسته بیا د ناپلیون د وارسا د ډوک پلازمېنه وه. نولسمې پېړۍ او صنعتي انقلاب د دې ښار د اوسېدونکو شمېر زیات کړ او په دې سره دا د اروپا یو له تر ټولو زیاتو وګړو لرونکو ښارونو څخه شو. له هغه را وروسته کله چې وارسا د خپلې ښایسته معمارۍ او بلوارونو له کبله مشهور شوی و، په ۱۹۳۹ ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پیلیدو سره بمبار او محاصره شو. د دې ښار زیاتره تاریخي سیمې په ۱۹۴۳ ز کال کې د ګیټو د پاڅون او په ۱۹۴۴ ز کال کې د وارسا د عمومي پاڅون په ترڅ کې په سیستماتیک ډول سره ویجاړ او د هغه متنوع جمعیت له منځه ولاړ.[4]
په وارسا کې دوه نړیوال هوايي ډګرونه فعالیت لري، چې تر تولو ډېر بېروبار لرونکی یې د وارسا شوپن دی او د وارسا موډلین هوايي ډګر بیا د ارزان قیمته هوايي شرکتونو لپاره ځانګړی شوی دی. په دې ښار کې د عامه ترانسپورت په فعالو خدماتو کې د وارسا مترو، بس، ښاري ریل ګاډی او د تراموا پراخه شبکه شاملیږي. دغه ښار د څېړنې او پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر د اوټ سورس کولو او د معلوماتي تیکنالوژۍ د اوټ سورس کولو یو عمده مرکز دی. د وارسا د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز په مرکزي او ختیځه اروپا کې تر ټولو ستر او ډېر مهم مرکز دی. Frontex او د بهرنیو پولو د امنیت لپاره د اروپايي ټولنې اداره او همداشان ODIHR، کوم چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د موسسې اصولي ادارې دي، د دې ټولو مرکزونه په وارسا کې دي. له فرانکفورټ او پاریس سره یو ځای، وارسا په اروپايي ټولنه کې له هغو ښارونو څخه ده چې زیات شمېر دنګې ودانۍ لري، په داسې حال کې چې د وارسو ماڼۍ تر ۲۰۲۲ ز کال پورې په اروپايي ټولنه کې یوه له تر ټولو جګه ودانۍ ده.[5][6][7]
په دغه ښار کې د پولنډ د علومو اکاډمي، د فیلارمونیک ملي ارکسټر، د وارسا پوهنتون، د وارسا د تکنالوجۍ پوهنتون، ملي موزیم، د زاختا د هنرونو ګالري او د وارسا ستر تیاتر موقعیت لري چې دا تیاتر په نړۍ کې یو له تر ټولو سترو تیاترونو څخه ګڼل کېږي. بیارغول شوی لرغونی ښار، چې د هر ډول معمارۍ سبک او د اروپايي تاریخې دورې بېلګې په ځان کې لري، په ۱۹۸۰ ز کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه ثبت شو. د معمارۍ اصلي نورې جاذبې عبارت دې له سلطنتي کلا او د پاچا زیګیزمونډ سمبولیکه پایه، د ویلانوف ماڼۍ، په جزیره کې جوړه شوې ماڼۍ، د سنټ جان جامع کلیسا، د اصلي بازار څلورلارې او همداشان بې شمېره کلیساګانې او عمارتونه چې د سلطنتي واټ پر غاړه ودانې شوي دي. وارسا له رونق څخه ډک هنرونه او د کلپ ځایونه، خوندور رستورانتونه او سترې ښاري شنې سیمې لري، چې د دې ښار یو پر څلورمه خاوره کې پارکونه جوړ شوي دي.[8][9][10][11]