افغانستان
د مرکزي آسیا په جنوب کې هیواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
افغانستان رسماً (د افغانستان اسلامي امارت)، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د (۴۳) میلیونه وګړو او (۶۵۲۸۶۴) کیلومتره مربع ځمکي په درلودلو[7] [8]سره د آسيا په زړه کې پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کیږي چي په لویدیځ کي له ایران، په شمال لویدیځ کي له ترکمنستان، په شمال کي له ازبکستان او تاجکستان او په شمال ختیځ کي له چین سره ګډه پوله لري. همدارنګه په لویدیځ، سوېل او سوېل ختیځ کي له پاکستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه پروت دی. افغانستان له تاریخي پلوه د لرغوني ګندهارا، باختر، اریا، سیستان، ارغنداب، کاپیسا او کابلستان تمدنونو کهول او ټاټوبۍ دی.
افغانستان د افغانستان اسلامي امارت | |
---|---|
د افغانستان بیرغ | د افغانستان ملي نښان |
د افغانستان نخشه | |
ملي ترانه: دا د باتورانو کور | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 33°شمال 66°ختيځ / 33; 66 [1] [2] |
لوړترينه څوکه | نوشاخ غر (٧۴۹۲ متره) |
کښتنۍ سيمه | د آمو سيند (258 متر )[3] |
کچه | |
پلازمېنه | کابل |
رسمي ژبې | پښتو دري مهمې سيمهييزي ژبې: |
د وګړو نوم | افغان(ان) |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | مرکزي حکومت ، تیوکراسي ، امارت |
قانون جوړونه | د رهبرۍ شورا |
← اميرالمؤمنين | مولوي ھیبت الله اخوندزاده |
← لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند |
← د سترېمحکمې مشر | عبد الحكيم اسحاقزى |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ١٩ اګست ١٩١٩ دغازي امان الله خان په مشري |
بنسټګر | احمد شاه بابا |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر لږ تر لږه | 18 کلن ، 16 کلن |
جيډيپي (پپش) | ٢٠١٨ اټکل |
← ټولټال | ٧٢،٩١١ ملیارده ډالره (٩۶م) |
← پر کس | ٢٠٢۴ ډالره (١۶٩م) |
د بې کارۍ کچه | 9 سلنه (۲۰۱۴)[4]
8.5 سلنه (۲۰۱۷)[5] |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | افغانۍ |
مرکزي بانک | د افغانستان بانک |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | AF |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +93 |
په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې معاصر افغانستان د لومړي ځل له پاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. دغه پولي چي تر انګریزي استعمار مخکي دافغانستان رسمي سرحدات وه وروسته دبریتانوي هند او روسیې له خوا په زور له افغانستان څخه جلا اوپخپلو مستعمرو پوري ونښلول سوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. یاد هیواد د تاريخ له نظره يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی، چي له همدې امله په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول سوې. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده او غازي امان الله خان وتوانېدی چي دخپل ولس په مرسته دغه هیواد ته خپلواکي ورپه برخه کړي .
د سرادر محمد داوودخان تر شهادت وروسته پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد او ورپسې امریکایي یرغلونو ډیري بدي ورځي راوستې او افغانستان یې دومره له پښو وغورځاوه چي د یوویشتمي پېړۍ تر دریمي لسیزي لاهم له اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او نړیوال کاروانه ډېر شاته پاته دی. افغانستان دا وخت تازه د ارامۍ پر لور ګامونه اخیستي دي، خو ددې سره سره د تیرو کلونو خونړیو جګړو او په نوی نظام کي د یوشمېر ستونزو له امله هیواد له یوشمېر کړکیچونو تیریږي، چي د خلکو په ګومان یادي ستونزي به هم حل سي.