سويټزرلينډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سویس چې رسمي نوم یې د سویس کنفدراسیون دی په لویدیځه اروپا کې پروت هیواد دی. چې د شمال له لوري د آلمان، له ختیځ څخه د اتریش او لیختن اشتاین، سویل کې له ایټالیا او په لویدیز کې له فرانسه سره ګډه پوله لري. سویس ۰۰۰'۰۰۰'۸ نفوس او ۲۸۰'۴۱ کیلومتره مربع مساحت لرې د حکومت ډول یې فدرال دی چې له ۲۶ کانتونونو څخه جوړ شوی دی هر کانتون ځانته ایداري جوړښت لرې. پلازمینه یې د برن ښار دی او نور مهم ښارونه یې زوریخ، جینیوا او بازل دي. سویس په نړۍ کې یوله بډایه هیوادونو څخه شمیرل کیږی چې د هر وګړې کلنی عاید یې ۰۰۰'۳۹ ډالر دي.
سويټزرلينډ | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 46.798562°شمال 8.231973°ختيځ / 46.798562; 8.231973 [1] [2] |
پراخوالی | 41285.0 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | |
رسمي ژبې | جرمني ژبه [3]، اېټاليايي ژبه [3]، فرانسوي ژبه [3]، رومانسي ژبه [3] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۲ سپټمبر ۱۸۴۸[4] |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن [5] |
بې کارۍ کچه | 4 سلنه (۲۰۱۴)[6] |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [7] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | CH[8][9] |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +41 |
دا هیواد څلور رسمی ژبي لري چې عبارت دي له فرانسوي، الماني، ایټالوي او رومانیایي. سویس د نړۍ په سطحه یو بی طرفه هیواد شمیرل کیږې چې له ۱۸۱۵م کال را پدیخوا په هیڅ جګړه کې نه دی ښکیل شوی ددی ترڅنګ په یاد هیواد کې د نړۍ زیات شمیر سازمانونه هم شتون لرې لکه سره میاشت، نړیوال سوداګریز سازمان د اروپایی ټولنی دوهم دفتر نړیوال سازمان او د فوټبال لوبی مرکزی دفتر فیفا هم پدی هیواد کې شتون لرې.