![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/e7/Islamic_State_%25E2%2580%2593_Khurasan_Province.svg/langps-640px-Islamic_State_%25E2%2580%2593_Khurasan_Province.svg.png&w=640&q=50)
اسلامي دولت – خراسان ولایت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د اسلامي دولت – خراسان ولایت (په عربي ژبه: الدولة الإسلامية – ولاية خراسان؛ ISIS-K) د اسلامي دولت اړوند وسله واله ډله ده چې په سوېلي آسيا او منځنۍ آسيا کې فعاله ده. دې ډلې ته ځینې رسنۍ د ISK یا IS-K، ISISK یا ISIS-K، ISKP یا IS-KP، داعش-خراسان نوم ورکوي. IS-K په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، او ازبکستان کې فعاله ده، چې په دې ځایونو کې یې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی. داعش او طالبان ځانونه د یو بل دښمنان ګڼي. [1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11]
عمومي معلومات | |
---|---|
هېواد |
مهمې پېښې | |
---|---|
جګړه |
برخه د |
---|
دا ډله د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې د افغانستان په ختیځ کې د ناراضي او بېلو شوو طالبانو له لوري رامنځ ته شوه، خو په غړیتوب کې یې د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، بنګله دېش، هند او میانمار، وګړي ګډون لري. د دې ډلې لومړي مشران، عبدالرؤف علیزا او حافظ سعید خان په ترتیب سره د ۲۰۱۵ کال په فبروري، او د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د امریکایي ځواکونو له خوا ووژل شول. ورپسې مشران یې هم وژل شوي دي. د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې د دې ډلې مشر عبدالله اورکزی د افغانستان د پخوانیو استخباراتو یا د ملي امنیت ریاست له خوا ونیول شو. [12][13][14][15][16]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/e7/Islamic_State_%E2%80%93_Khurasan_Province.svg/320px-Islamic_State_%E2%80%93_Khurasan_Province.svg.png)
ISIS-K د ملکي وګړو په وړاندې ډېر لوی بریدونه، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې ترسره کړي دي. د ۲۰۱۸ کال په جولای کې، د پاکستان په مستنګ کې د ISIS-K یوې بمي چاودنې ۱۴۹ تنه د مرګ کندې ته واچول. د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې، په کابل کې د ISIS-K یوې چاودنې ۹۰ تنه ووژل. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې، له کابل څخه د متحده ایالاتو د وتلو په ترڅ کې، د ISIS-K ډلې بمي بريد ۱۳ امریکايي پوځي پرسونل او لږ تر لږه ۱۶۹ تنه افغانان ووژل، چې له ۲۰۱۱ کال ورسته دا په افغانستان کې په یوه برید کې د متحده ایالاتو د پوځي تلفاتو ترټولو لوړه شمېره ده. [17][18][19][20]