![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/cd/Black_flag.svg/langps-640px-Black_flag.svg.png&w=640&q=50)
د هوتکيانو ټولواکمني
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هوتکیانو سترواکي افغان پاچهي وه چې د پښتنو د غلجي قوم له خوا یې بنسټ کېښودل شو او د ۱۷۲۰ مې ز لسیزې په اوږدو کې یې د لنډ مهال لپاره په ایران او افغانستان کې واکمني وکړه. هوتکي سترواکي د ۱۷۰۹ ز کال په اپریل میاشت کې د میرویس خان هوتکي له خوا،چې د افغانستان د سویل په لوی کندهار سیمه کې یې د فارسي صفوي سترواکۍ پر وړاندې د بریالي انقلاب مشري وکړه تاسیس شوه.[1]
د هوتکيانو ټولواکمني Hotaki Empire | ||||
| ||||
بېرغ | ||||
![]() هوتیکان په دوو ډلو ویشل شوی دی چی (۱) بابي (۲) سیدخیل دی | ||||
پلازمېنه | کندھار اصفهان | |||
ژبې | پښتو فارسي | |||
مذهب | اسلام | |||
حکومت | بيخي پاچايي | |||
مير | ||||
- 1709–1715 | ميرويس هوتک | |||
- 1715–1717 | شاه عبدالعزيز هوتک | |||
- 1717–1725 | شاه محمود هوتک | |||
- 1725–1730 | شاه اشرف هوتک | |||
- 1725–1738 | شاه حسين هوتک | |||
تاريخي دور | لومړنی وخت | |||
- د ميرويس هوتک بغاوت | اپرېل 1709 | |||
- د کندھار محاصره | 24 مارچ 1738 | |||
اوسني هېوادونه | ![]() ![]() ![]() ![]() | |||
Warning: Value specified for "continent" does not comply |
په ۱۷۱۵ ز کال کې میرویس په خپل طبیعي مرګ مړ شو او ورور یې عبدالعزیز ځای ناستی شو. هغه ډېر مهال واکمني ونه کړه او د خپل وراره محمود له خوا ووژل شو، هغه صفوي پاچا بې وسلې کړ او په ایران کې یې خپل حکومت اعلان کړ. په ۱۷۲۵ ز کال کې د هغه د تره زوی اشرف پر محمود په ماڼۍ کې کودتاه وکړه او د ده ځای ناستی شو. اشرف هم د اوږد مهال لپاره خپل تاج او تخت و نه شو ساتلی، ځکه نادر قلي بیک (ورپسې پاچا) چې د صفویانو د بیرغ مشري یې لرله، دی مات کړ. په ۱۷۲۹ ز کال کې د دامغان جګړه او د اوسني افغانستان سویل ته د اشرف هوتک تبعید، هوتکي واکمني د خپلې پخوانۍ سترواکۍ کوچنۍ برخې ته محدوده کړه. په ۱۷۳۸ ز کال کې هغه مهال چې نادر شاه د اشرف ځای ناستی حسین هوتک، د کندهار له اوږدې محاصرې وروسته مات کړ، هوتکي واکمني پای ته ورسېده. ورپسې نادرشاه په هغو سیمو باندې د ایران د بیا واکمني رامنځته کولو پیل وکړ، کوم چې لسیزې وړاندې د ایراني سترواکۍ د اصلي سیالانو، لکه: عثماني سترواکي او روسي امپراتورۍ په لاس د دوی له لاسه وتلې وې.[2]